چاپ شوی
کتاب

پلار د يو زوئ وعده کوى

اسرائیل څلوېښت کاله فلسطینیانو ته سپارل کېږي. د زموږ د پلار استازی یوې شنډې ښځې ته د یو زوی وعده ورکوي چې له رحم څخه بېل شوی وي، او کله چې مانوح غوښتنه کوي، بېرته راځي. د دې میلمه نوم له پوهې پورته دی؛ هغه د قربانګاه په لمبه کې پورته ځي. شمشون زېږي او برکت مومي.

څپرکی 13.

بنى اِسرائيلو بيا د زمونږ پلار په نظر کښې بد کار وکړو، نو هغۀ دوئ د څلوېښتو کالو دپاره د فلستيانو په لاس کښې ورکړل.

د دان د قبيلې د ضورعه يو سړے وو چې نوم يې مانوخ وو، او د هغۀ ښځه شنډه وه چې هيڅ بچى يې نۀ کول.

د زمونږ پلار فرښته هغې ښځې ته څرګنده شوه او ورته يې ووئيل چې، ”تۀ شنډه يې او بچى نۀ لرې، خو اُميدواره به شې او يو زوئ به وزېږوې. نو اوس خيال ساته چې نۀ شراب او نۀ کوم نشه‌ئى څۀ څښې، او هيڅ ناپاک شے مۀ خوره، ځکه چې تۀ به اُميدواره شې او يو زوئ به وزېږوې. د هغۀ سر ته به استرا نۀ رسيږى، ځکه چې دا هلک به د زېږېدو نه د زمونږ پلار نذيرى وى، او هغه به شروع وکړى چې اِسرائيل د فلستيانو د لاس نه خلاص کړى.“

هغه ښځه لاړه او خپل خاوند ته يې ووئيل چې، ”د خُدائ پاک يو بنده ما ته راغلو، او د هغۀ بڼه د زمونږ پلار د فرښتې د بڼې په شان وه، ډېره هيبتناکه. ما ترې تپوس ونۀ کړو چې د کوم ځائ دے، او هغۀ ما ته خپل نوم ونۀ وئيلو. خو هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ’تۀ به اُميدواره شې او يو زوئ به وزېږوې. نو اوس نۀ شراب او نۀ کوم نشه‌ئى څۀ څښه، او هيڅ ناپاک شے مۀ خوره، ځکه چې دا هلک به د زېږېدو نه د خپل مرګ تر ورځې پورې د زمونږ پلار نذيرى وى.‘“

بيا مانوخ زمونږ پلار ته منت زارى وکړه چې، ”اے زما مالِکه پلاره، مهربانى وکړه، هغه د خُدائ پاک بنده چې تا راستولو، دے دې بيا مونږ ته راشى او مونږ ته دې وښئى چې د هغه هلک دپاره چې زېږيږى به، مونږ څۀ وکړو.“

زمونږ پلار د مانوخ آواز واورېدو، او د زمونږ پلار فرښته بيا هغې ښځې ته راغله چې په پټى کښې ناسته وه، خو د هغې خاوند مانوخ ورسره نۀ وو. هغې ښځې ګړندۍ منډه کړه او خپل خاوند ته يې ووئيل چې، ”وګوره، هغه سړے چې تېره ورځ ما ته راغلے وو، بيا ما ته څرګند شوے دے!“

مانوخ پاڅېدو، د خپلې ښځې پسې لاړو او هغه سړى ته راغلو. هغۀ ترې تپوس وکړو چې، ”آيا تۀ هغه سړے يې چې دې ښځې ته دې خبرې کړې وې؟“ هغۀ ووئيل چې، ”زۀ يم.“

مانوخ ووئيل چې، ”کله چې ستا خبرې رښتيا شى، نو د هلک ژوند او کار به څنګه وى؟“

د زمونږ پلار فرښتې مانوخ ته ووئيل چې، ”هغه دې د هر څۀ خيال ساتى چې ما ورته وئيلى دى. هغه دې د انګورو د ونې نه هيڅ شے نۀ خورى، نۀ دې شراب او نۀ کوم نشه‌ئى څۀ څښى، او هيڅ ناپاک شے دې نۀ خورى. هغه دې هر هغه څۀ ساتى چې ما ورته حُکم کړے دے.“

مانوخ د زمونږ پلار فرښتې ته ووئيل چې، ”مهربانى وکړه، پرېږده چې مونږ تا اوسوو، او مونږ به ستا دپاره د چېلۍ يو ورے تيار کړو.“

د زمونږ پلار فرښتې مانوخ ته ووئيل چې، ”کۀ تۀ ما اوسوې هم، زۀ به ستا خوراک ونۀ خورم، خو کۀ تۀ د سوزولو قربانى تيارَوې، نو هغه زمونږ پلار ته پېش کړه.“ (مانوخ ته پته نۀ وه چې دا راغلے مېلمه د زمونږ پلار فرښته ده.).

مانوخ د زمونږ پلار فرښتې ته تپوس وکړو چې، ”ستا نوم څۀ دے، چې کله ستا خبرې رښتيا شى نو مونږ ستا عزت وکړو؟“

د زمونږ پلار فرښتې هغۀ ته ووئيل چې، ”زما د نوم تپوس ولې کوې؟ دا د پوهې نه بهر دے.“

نو مانوخ د چېلۍ ورے او د اناجو نذرانه واخستله او په تيږه باندې يې زمونږ پلار ته پېش کړل، هغه چې عجيب کارونه کوى، او مانوخ او د هغۀ ښځه ګورى. لکه څنګه چې د قربان‌ګاه لمبه آسمان ته پورته شوه، نو د زمونږ پلار فرښته د قربان‌ګاه په لمبه کښې پورته شوه. مانوخ او د هغۀ ښځې دا وليدل او په مخ باندې پرېوتل. د زمونږ پلار فرښته بيا مانوخ او د هغۀ ښځې ته څرګنده نۀ شوه. بيا مانوخ پوهه شو چې هغه د زمونږ پلار فرښته وه. مانوخ خپلې ښځې ته ووئيل چې، ”مونږ به خامخا مړۀ شُو، ځکه چې مونږ زمونږ پلار وليدو!“

د هغۀ ښځې ورته ووئيل چې، ”کۀ زمونږ پلار غوښتل چې مونږ ووژنى، نو هغۀ به زمونږ د لاسونو نه د سوزولو قربانى او د اناجو نذرانه نۀ وه قبوله کړې، نۀ به يې دا ټول مونږ ته ښودلى وُو، او نۀ به يې مونږ ته دا اوس اورولى وُو.“ هغې ښځې يو زوئ وزېږولو او نوم يې سامسون کېښودو. هلک لوئ شو، او زمونږ پلار په هغۀ برکت وکړو. او د زمونږ پلار روح په مَحنه دان کښې، د ضورعه او اِشتاؤل په مينځ کښې، هغه خوځول شروع کړل.