مقدس مکان په خاورو کښې
د آسف د حکمت يو زبور.
مقدس ځای سوځول شوی او په تبرونو مات شوی، هېڅ نبي نه دی پاتې، او هېڅوک نه پوهېږي چې دا به تر کله دوام وکړي. آسف خپل پلار ته د هغه پخواني کارونه وريادوي — د سمندر چاودل، د لوياتان ځپل، د اوړي او ژمي ټاکل — او ترې غواړي چې لوظ ته وګوري.
74 1اے زمونږ پلاره، ولې دې مونږ د تل دپاره پرېښودو؟ ولې ستا غضب ستا د څرګاه په ګډو باندې بل دے؟
2خپله جماعت را په ياد کړه چې پخوا دې خريده کړے وو، چې تا خلاص کړو ترڅو ستا د ميراث قبيله شى، د صيون غر چې تۀ په کښې اوسېدلے يې. 3خپل قدمونه دې ابدى کنډوالو ته راوګرځوه، هغه ټوله تباهى چې دُښمن په مقدس مکان راوستله.
4ستا دُښمنانو ستا د عبادت په ځائ کښې چغې وهلې، هغوئ خپلې بېرغونه د نښانو په طور ودرولې. 5هغوئ د هغو سړو په شان وُو چې د ونو په ګڼ ځنګل کښې لوئې تبرونه رپوى. 6او اوس يې د هغۀ ټول کنده کارى په تبر او څټک ماتوى. 7هغوئ ستا مقدس مکان ته اور ورکړو، د ستا د نوم استوګنځائ يې تر خاورو پورې ناپاک کړو. 8هغوئ په خپلو زړونو کښې ووئيل چې، ”مونږ به د دوئ ټول د عبادت ځايونه يو ځائ کړو.“ هغوئ په مُلک کښې د زمونږ پلار هر د عبادت ځائ وسوزولو.
9مونږ دپاره هيڅ نښانې نۀ وينو، نور نبى نشته، او زمونږ په مينځ کښې هيڅوک نۀ پوهيږى چې تر کله به وى. 10اے زمونږ پلاره، تر کله به دُښمن ملنډې وهى؟ آيا دُښمن به د تل دپاره ستا نوم بدنامه کوى؟ 11ولې خپل لاس، خپل ښى لاس راټولوې؟ د خپلې جامې د غېږې نه يې راوباسه او خاتمه راوله!
12خو زمونږ پلار د ازل نه زما بادشاه دے، چې په ټوله زمکه باندې خلاصون کوى.
13تا په خپل قوت سره سمندر دوه ځايه کړو، تا د اوبو په سر د سمندرى ښامارانو سرونه مات کړل. 14تا د لوياتان سرونه ماشه ماشه کړل، تا هغه د بيابان ځنګلى ژوو ته د خوراک دپاره ورکړو. 15تا چينې او وياله روانې کړې، تا تل روانې سيندونه وچ کړل. 16ورځ ستا ده، شپه هم ستا ده، تا سپوږمۍ او لمر جوړ کړل. 17تا د زمکې ټولې سرحدونه مقرر کړې، تا دوبے او ژمے جوړ کړل.
18اے زمونږ پلاره، دا را په ياد کړه چې دُښمن ملنډې وهى، او يو احمق قوم ستا نوم بدنامه کوى. 19د خپلې کونترې ژوند ځنګلى ژوو ته مۀ ورکوه، د خپلو مظلومانو ژوند د تل دپاره مۀ هېروه. a a v19 ”ستا کونتره“ د خُدائ پاک د قوم، اِسرائيل دپاره يو نرم شاعرانه تمثيل دے.
20لوظ ته پام وکړه، ځکه چې د مُلک تياره ځايونه د ظلم د اډو نه ډک دى. 21مظلوم دې په شرم سره بېرته وا نۀ ګرځى، غريب او مُحتاج دې ستا نوم ثنا وائى.
22اے زمونږ پلاره، پاڅه، د خپل کار جګړه وکړه، را په ياد کړه چې احمق څنګه ټوله ورځ تا پورې ملنډې وهى. 23د خپلو دُښمنانو شور مۀ هېروه، د هغو چغار چې ستا خلاف پاڅيږى، چې هر وخت لوئيږى.