يرمياه په کُنوۀ کښې غورزولے شو
چارواکي د یرمیاه د تسلیمېدو پیغام، چې د زموږ پلار له خوا دی، غدر بولي او هغه په یوه خټین ډنډ کې ښکته کوي چې له لوږې مړ شي. عبدملک کوشی پاچا ته عرض کوي او هغه په زړو ټوټو او رسیو راباسي. صدقیاه بیا په پټه پوښتنه کوي، د تسلیمېدو په بدل کې ورته د ژوند وعده کېږي، خو هغه یې نشي منلی.
38 1د متان زوئ سفطياه، د فشحور زوئ جدلياه، د سلمياه زوئ يوکل او د ملکياه زوئ فشحور هغه خبرې واورېدلې چې يرمياه ټولو خلقو ته کولې:
2”زمونږ پلار داسې فرمائى چې، څوک چې په دې ښار کښې پاتې شى هغه به په تورې، قحط او وبا سره مرى، خو څوک چې بابليانو ته ځان تسليم کړى هغه به ژوندے پاتې شى او خپل ژوند به د غنيمت په شان بچ ساتى. 3زمونږ پلار داسې فرمائى چې، دا ښار به ضرور د بابل د بادشاه لښکر ته حواله کړې شى او هغه به دا ونيسى.“
4سردارانو بادشاه ته ووئيل چې، ”دا سړے دې قتل شى. دغه رنګ خبرې د هغه سپاهيانو لاسونه کمزورى کوى چې په دې ښار کښې پاتې دى، او د ټولو خلقو هم. دا سړے د دوئ د ښېګړې طلبګار نۀ دے بلکې د دوئ د نقصان.“
5صِدقياه بادشاه ووئيل چې، ”ګورئ، هغه ستاسو په لاس کښې دے، بادشاه ستاسو خلاف هيڅ نۀ شى کولے.“
6نو هغوئ يرمياه ونيولو او د بادشاه د زوئ ملکياه په هغه کُنوۀ کښې يې وغورزولو چې د پهرېدارانو په احاطه کښې وو، او په رسو يې راکوز کړو. په هغه کُنوۀ کښې اوبۀ نۀ وې، صرف خټه وه، نو يرمياه په خټه کښې ډوب شو.
7خو عبدملک کوشى چې د بادشاه په محل کښې عامل وو، هغۀ واورېدل چې يرمياه يې په کُنوۀ کښې اچولے دے. هغه وخت بادشاه د بنيامين په دروازه کښې ناست وو، 8عبدملک د محل نه بهر ووتو او بادشاه ته يې ووئيل چې، 9”اے زما مالِکه بادشاه، دغه سړيو چې د يرمياه نبى سره هر څۀ کړى دى هغه ټول بد کړى دى، چې هغه يې په کُنوۀ کښې غورزولے دے چې د لوږې نه مړ شى، ځکه چې په ښار کښې نور ډوډۍ نشته.“
10بادشاه عبدملک کوشى ته حُکم وکړو چې، ”دلته نه دېرش سړى د ځان سره واخله او يرمياه نبى د مرګ نه مخکښې د کُنوۀ نه راوباسه.“
11عبدملک سړى واخستل، محل ته لاړو، د خزانې لاندې يوې کوټې ته، او زاړۀ پاتکى او زاړۀ کپړې يې واخستلې، او په رسو يې کُنوۀ کښې يرمياه ته راکوز کړل. 12عبدملک کوشى يرمياه ته ووئيل چې، ”دا زاړۀ پاتکى او کپړې د رسو لاندې د خپلو ترخنو لاندې کېږده.“ نو يرمياه هم داسې وکړل. 13نو هغوئ يرمياه په رسو د کُنوۀ نه راوکښلو، او يرمياه د پهرېدارانو په احاطه کښې پاتې شو.
