زمونږ پلار د يرمياه په وسيله خبردارے ورکوى
د مصر لښکر بابلیان شاته کوي او یروشلم هیله پیدا کوي؛ یرمیاه د زموږ پلار کلام راوړي چې هغوی به بېرته راشي او ښار به وسوځوي. کله چې د کورنۍ د کار لپاره وځي، د تښتېدونکي په تور نیول کېږي، وهل کېږي او زندان ته اچول کېږي. صدقیاه په پټه د کلام پوښتنه کوي، سخت ځواب اوري، او ورته ډوډۍ ورکوي.
37 1د يوسياه زوئ صِدقياه د يهوياقيم د زوئ کونياه په ځائ بادشاه شو، کوم چې د بابل بادشاه نبوکدنضر د يهوداه په مُلک کښې بادشاه کړے وو. 2خو نۀ هغۀ، نۀ د هغۀ نوکرانو او نۀ د مُلک خلقو د زمونږ پلار هغه خبرو ته غوږ ونيولو چې د يرمياه نبى په وسيله وئيلے شوې وې.
3بادشاه صِدقياه د سلمياه زوئ يهوکل او د معسياه د زوئ صفنياه کاهن يرمياه نبى ته ولېږل چې، ”مهربانى وکړئ، زمونږ دپاره زمونږ پلار ته دُعا وکړئ.“
4يرمياه لا تر اوسه د خلقو په مينځ کښې راتلو او تلو؛ هغوئ لا تر اوسه هغه بندى نۀ وو کړے. 5د فرعون لښکر د مِصر نه راوتلے وو؛ کله چې هغو بابليانو چې يروشلم ته يې محاصره کړې وه دا واورېدل، نو هغوئ د يروشلم نه شاته لاړل.
6بيا د زمونږ پلار کلام يرمياه نبى ته راغلو چې،
7د اِسرائيل زمونږ پلار داسې فرمائى چې، د يهوداه هغه بادشاه ته چې تاسو يې د پوښتنې دپاره ما ته رالېږلى يئ ووايئ چې، د فرعون هغه لښکر چې ستاسو د مدد دپاره راوتلے وو، بېرته خپل مُلک مِصر ته ستنېږى. 8بيا به بابليان راستانه شى، د دې ښار سره به جنګ وکړى، هغه به ونيسى او په اور به يې وسوزوى.
9زمونږ پلار داسې فرمائى چې، خپل ځانونه مۀ دوکه کوئ چې وايئ، ”بابليان به خامخا زمونږ نه لاړ شى“—هغوئ به لاړ نۀ شى. 10کۀ چرې تاسو د بابل ټول هغه لښکر ووهئ چې ستاسو سره جنګ کوى، او يواځې ټپيان سړى په خپلو خېمو کښې پاتې شى، نو هغوئ به هم پاڅى او دا ښار به په اور وسوزوى.
يرمياه ونيولے شو او بندى کړے شو
11اوس کله چې د بابل لښکر د فرعون د لښکر په وجه د يروشلم نه شاته شوے وو، 12نو يرمياه د يروشلم نه د بنيامين مُلک ته روان شو چې هلته د خلقو په مينځ کښې خپله برخه واخلى. 13د بنيامين په دروازه کښې د پهره دار افسر اِرِياه چې د سلمياه زوئ او د حننياه لمسے وو، يرمياه نبى ونيولو چې، ”تۀ بابليانو ته تښتې!“
14يرمياه ووئيل چې، ”دا دروغ دى! زۀ بابليانو ته نۀ تښتم.“ خو اِرِياه هغۀ ته پام ونۀ کړو، يرمياه يې ونيولو او افسرانو ته يې بوتلو.
15افسران په يرمياه باندې غصه شول، وهلو يې او د مُنشى يونتن په کور کښې يې بندى کړو چې قېدخانه ترې جوړه شوې وه.
16نو يرمياه د تهخانې په ګنبدى کوټو کښې ننوتو، او هلته ډېرې ورځې پاتې شو. 17بيا بادشاه صِدقياه ورپسې ووئيل او راوستلو يې. بادشاه په محل کښې په پټه د هغۀ نه پوښتنه وکړه او ووئيل چې، ”د زمونږ پلار له طرف نه کوم کلام شته؟“ يرمياه ووئيل چې، ”شته. تۀ به د بابل بادشاه ته حواله کړے شې.“
18يرمياه بادشاه صِدقياه ته ووئيل چې، ”ما ستا، ستا د نوکرانو او يا د دې خلقو خلاف څۀ ګناه کړې ده چې تا زۀ بندى کړم؟ 19ستا هغه نبيان اوس چرته دى چې پېشګوئى يې کوله چې، ’د بابل بادشاه به نۀ ستا خلاف او نۀ د دې مُلک خلاف راشى‘؟ 20اے زما مالِکه بادشاه، مهربانى وکړه او ما ته غوږ ونيسه: زما عرض دې تا ته ورسېږى—ما د مُنشى يونتن کور ته بېرته مۀ لېږه، ګنې زۀ به هلته مړ شم.“
21نو بادشاه صِدقياه حُکم وکړو، او هغوئ يرمياه د پهره دارانو په احاطه کښې کښېنولو، او هره ورځ به يې د نانبايانو د کوڅې نه هغۀ ته د ډوډۍ يوه ګرده ورکوله، ترڅو چې د ښار ډوډۍ ختمه شوه. نو يرمياه د پهره دارانو په احاطه کښې پاتې شو.