چاپ شوی
کتاب

د يروشلم زوال

محاصره پای ته رسي. دېوال ماتېږي، صدقیاه تښتي او نیول کېږي، د خپلو زامنو وژل ویني، ړندېږي او په زنځیرونو تړل کېږي. ښار سوځي او بې وزلو ته کروندې پرېښودل کېږي. یرمیاه د نبوکدنصر په خپل امر خوشې کېږي؛ زموږ پلار عبدملک ته د هغه د باور په خاطر د ژوند وعده ورکوي.

څپرکی 39.

د يهوداه د بادشاه صِدقياه د بادشاهۍ په نهم کال کښې، په لسمه مياشت کښې، د بابل بادشاه نبوکدنضر د خپل ټول لښکر سره د يروشلم په خلاف راغلو او هغه يې محاصره کړو. د صِدقياه د بادشاهۍ په يوولسم کال کښې، په څلورمه مياشت کښې، د مياشتې په نهمه نېټه، دا ښار مات شو. بيا د بابل د بادشاه ټول عمله راغلل او د منځنۍ دروازې په ننه کښيناستل: نرګل شراضر، سمجر نبو، سرسکيم رب‌سارِس، نرګل شراضر رب‌مج او د بابل د بادشاه نور پاتې عمله. a a v3 رب‌سارِس او رب‌مج د بابلى شاهى عملې په منځ کښې لوئ القابونه وُو. کله چې د يهوداه بادشاه صِدقياه او ټول سپاهيان هغوئ وليدل، نو د شپې لخوا د بادشاه د باغ د لارې، د دوو ديوالونو په منځ کښې له هغې دروازې نه د ښار نه وتښتيدل؛ او هغه د عرباه په لور روان شو. خو د بابل لښکر د هغوئ تعاقب وکړو او صِدقياه يې د يريحو په ميدانونو کښې ونيولو. هغوئ هغه ونيولو او د حمات په مُلک کښې ربله ته د بابل بادشاه نبوکدنضر له بوتلو، چرته چې هغۀ په هغۀ باندې فيصله صادره کړه. د بابل بادشاه د صِدقياه زامن د هغۀ د سترګو په وړاندې په ربله کښې ذبح کړل او د يهوداه ټول اميران يې ذبح کړل. بيا هغۀ د صِدقياه سترګې ړندې کړې او د بابل ته د بوتلو دپاره يې په پيتلى زنځيرونو کښې وتړلو.

بابليانو د بادشاه کور او د خلقو کورونه په اور وسوځول او د يروشلم ديوالونه يې ونړول. د نګهبانانو سردار نبوزرادان د خلقو هغه پاتې کسان چې په ښار کښې پاتې شوى وُو، او هغه ګوښيان چې هغۀ ته تلى وُو، او د خلقو نور پاتې کسان بابل ته جلاوطن کړل. د نګهبانانو سردار نبوزرادان ځنې ډېر غريب خلق چې هيڅ نۀ لرل، په يهوداه کښې پرېښودل او په هغه ورځ يې هغوئ ته د انګورو باغونه او پټى ورکړل.

اوس د بابل بادشاه نبوکدنضر د يرمياه په حقله د نګهبانانو سردار نبوزرادان ته داسې حُکم ورکړے وو چې، ”هغه راواخله او خيال يې ساته؛ هيڅ نقصان ورته مۀ رسوه، بلکې څۀ چې هغه غواړى هغه ورسره کوه.“

نو د نګهبانانو سردار نبوزرادان، د رب‌سارِس نبوشزبان، د رب‌مج نرګل شراضر او د بابل د بادشاه ټول لوئ عملې سره خبر ولېږلو. هغوئ يرمياه د نګهبانانو د احاطې نه راووستلو او د شافن د زوئ، د اخيقام زوئ جدلياه ته يې ورکړو چې کور ته يې بوځى. نو هغه د خلقو په منځ کښې پاتې شو.

کله چې يرمياه د نګهبانانو په احاطه کښې بند وو، نو د زمونږ پلار کلام ورته راغلو چې،

”لاړ شه او ايتهوپيايى عبدمَلِک ته ووايه چې، د آسمانى لښکرو پلار، د اِسرائيل پلار داسې فرمائى چې، زۀ په دې ښار باندې خپل کلامونه د نقصان دپاره راوړم، نۀ د ښۀ دپاره، او په هغه ورځ به ستا په وړاندې پوره شى. خو زۀ به تا په هغه ورځ خلاص کړم، زمونږ پلار فرمائى؛ تۀ به هغه کسانو ته په لاس ورنۀ کړے شې چې د هغوئ نه يرېږې. زۀ به تا خلاص کړم؛ تۀ به په تُوره ونۀ لوېږې. ستا ژوند به ستا د جنګ غنيمت وى، ځکه چې تا په ما باندې بروسه وکړه، زمونږ پلار فرمائى.“