دان د مېشت کېدو دپاره د ځائ په لټه کښې
د بې ځمکې دان کتونکي د میکا له مزدور کاهن څخه د زموږ د پلار د خبرې غوښتنه کوي او یو ښه ځواب ترلاسه کوي. شپږ سوه وسله وال سړي بېرته راځي، زیارت ځای لوټوي، او کاهن ته یوه لویه ټولنه وړاندې کوي، او هغه په خوښۍ ورسره ځي. هغوی یو سوله ییز ښار په توره وژني او بت درولوي.
18 1په هغه ورځو کښې د اِسرائيلو هيڅ بادشاه نۀ وو. د دان قبيله د مېشت کېدو دپاره د ملک په لټه کښې وه، ځکه چې تر هغه وخته پورې د اِسرائيلو د قبيلو په مينځ کښې هغوئ ته هيڅ ميراث نۀ وو رسېدلے. 2د دان قوم خپل خاندان نه، د ضرعه او اِشتاؤل نه، پينځۀ تکړه سړى ولېږل چې د ملک جاسوسى او څېړنه وکړى. هغوئ ته يې ووئيل چې، ”لاړ شئ، د ملک څېړنه وکړئ.“ هغوئ د اِفرائيم غرنى علاقې ته، د ميکاه کور ته ورسېدل او هلته يې شپه تېره کړه.
3د ميکاه کور ته نزدې هغوئ د ځوان لاوى اواز وپېژندلو، نو هغه خوا ته ورواړؤل شول او هغۀ ته يې ووئيل چې، ”تا دلته چا راووستو؟ تۀ په دې ځائ کښې څۀ کوې؟ تا سره دلته څۀ شته؟“
4هغۀ ورته ووئيل چې، ”ميکاه زما دپاره داسې او هسې وکړل، هغۀ زۀ په مزدورۍ ونيولم او زۀ د هغۀ کاهن شوم.“
5هغوئ هغۀ ته ووئيل چې، ”مهربانى وکړه، زمونږ پلار نه وپوښته، ترڅو مونږ ته پته ولګى چې دا سفر چې مونږ يې کوو کامياب به شى کۀ نه.“
6کاهن هغوئ ته ووئيل چې، ”په سلامتۍ سره لاړ شئ. ستاسو سفر د زمونږ پلار په نظر کښې دے.“
7نو هغه پينځۀ سړى لائش ته لاړل او هغوئ وليدل چې د هغه ځائ خلق د صيدا د خلقو په شان په امن سره اوسېږى، ارام او بې فکره، په ملک کښې يې هيڅ شے نۀ وو کم او مال دولت يې درلودو. هغوئ د صيدا د خلقو نه ليرې وُو او د هيچا سره يې هيڅ معامله نۀ وه. 8کله چې هغوئ ضرعه او اِشتاؤل کښې خپلو خپلوانو ته بېرته راغلل، نو هغوئ ترې وپوښتل چې، ”تاسو څۀ وليدل؟“
9هغوئ ووئيل چې، ”پاڅئ، چې په هغوئ حمله وکړو! مونږ هغه ملک وليدو، ډېر ښۀ دے. تاسو به هيڅ نۀ کوئ؟ د ملک د نيولو دپاره په تلو کښې دېر مۀ کوئ. 10کله چې تاسو ورسئ، نو تاسو به داسې قوم ته ورسئ چې بې فکره دے او په پراخ ملک کښې دے. زمونږ پلار دا تاسو ته درکړے دے، داسې ځائ چې په زمکه باندې هيڅ شے پکښې کم نۀ دے.“
11د دان د خاندان شپږ سوه سړى چې د جنګ په وسلو سمبال وُو، د ضرعه او اِشتاؤل نه روان شول. 12هغوئ پورته لاړل او يهوداه کښې قريت يعاريم کښې يې خېمې ولګولې. د دې دپاره هغه ځائ ته تر نن ورځې پورې محنه دان وئيلے شى، دا د قريت يعاريم د لوېدو په لور پروت دے. 13هغوئ د هغه ځائ نه د اِفرائيم غرنى علاقې ته واوختل او د ميکاه کور ته ورسېدل.
