چاپ شوی
کتاب

اوومه ورځ

د پیدایښت پراخه کیسه یوه باغ ته راتنګېږي. زموږ پلار هغه کري، سړی پکې اېږدي چې کار پکې وکړي او ساتنه یې وکړي، هغه ته له یوه بندیز سره آزادي ورکوي، بیا د هغه یوازیتوب ښه نه بولي او د هغه له خپل اړخ نه یوه ښځه جوړوي.

څپرکی 2.

نو آسمانونه او زمکه د خپلو ټولو لښکرو سره پوره شول. زمونږ پلار خپل کار په اوومه ورځ پوره کړے وو، او د هر هغه کار نه چې کړے يې وو په اوومه ورځ يې آرام وکړو. او زمونږ پلار اوومه ورځ ته برکت ورکړو او پاکه يې کړه، ځکه چې په دغه ورځ يې د خپل ټول تخليقى کار نه چې کړے يې وو آرام وکړو.

آدم او حوا

دا د آسمان او زمکې د پېدائش احوال دے کله چې هغه پېدا شول، کله چې زمونږ پلار زمکه او آسمانونه جوړ کړل. په زمکه باندې لا تر اوسه د صحرا هيڅ بوټے نۀ وو، او د پټى هيڅ زرغونه لا نۀ وه راشنه شوې، ځکه چې زمونږ پلار په زمکه باندې باران نۀ وو ورولے، او د زمکې د کرلو دپاره هيڅ انسان نۀ وو، خو د زمکې نه چينې راوختلې او د زمکې ټول مخ يې خړوب کړو. نو زمونږ پلار انسان د زمکې د خاورې نه جوړ کړو، او د ژوند ساه يې د هغۀ په پزه کښې پوکړه، او انسان يو ژوندے وجود شو. a a v7 ”ژوندے وجود“ د انسانيت هغه تعلقى وقار ښائى چې د زمونږ پلار سره مخامخ ژوند کولو دپاره پېدا شوے دے. نو زمونږ پلار په مشرق کښې په عدن کښې يو باغ ولګولو، او هغه انسان يې هلته کېښودو چې جوړ کړے يې وو. زمونږ پلار د زمکې نه هره هغه ونه راشنه کړه چې په کتو کښې ښائسته او د خوراک دپاره ښه وه، او د باغ په مينځ کښې د ژوند ونه او د ښۀ او بد د پوهې ونه هم وه. د باغ د خړوبولو دپاره د عدن نه يو سيند بهېدو، او هلته نه په څلورو سيندونو وېشلے شو. د اول نوم پيشون دے، دا د حويله د ټول مُلک نه چاپېره بهيږى، چرته چې سره زر موندلے کيږى. b b v11 حويله يوه داسې علاقه وه چې د خپلو ښو سرو زرو دپاره مشهوره وه، د هغې صحيح ځائ نور نۀ دے معلوم. د هغه مُلک سره زر ښۀ دى، هلته خوشبودار صمغ او عقيق هم شته. c c v12 صمغ يوه خوشبودار شيره وه چې په پخوانۍ دُنيا کښې د يو قيمتى کاڼى په شان ورته قدر کېدو. د دوېم سيند نوم جيحون دے، دا د کوش د ټول مُلک نه تېريږى. d d v13 کوش د مصر د جنوب طرف ته يو مُلک وو، په هغه علاقه کښې چې کله کله يې پخوانے نوبيا بولى. د دريم سيند نوم دجله دے، چې د اسور د مشرق طرف ته بهيږى. څلورم سيند فُرات دے. زمونږ پلار انسان راونيولو او د عدن په باغ کښې يې کېښودو چې هغه کرى او ساتى يې.

او زمونږ پلار انسان ته حُکم وکړو چې، ”تۀ د باغ د هرې ونې نه خوراک کولے شې، خو د ښۀ او بد د پوهې د ونې نه خوراک مۀ کوه، ځکه چې کومه ورځ به چې د هغې نه خوراک وکړې نو ضرور به مړ شې.“

نو زمونږ پلار وفرمائيل چې، ”د انسان يوازې اوسېدل ښۀ نۀ دى. زۀ به د هغۀ دپاره يو داسې مددګار جوړ کړم چې د هغۀ سره مناسب وى.“

زمونږ پلار د زمکې نه د صحرا هر حيوان او د آسمان هره مرغۍ جوړه کړه، او بيا يې هر يو انسان ته راوستلو چې ووينى انسان به يې څۀ نوم ږدى. انسان به چې هر ژوندى مخلوق ته کوم نوم ورکړو، هم هغه د هغۀ نوم شو. انسان ټولو مواشيو، د آسمان مرغانو او ټولو ځنګلى حيواناتو ته نومونه کېښودل، خو د آدم دپاره داسې هيڅ مددګار ونۀ موندلے شو چې د هغۀ سره مناسب وى. نو زمونږ پلار په انسان باندې ژور خوب راوستلو، او کله چې هغه ويده وو نو د هغۀ د پښتو نه يې يوه راواخسته او په هغه ځائ يې غوښه بنده کړه. بيا زمونږ پلار د هغې پښتۍ نه چې د انسان نه يې اخستې وه يوه ښځه جوړه کړه، او انسان ته يې راوسته. انسان ووئيل چې، ”آخر! دا زما د هډوکو هډوکے او زما د غوښې غوښه ده، دا به ’ښځه‘ بللے شى، ځکه چې دا د نارينه نه راايستلے شوې ده.“ نو سړے به خپل پلار او مور پرېږدى، د خپلې ښځې سره به يوځائ شى، او دواړه به يوه غوښه شى. انسان او د هغۀ ښځه دواړه بربنډ وُو، او هغوئ شرمندۀ نۀ وُو.