تيطُس ته، زما رښتينى بچى
تيطوس ته هدايات د کريټ په ټاپو کې د مشرانو د ټاکلو او د صحيح عقيدې د ښودلو په باره کې.
1 1پولوس، چې د زمونږ پلار نوکر او د عيسىٰ مسيح رسول دے، د زمونږ پلار د ټاکلو خلقو د ايمان او د هغه حق د پوهې دپاره چې د خُدائ پاک عبادت ته رهنمائى کوى، 2د تل ژوندون په اُميد کښې، چې زمونږ پلار، چې هيچرې دروغ نۀ وائى، د زمانو د شروع نه مخکښې يې وعده کړې وه، 3او په خپل وخت کښې يې خپل کلام د هغه پېغام په وسيله څرګند کړو چې زمونږ پلار، زمونږ خلاصونکى، ما ته د حُکم په وسيله سپارلے وو. 4تيطُس ته، چې په ګډ ايمان کښې زما رښتينى بچى دے: د زمونږ پلار او زمونږ د خلاصونکى مسيح عيسىٰ له فضل او سلامتى درته وى.
هغه مشران چې د پلار خصلت ښکاره کوى
5ما تۀ د دې دپاره په کريت کښې پرېښودې، چې څۀ پاتې دى هغه پوره کړې او په هر ښار کښې مشران مقرر کړې، لکه چې ما درته هدايت کړے وو. 6مشر دې داسې وى چې بېعيبه وى، د يوې ښځې خاوند وى، او بچى يې باايمانه وى چې په بدکارۍ او سرکشۍ تورن نۀ وى. 7ځکه چې نګران، د زمونږ پلار مختار په حيث، بايد بېعيبه وى — نۀ مغرور، نۀ تريخ مزاج، نۀ شرابى، نۀ تندخو، نۀ د ناروا ګټې حريص، 8بلکې مېلمه پال، د نيکۍ سره مينه والا، ضابط، صادق، پاک او صبرناک وى. 9هغۀ له پکار دى چې په هغه قابلِ اعتماد پېغام کلک ونيسى چې ورته ښوولے شوے دے، ترڅو چې هغه په صحيح تعليم سره نصيحت وکړى او د مخالفت کوونکو جواب ورکړى.
10ځکه چې ډېر سرکشه دى، چې بېمعنىٰ خبرې کوى او نور ګمراه کوى — خاص کر د سُنت ډلې. a a v10 ”د سُنت ډله“ هغه يهودى پس منظر لرونکى اُستاذان دى چې ټينګار يې کولو چې غېر يهودى ايماندار بايد سُنت شى ترڅو چې په رښتيا خلاص شى. 11دوى له بندول پکار دى، ځکه چې دا د شرم د ګټې دپاره هغه څۀ ښيى چې نۀ ورته په کار دى، او ټول کورنۍ برباد کوى. 12د دوى نه يو خپل نبى دا ووئيل چې، ”کريتيان تل دروغژن، بد ځناور او سُست مړنى دى.“ 13دا ګواهى رښتيا ده. نو دوى سخت وملامتوئ، دې دپاره چې دوى په ايمان کښې مضبوط شى، 14او د يهوديانو افسانو او د هغه خلقو حُکمونو ته پام مۀ کوئ چې د حق نه مخ اړوى. 15پاکو له هر څۀ پاک دى، خو خرابو او بېايمانو له هيڅ شے پاک نۀ دے، بلکې د دوى ذهن او ضمير دواړه ناپاک شوى دى. 16دوى دعوىٰ کوى چې زمونږ پلار پېژنى، خو په خپلو کارونو سره يې انکار کوى — نفرت وړ، نافرمانه او د هر نيک کار دپاره نااهل دى.