14نو هغه پينځۀ سړو چې د لائش د ملک جاسوسى يې کړې وه خپلو خپلوانو ته ووئيل چې، ”تاسو ته پته ده چې په دې کورونو کښې يو اېفود، د کور بتان، يو تراشلے بت او يو ډالے شوے بت دے؟ نو اوس فيصله وکړئ چې څۀ وکړئ.“ 15نو هغوئ هغه خوا ته ورواړؤل شول او د ځوان لاوى کور ته، د ميکاه کور ته راغلل او هغۀ ته يې سلام وکړو. 16د دان شپږ سوه سمبال سړى د دروازې په خوله کښې ودرېدل. 17هغه پينځۀ سړى چې د ملک جاسوسى يې کړې وه ور ننوتل او تراشلے بت، اېفود، د کور بتان او ډالے شوے بت يې واخستل، او کاهن د دروازې په خوله کښې د شپږ سوو سمبالو سړو سره ودرېدلو.
18کله چې دا سړى د ميکاه کور ته ور ننوتل او تراشلے بت، اېفود، د کور بتان او ډالے شوے بت يې واخستل، نو کاهن هغوئ ته ووئيل چې، ”تاسو څۀ کوئ؟“
19هغوئ ووئيل چې، ”چُپ شه! خپل لاس په خپله خوله کېږده او زمونږ سره راشه. زمونږ پلار او کاهن شه. تا دپاره څۀ ښۀ دى، چې د يو سړى کور ته کاهن شې، کۀ په اِسرائيلو کښې يوې قبيلې او خاندان ته؟“
20د کاهن زړۀ خوشحاله شو. هغۀ اېفود، د کور بتان او تراشلے بت واخستل او د خلقو په مينځ کښې لاړو. 21بيا هغوئ وګرځېدل او روان شول، ماشومان، څاروى او خپل مال سامان يې د ځان مخکښې کړل. 22کله چې هغوئ د ميکاه کور نه ليرې لاړل، نو هغه سړى چې د کور نزدې وُو راغونډ شول او د دان قوم ورسره ونښتل. 23هغوئ د دان قوم ته چغې کړې، نو هغوئ وګرځېدل او ميکاه ته يې ووئيل چې، ”تا ته څۀ شوى دى چې خپل خلق دې راغونډ کړل؟“
24هغۀ ووئيل چې، ”تاسو هغه بتان چې ما جوړ کړى وُو او کاهن مو هم بوتلو او لاړئ. اوس زما سره څۀ پاتې دى؟ نو تاسو زما نه څنګه پوښتۍ چې، ’تا ته څۀ شوى دى؟‘“
25د دان قوم هغۀ ته ووئيل چې، ”خپل اواز زمونږ په مينځ کښې مۀ اورَوه، ګنې قهر جن سړى به در باندې حمله وکړى او تۀ به خپل ژوند او د خپل کور د خلقو ژوند له لاسه ورکړې.“
26د دان قوم خپلې لارې ته روان شو، او کله چې ميکاه وليدل چې هغوئ ترې ډېر زورور دى، نو هغه بېرته خپل کور ته وګرځېدو. 27هغوئ هغه څۀ چې ميکاه جوړ کړى وُو او د هغۀ کاهن واخستل او لائش ته راغلل، داسې يو ارام او بې فکره قوم ته، هغوئ يې د تُورې په دم ووژل او ښار يې په اور باندې وسوزولو. 28هيچا نۀ شو کولے چې هغوئ خلاص کړى، ځکه چې ښار د صيدا نه ليرې پروت وو او د هيچا سره يې هيڅ تعلق نۀ وو. دا په هغه وادى کښې پروت وو چې د بيت رحوب ده. د دان قوم ښار بيا جوړ کړو او هلته مېشت شول. 29هغوئ د ښار نوم دان کېښودو، د خپل نيکۀ دان په نامه، چې د اِسرائيل زوئ وو، خو د دې ښار نوم مخکښې لائش وو. 30د دان قوم خپل ځان دپاره هغه تراشلے بت ودرولو. يُونتن، د ګرشوم زوئ، د موسىٰ زوئ، او د هغۀ زامن د دان قبيلې ته کاهنان وُو ترهغې ورځې پورې چې د ملک خلق بنديوان بوتلے شول. 31هغوئ خپل ځان دپاره هغه تراشلے بت ودرولو چې ميکاه جوړ کړے وو، تر هغه ټول وخته پورې چې د زمونږ پلار کور په شيلوه کښې وو.