زمونږ پلار ښۀ دے
د آسف يو زبور.
آسف د روغو او مغرورو شتمنو پر حسد نږدې وښوييد. هېڅ شی حل نه شو تر څو چې هغه مقدس ځای ته ننوت او وې ليدل چې د هغوی پای چېرته دی. هغه مني چې حيوان صفته و، او پوهېږي چې هغه څه يې لا دمخه درلودل چې غوښتل يې: د خپل پلار لاس چې د ده لاس يې ټينګ نيولی دی.
73 1رښتيا چې زمونږ پلار د اِسرائيل سره، او د هغو خلقو سره چې پاک زړۀ وى، ښۀ دے.
2خو زما خبره بله ده، زما پښې نژدے وې چې وښوئيږى، زما قدمونه نژدے وو چې وخوزيږى. 3ځکه چې ما په مغرورو خلقو باندې رشک کولو، کله چې ما د بدکارو خوشحالى وليدله. 4ځکه چې هغوئ د مرګ په وخت کښې کوم درد نۀ محسوسوى، د هغوئ بدنونه روغ او چاغ دى. 5هغوئ د نورو په شان په مصيبت کښې نۀ دى، د نورو انسانانو په شان په تکليف اخته نۀ دى. 6دې دپاره غرور د هغوئ غاړۀ کۍ ده، ظلم يې د جامو په شان پوښلے دے. 7د هغوئ سترګې د چاغتوب نه راوتلى دى، د هغوئ د زړونو خيالونه بېبند ګرځى. 8هغوئ ملنډې وهى او په بدنيتۍ خبرې کوى، له اوچتائى نه د ظلم ګواښ کوى. 9هغوئ خپلې خولې د آسمان په مقابله کښې خلاصوى، او د هغوئ ژبه په زمکه باندې ګرځى. 10دې دپاره د هغۀ خلق هم هغوئ ته ورګرځى، او په ډېرو مقدارو اوبۀ څښى. 11او هغوئ وائى چې، ”خُدائ پاک به دا څنګه پوهيږى؟ آيا تر ټولو اوچت ذات کښې علم شته؟“ 12وګوره، دا بدکاران دى، چې تل په آرام کښې دى او مال يې زياتيږى.
13يقيناً ما خپل زړۀ بېفائدې پاک ساتلے دے او خپل لاسونه مې په بېګناهۍ ووينځل. 14ځکه چې زۀ ټوله ورځ وهلے شوے يم او هره سحر ملامته کړے شوے يم.
15کۀ ما داسې وئيلى وَى چې، ”زۀ به داسې خبرې کوم،“ 16کله چې ما کوشش وکړو چې په دې ټولو خبرو پوهه شم، 17ترڅو چې زۀ د زمونږ پلار مقدس ځائ ته ورننوتم، بيا زۀ د هغوئ په انجام پوهه شوم. 18رښتيا چې تۀ هغوئ په خطرناکو ځايونو کښې ږدې، تۀ هغوئ د تباهۍ په طرف غورزوې. 19هغوئ به يو دم څنګه برباد شى، د وېرو په وجه به پوره پوره له منځه لاړ شى! 20لکه خوب چې څوک ويښيږى، اے بادشاهه پلاره، چې کله تۀ راپاڅېږې، نو تۀ به هغوئ د خيالونو په شان حقير وګڼې.
21کله چې زما زړۀ تريخ شوے وو او زۀ د ننه زخمى شوم، 22زۀ بېعقله او ناپوهه وم، ستا په مقابله کښې زۀ د څاروى په شان وم. 23خو بيا هم زۀ تل ستا سره يم، تۀ زما ښۍ لاس نيسې. 24تۀ ما په خپل مشورې سره لار ښايې، او بيا به تۀ ما جلال ته بوځې. 25په آسمان کښې ستا نه بغير زما څوک شته؟ او په زمکه باندې ستا نه بغير بل هېڅ نشته چې زۀ يې خواهش ولرم. 26زما غوښه او زما زړۀ کمزورے شى، خو زمونږ پلار زما د زړۀ طاقت او تل دپاره زما برخه دے.
27ځکه چې هغه څوک چې ستا نه لرې دى، هغوئ به هلاک شى، تۀ هر هغه څوک له منځه وړې چې ستا سره بېوفا وى. 28خو زما دپاره، د زمونږ پلار نژدے کېدل ښۀ دى، ما بادشاه پلار خپله پناه ګاه جوړه کړې ده، نو زۀ ستا د ټولو کارونو بيان کولے شم.