حزقياه د مرګ په دروازه کښې
کله چې زموږ پلار ورته وايي چې روغ به نشي، حزقیاه خپل مخ دېوال ته اړوي او ژاړي. پنځلس کاله ورزیاتیږي، او د لمر سیوری د نښې په توګه شاته ځي. د هغه لیکلې دعا د مرګ د وحشت په اړه بېپردې ده، او په دې پوهې پای ته رسیږي چې ژوندي د هغه ستاینه کوي.
38 1په هغو ورځو کښې حزقياه داسې سخت ناجوړه شو چې د مرګ حال ته ورسېدو. د آموص زوئ يسعياه نبى هغۀ ته راغلو او ورته يې ووئيل چې، ”زمونږ پلار داسې فرمائى چې، د خپل کور بندوبست وکړه، ځکه چې تۀ به مړ شې؛ تۀ به بيا روغ نۀ شې.“
2نو حزقياه خپل مخ دېوال ته واړولو او زمونږ پلار ته يې دُعا وکړه، 3او ويې وئيل چې، ”اے پلاره، مهربانى وکړه، ياده کړه چې ما ستا په حضور کښې په وفادارۍ او په بشپړ زړۀ سره ژوند تېر کړو، او ستا په نظر کښې چې څۀ ښۀ وُو هغه مې وکړل.“ بيا حزقياه په زارو زارو وژړل.
4نو د زمونږ پلار کلام يسعياه ته راغلو چې،
5”لاړ شه او حزقياه ته ووايه چې، ’زمونږ پلار، ستا د نيکۀ داؤد پلار، داسې فرمائى چې، ما ستا دُعا واورېده او ستا اوښکې مې وليدلې. زۀ ستا عمر ته پنځلس کاله ورزياتوم.‘ 6زۀ به تا او دا ښار د اسور د بادشاه نه خلاص کړم؛ زۀ به د دې ښار حفاظت وکړم.
7”دا ستا دپاره د زمونږ پلار له طرفه هغه نښه ده چې هغه به هغه څۀ پوره کړى چې وعده يې کړې ده: 8ګوره، زۀ به هغه سيورے لس زينې بېرته واړوم کوم چې د آحاز په زينه باندې لمر کوز کړے دے.“ نو لمر هغه لس زينې چې کوز شوے وو، بېرته راوګرځېدو.
9د يهوداه د بادشاه حزقياه ليکنه، د هغۀ د ناروغۍ او بيا روغتيا نه پس: 10ما ووئيل چې، ”زما د ژوند په نيمائى کښې به زۀ د قبر دروازو ته لاړ شم؛ زما د پاتې عمر نه زۀ محروم کړے شوم.“ 11ما ووئيل چې، ”زۀ به د ژوندو په ملک کښې پخپله زمونږ پلار ونۀ وينم؛ د دې فانى دُنيا د اوسېدونکو په مينځ کښې به نور انسانان ونۀ وينم. 12زما اوسېدنځائ راپورته کړے شو او د شپون د خيمې په شان زما نه لرې بوتلے شو. ما د اوبدونکى په شان خپل ژوند راونغاړلو؛ هغه ما د اوبدلو د کارګاه نه پرېکوى؛ د ورځې نه تر شپې پورې تۀ ما ختموې. 13ما تر سحره پورې غلے انتظار وکړو، خو هغه د زمرى په شان زما ټول هډوکى ماتوى؛ د ورځې نه تر شپې پورې تۀ ما ختموې. 14د ابابيل يا د کونج په شان زۀ چغار کوم؛ د کونترې په شان ناله کوم. زما سترګې پورته کتلو نه ستړې شوې. اے مالِکه پلاره، زۀ په سختۍ کښې يم؛ زما ضامن شه!“ 15زۀ څۀ ووايم؟ هغۀ ما ته وفرمائيل، او پخپله يې دا پوره کړل. زۀ به د خپل ځان د تريخوالى په سبب خپل ټول عمر په عاجزۍ سره تېر کړم. 16اے مالِکه پلاره، خلق په داسې شيانو سره ژوند کوى، او زما د روح ژوند په دغو ټولو کښې دے. نو ما ته بيا روغتيا راکړه او ژوندے مې پرېږده! 17بېشکه چې ما دا سخت تريخوالے زما د خپلې ګټې دپاره وګاللو. ستا په مينه کښې تا زما ژوند د تباهۍ د کندې نه وساتلو، 18ځکه چې قبر ستا ثنا نۀ شى بيانولے؛ مرګ ستا حمد نۀ شى وئيلے. هغه کسان چې کندې ته کوزيږى، ستا د وفادارۍ اُميد نۀ شى کولے. 19ژوندى، ژوندى — همدوئ ستا ثنا بيانوى، لکه څنګه چې زۀ نن کوم؛ پلار خپلو بچو ته ستا وفادارى ښکاره کوى. 20زمونږ پلار به ما خلاص کړى، او مونږ به د خپل ژوند په ټولو ورځو کښې زما سندرې په تارونو سازونو غږوو، د زمونږ پلار په کور کښې.
21يسعياه وئيلى وُو چې، ”دوئ دې د انځرو يوه ټيکلۍ واخلى او په دُنبل باندې يې ولګوى، نو هغه به روغ شى.“ 22حزقياه پوښتنه کړې وه چې، ”هغه نښه څۀ ده چې زۀ به د زمونږ پلار کور ته پورته لاړ شم؟“