چاپ شوی
کتاب

زمونږ پلار صدقياه ته خبرې کوى

صدقیاه ته ویل کېږي چې هغه به له نبوکدنصر سره مخامخ شي خو په سوله کې به ومري. بیا د یروشلم مالکان خپل عبراني غلامان د تړون سره سم آزادوي، او بیا یې بېرته اخلي. څرنګه چې دوی آزادي اعلان نه کړه، زموږ پلار د دوی لپاره آزادي اعلانوي، توري، ناروغۍ او قحطۍ ته.

څپرکی 34.

هغه کلام چې د زمونږ پلار له طرفه يرمياه ته راغلو، کله چې د بابل بادشاه نبوکدنضر، د هغۀ ټول لښکر، او ټولې هغه بادشاهۍ چې د هغۀ لاندې وې او ټول قومونه د يروشلم او د هغۀ د ټولو ښارونو خلاف جنګېدل، نو دا کلام راغلو:

د اِسرائيل زمونږ پلار فرمائى چې، ”لاړ شه، د يهوداه بادشاه صدقياه ته خبرې وکړه، هغۀ ته ووايه چې، زمونږ پلار فرمائى، زۀ دا ښار د بابل بادشاه ته سپارم. هغه به يې په اور کښې وسوزوى. تۀ به د هغۀ د لاس نه خلاص نۀ شې بلکې خامخا به ونيولے شې او هغۀ ته به وسپارلے شې. ستا سترګې به د بابل د بادشاه سترګې ووينى، د هغۀ خوله به ستا خولې سره خبرې کوى، او تۀ به بابل ته لاړ شې.

خو اے د يهوداه بادشاه صدقياه، د خپل پلار کلام واوره. زمونږ پلار فرمائى چې تۀ به په تُوره ونۀ مرې.

تۀ به په سلامتۍ سره مرې. لکه څنګه چې ستا د پلرونو دپاره، هغو بادشاهانو چې تر تا مخکښې وُو، خوشبويان سوزولے شول، هم هغه شان به ستا دپاره هم سوزوى او په تا به ماتم کوى چې، ’افسوس، اے مالِکه!‘ ما دا ووئيل، ستا پلار فرمائى.“

بيا يرمياه نبى دا ټول کلام په يروشلم کښې د يهوداه بادشاه صدقياه ته ووئيل، په داسې حال کښې چې د بابل د بادشاه لښکر د يروشلم او د يهوداه د پاتې ټولو ښارونو لکيش او عزيقاه خلاف جنګېدل، ځکه چې په يهوداه کښې يواځې دغه قلعه‌بند ښارونه پاتې وُو.

پلار په ماتېدلى لوظ باندې فيصله کوى

هغه کلام چې د زمونږ پلار له طرفه يرمياه ته راغلو، وروستو له دې چې صدقياه بادشاه د يروشلم ټولو خلقو سره لوظ وکړو چې هغوئ ته آزادى اعلان کړى: هر سړے دې خپل عبرانى مريد او وينځه آزاد کړى، ترڅو چې هيڅوک خپل يهودى ورور، خپل وطنوال، ونۀ ساتى. ټول سردارانو او خلقو چې په دې لوظ کښې داخل شوى وُو، اطاعت وکړو، هر يو خپل مريد او وينځه آزاد کړه او نور يې په غُلامۍ کښې ونۀ ساتل. هغوئ اطاعت وکړو او آزاد يې کړل. خو وروستو بيا واپس شول او هغه مريدان او وينځې يې بيا واپس کړل چې آزاد يې کړى وُو، او په زور يې بيا په غُلامۍ کښې ونيول.

نو د زمونږ پلار کلام يرمياه ته راغلو چې،

د اِسرائيل زمونږ پلار داسې فرمائى چې، ”ما پخپله ستاسو د پلرونو سره هغه ورځ لوظ وکړو چې کله ما هغوئ د مصر د مُلک نه، د غُلامۍ د کور نه راويستل، او ما ووئيل چې، د اوو کالو په آخر کښې، هر سړے دې خپل هغه عبرانى ورور آزاد کړى چې تاسو ته خرڅ شوے وى او شپږ کاله يې خدمت کړے وى. آزاد يې کړه. خو ستاسو پلرونو زما خبره وانۀ ورېدله او نۀ يې پرې غور وکړو. تاسو اوس خپله توبه ايستلې وه او زما په نظر کښې مو سم کار کړے وو، چې هر يو خپل ګاونډى ته يې آزادى اعلان کړه، او زما په مخکښې مو په هغه کور کښې لوظ وکړو چې زما په نوم يادېږى. خو تاسو واپس شوئ او زما نوم مو بې‌حُرمته کړو. هر يو ستاسو هغه مريدان او وينځې بيا واپس کړل چې آزاد مو کړى وُو چې خپل خوښه لاړ شى، او په زور مو بيا په غُلامۍ کښې ونيول.“

نو زمونږ پلار فرمائى چې، ”تاسو زما اطاعت ونۀ کړو چې آزادى اعلان کړئ، هر يو خپل ورور او خپل ګاونډى ته. نو زۀ تاسو دپاره آزادى اعلانوم ستا پلار فرمائى د تُورې، د وبا او د قحط دپاره، او زۀ به تاسو د زمکې د هرې بادشاهۍ دپاره وحشت ګرځوم. هغه سړى به زۀ وسپارم چې زما لوظ يې مات کړو، او د هغه لوظ شرطونه يې ونۀ ساتل چې زما په مخکښې يې کړى وُو لکه هغه سخے چې هغوئ په دوو برخو کړو او د برخو تر مينځه تېر شول. a a v18 د پخوانيو لوظونو په مراسمو کښې، فريقين به د حلال شوى ځناور د دوو نيمو برخو تر مينځه تلل، او په خپل ځان به يې همدغه برخليک غوښتو کۀ هغوئ موافقه ماته کړه. د يهوداه او يروشلم سرداران، دربارى سرداران، کاهنان، او د مُلک ټول خلق چې د سخى د برخو تر مينځه تېر شول. زۀ به هغوئ د دوئ دښمنانو ته وسپارم، هغه کسانو ته چې د دوئ د جان په لټه کښې وى. د دوئ لاشونه به د آسمان مرغانو او د زمکې ځناورو ته خوراک شى. د يهوداه بادشاه صدقياه او د هغۀ سرداران به زۀ د دوئ دښمنانو ته وسپارم، هغه کسانو ته چې د دوئ د جان په لټه کښې وى، او د بابل د بادشاه هغه لښکر ته چې ستاسو نه واپس تللے دے. زۀ حُکم کوم، ستا پلار فرمائى، چې هغوئ به بيا دې ښار ته راولم. هغوئ به د دې خلاف جنګيږى، دا به ونيسى، او دا به په اور کښې وسوزوى. او زۀ به د يهوداه ښارونه داسې ويجاړ کړم چې هلته به هيڅوک نۀ اوسيږى.“