رکابيان د خپل پلار درناوے کوى
یرمیا ریکابیانو ته شراب وړاندې کوي، چې انکار کوي ځکه چې د دوی نیکه یوناداب ورته ویلي وو چې ونه څښئ. د یو له ډېره وخته مړه انساني پلار ته د دوی اطاعت د یهودا د هغه انکار پر وړاندې ودرېږي چې زموږ پلار ته غوږ ونه نیسي، چې بیا بیا یې خبرې کړې دي. د یوناداب نسل ته د تل پاتې ځای ژمنه کېږي.
35 1هغه کلام چې د يهوداه د بادشاه د يوسياه د زوئ يهوياقيم په زمانه کښې د زمونږ پلار له خوا يرمياه ته راغلو:
2”د رکابيانو کور ته لاړ شه، د هغوئ سره خبرې وکړه، هغوئ زما د کور په يوه څنګ خونه کښې راوله، او هغوئ ته د څښلو دپاره شراب ورکړه.“
3نو ما د يرمياه د زوئ، د حبصنياه د زوئ، يازنياه او د هغۀ وروڼه او د هغۀ ټول زامن او د رکابيانو ټول کور راووستل، 4او ما هغوئ د زمونږ پلار کور ته راوستل، د اِجدلياه د زوئ حنان د زامنو خونې ته، چې هغه د زمونږ پلار سړے وو، کومه چې د سردارانو د خونې سره نژدې وه، د دربان د شلوم د زوئ معسياه د خونې نه پاس. 5بيا ما د رکابيانو د کور د زامنو مخکښې د شرابو نه ډک جامونه او پيالې کښېښودل او ورته مې ووئيل، ”څۀ شراب وڅښئ.“
6خو هغوئ ووئيل، ”مونږ به شراب ونۀ څښو، ځکه چې زمونږ پلار، د رکاب د زوئ يوناداب، مونږ ته حُکم راکړے وو چې: ’تاسو او ستاسو اولاد به هيچرې شراب ونۀ څښئ. 7نۀ کور جوړوئ، نۀ تخم کرئ، او نۀ د انګورو باغ لګوئ؛ د دې نه هيڅ مۀ لرئ. په خپلو ټولو ورځو کښې په خېمو کښې اوسئ، دې دپاره چې په هغه زمکه کښې چې تاسو پکښې اوسئ ډېرې ورځې ژوندى پاتې شئ.‘ 8نو مونږ د خپل پلار، د رکاب د زوئ يوناداب، په هر هغه څۀ کښې چې هغۀ مونږ ته حُکم راکړو اطاعت وکړو: چې په خپلو ټولو ورځو کښې شراب ونۀ څښو—مونږ، زمونږ ښځې، زمونږ زامن، او زمونږ لوڼه، 9او چې د اوسېدو دپاره کورونه ونۀ جوړوو. مونږ سره نۀ د انګورو باغ شته، نۀ پټے او نۀ تخم، 10بلکې مونږ په خېمو کښې اوسېدلى يُو، او هر هغه څۀ چې زمونږ پلار يوناداب مونږ ته حُکم راکړو هغه مو منلى او کړى دى. 11خو کله چې د بابل بادشاه نبوکدنضر پدې مُلک باندې حمله وکړه، نو مونږ ووئيل، ’راځئ، چې يروشلم ته لاړ شو ترڅو چې د بابليانو او اراميانو د لښکرو نه بچ شو.‘ نو ځکه مونږ اوس په يروشلم کښې اوسو.“
12بيا د زمونږ پلار کلام يرمياه ته راغلو:
13د آسمانى لښکرو پلار، د اِسرائيل پلار داسې فرمائى: د يهوداه خلقو او د يروشلم اوسېدونکو ته ووايه: آيا تاسو به نصيحت قبول نۀ کړئ او زما خبرو ته به غوږ نۀ ږدئ؟ زمونږ پلار فرمائى. 14د رکاب د زوئ يوناداب دا حُکم چې د هغۀ اولاد دې شراب نۀ څښى، ساتلے شوے دے؛ تر نن ورځې پورې هغوئ هيڅ نۀ څښى، ځکه چې هغوئ د خپل پلار حُکم ومنلو. خو ما تاسو ته بيا بيا خبرې وکړې، او تاسو زما خبره وانۀ ورېدله.
15ما تاسو ته بيا بيا خپل ټول خدمتګار نبيان ولېږل او ومې وئيل، ’په تاسو کښې هر يو دې د خپلې بدې لارې نه راوګرځى او خپل کارونه سم کړى. د نورو معبودانو پسې مۀ ځئ چې د هغوئ عبادت وکړئ، نو تاسو به په هغه مُلک کښې اوسئ چې ما تاسو او ستاسو پلرونو ته درکړے وو.‘ خو تاسو ما ته غوږ ونۀ نيولو او نۀ مو پام وکړو. 16د رکاب د زوئ يوناداب اولاد د خپل پلار حُکم وساتلو، خو دې قوم زما خبره وانۀ ورېدله.
17نو د آسمانى لښکرو پلار، د اِسرائيل پلار داسې فرمائى: ”زۀ په يهوداه او د يروشلم ټولو خلقو باندې هر هغه آفت راوړم چې ما د هغوئ خلاف بيان کړے وو، ځکه چې ما هغوئ ته خبرې وکړې خو هغوئ وانۀ ورېدلې، ما هغوئ ته آواز وکړو خو هغوئ جواب ونۀ ورکړو.“
18يرمياه د رکابيانو کور ته ووئيل، ”د آسمانى لښکرو پلار، د اِسرائيل پلار داسې فرمائى: ځکه چې تاسو د خپل پلار يوناداب حُکم ومنلو، د هغۀ ټول هدايتونه مو وساتل، او هر هغه څۀ مو وکړل چې هغۀ تاسو ته حُکم درکړے وو، 19نو د آسمانى لښکرو پلار، د اِسرائيل پلار داسې فرمائى: د رکاب د زوئ يوناداب به هميشه داسې اولاد ولرى چې زما په مخکښې به ودريږى.“