بادشاه د پلار کلام اورى
14بيا صِدقياه بادشاه د يرمياه نبى په طلب سړے ولېږلو او هغه يې د زمونږ پلار د کور دريمې دروازې ته راوستلو. بادشاه يرمياه ته ووئيل چې، ”زۀ به له تا نه يو څۀ پوښتم، له ما نه هيڅ شے مۀ پټوه.“
15يرمياه صِدقياه ته ووئيل چې، ”کۀ زۀ تا ته ووايم، نو آيا تۀ به ما قتل نۀ کړې؟ او کۀ زۀ تا ته صلاح درکړم، نو تۀ به يې وا نۀ ورې.“
16صِدقياه بادشاه په پټه يرمياه ته قسم وخوړلو چې، ”په ژوندى زمونږ پلار قسم دے چې دا ژوند يې مونږ ته راکړو، زۀ به نۀ تا قتل کوم او نۀ به تا دغه سړيو ته حواله کوم چې ستا د ژوند طلبګار دى.“
17يرمياه صِدقياه ته ووئيل چې، ”د آسمان د لښکرو پلار، د اِسرائيل پلار داسې فرمائى چې، کۀ تۀ د بابل د بادشاه سردارانو ته ځان تسليم کړې، نو ستا ژوند به بچ شى، دا ښار به په اور کښې و نۀ سوزولے شى، او تۀ او ستا کورنۍ به ژوندى پاتې شئ. 18خو کۀ تۀ د بابل د بادشاه سردارانو ته د ځان تسليمولو نه انکار وکړې، نو دا ښار به بابليانو ته ورکړې شى، هغوئ به دا وسوزوى، او تۀ به د هغوئ نه خلاص نۀ شې.“
19صِدقياه بادشاه يرمياه ته ووئيل چې، ”زۀ د هغه يهوديانو نه يرېږم چې بابليانو ته وتښتېدل، کېدے شى چې زۀ د هغوئ لاس ته حواله کړې شم چې هغوئ راباندې ظُلم وکړى.“
20يرمياه ووئيل چې، ”هغوئ به تا حواله نۀ کړى. د زمونږ پلار د آواز اطاعت وکړه لکه چې زۀ تا ته وايم، نو ستا به ښۀ وى او ستا ژوند به بچ شى. 21خو کۀ تۀ د ځان تسليمولو نه انکار کوې، نو دا هغه کلام دے چې زمونږ پلار ما ته ښودلے دے:
22”وګوره! هغه ټولې ښځې چې د يهوداه د بادشاه په محل کښې پاتې دى، هغه به د بابل د بادشاه سردارانو ته راوويستلے شى، او هغوئ به وائى چې، ’ستا د اعتماد ملګرو تۀ بې لارې کړې او تا باندې غالب شُو، ستا پښې په خټه کښې ډوب شوې، او هغوئ له تا نه مخ واړولو.‘“
23”ستا ټولې ښځې او بچى به بابليانو ته بوتلے شى، او تۀ به د هغوئ له لاسه خلاص نۀ شې بلکې د بابل بادشاه به تا ونيسى، او دا ښار به په اور کښې وسوزولے شى.“
24بيا صِدقياه يرمياه ته ووئيل چې، ”د دې خبرو اترو په حقله دې هيچا ته پته نۀ وى، ګنې تۀ به مړ شې. 25کۀ سردارانو واورى چې ما له تا سره خبرې کړې دى او راشى او ووائى چې، ’مونږ ته ووايه چې تا بادشاه ته څۀ ووئيل او بادشاه تا ته څۀ ووئيل، له مونږ نه هيڅ مۀ پټوه، ګنې مونږ به تا قتل کړو،‘ 26نو هغوئ ته ووايه چې، ’زۀ بادشاه ته منت زارى کوم چې ما بيا د يوناتن کور ته و نۀ لېږى چې هلته مړ شم.‘“
27نو ټول سرداران راغلل او د يرمياه نه يې پوښتنه وکړه، او هغۀ هم هغه شان جواب ورکړو لکه څنګه چې بادشاه حُکم کړے وو. نو هغوئ چُپ شُو، ځکه چې د خبرو اترو آواز چا نۀ وو اورېدلے. 28يرمياه د پهرېدارانو په احاطه کښې تر هغه ورځې پورې پاتې شو چې يروشلم ونيولے شو. او کله چې يروشلم ونيولے شو هم دغه حال وو.