چاپ شوی
کتاب

په قانا کښې يوه وادۀ

په قانا کې په يوه واده کې شراب خلاصېږي، او عيسىٰ په چوپتيا د مينځلو د اوبو شپږ منګي د شپې په غوره شرابو بدلوي. بيا په يروشلم کې هغه پلورونکي په قمچينه شړي، او معبد د خپل پلار کور بولي، نه بازار.

څپرکی 2.

په دريمه ورځ د ګليل په قانا کښې يوه وادۀ وشوه، او د عيسىٰ مور هلته وه. عيسىٰ او د هغۀ مريدان هم وادۀ ته بللے شوى وُو. کله چې مے ختم شو، نو د عيسىٰ مور هغۀ ته ووئيل چې، ”د دوئ سره مے نشته.“

عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”اے ښځې، تۀ ولې ما په دې کار کښې راکاږې؟ زما وخت لا تر اوسه نۀ دے راغلے.“

د هغۀ مور نوکرانو ته ووئيل چې، ”څۀ چې هغه تاسو ته وائى، هغه وکړئ.“

هلته د کاڼى شپږ ګيلاس د اوبو ودرول شوى وُو، چې د يهوديانو د پاکولو دپاره کارېدل، او هر يو کښې شل نه تر دېرشو ګيلنه اوبۀ ځايَيدلې. a a v6 هر ګيلاس کښې نژدې شل نه تر دېرشو ګيلنه (پنځۀ اويا نه تر يو سل پنځلسو ليټره) اوبۀ ځايَيدلې — دا لوى لوښى وُو.

عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”دا ګيلاس په اوبو ډک کړئ،“ نو هغوئ تر خولې پورې ډک کړل. بيا يې هغوئ ته وفرمائيل چې، ”اوس يو څۀ راوباسئ او د دعوت مشر ته يې يوسئ.“ نو هغوئ هم داسې وکړل.

د دعوت مشر هغه اوبۀ وڅکلې چې اوس مے شوى وُو، او دا يې نۀ وو معلوم چې دا له کومه راغلے دے، خو هغه نوکران چې اوبۀ يې راايستلې وې، هغوئ پوهېدل. نو هغۀ زوم په ګوښه کښې راوبللو، او ورته يې ووئيل چې، ”هر څوک اول ښۀ مے وړاندې کوى، او کله چې مېلمانۀ نشه شى نو بيا کمتر مے، خو تا تر اوسه پورې ښۀ مے ساتلے دے.“ عيسىٰ د ګليل په قانا کښې دا اوله نښه وکړه. هغۀ خپله لوئى څرګنده کړه، او د هغۀ مريدانو په هغۀ ايمان راوړو.

د دې نه پس هغه د خپلې مور، وروڼو او مريدانو سره کفرنحوم ته ښکته لاړو، او هلته يې څو ورځې تېرې کړې.

کله چې د يهوديانو فسح نژدې وه، نو عيسىٰ يروشلم ته پورته لاړو.

د بيت المقدس د احاطې پاکول

د بيت المقدس په احاطه کښې هغۀ د غوايانو، ګډو او کوترو خرڅوونکى وموندل، او نور خلق چې د مے بدلولو دپاره په مېزونو ناست وُو. هغۀ د رسيو يوه کوړه جوړه کړه، او دا ټول يې د بيت المقدس د احاطې نه وشړل، ګډې او غوايان هم، او د مے بدلوونکو سکې يې تويې کړې او مېزونه يې نسکور کړل.

د کوترو خرڅوونکو ته يې وفرمائيل چې، ”دا د دې ځاى نه يوسئ! زما د پلار کور بازار مۀ جوړوئ.“

د هغۀ مريدانو ته ياد شول چې ليکلى دى چې، ”ستا د کور جوش به ما وخورى.“

نو يهوديانو تپوس وکړو چې، ”تۀ به مونږ ته کومه نښه وښايَې چې دا کارونه کوې؟“

عيسىٰ هغوئ ته جواب ورکړو چې، ”دا بيت المقدس ونړوئ، او زۀ به يې په دريو ورځو کښې بيا جوړ کړم.“

هغوئ جواب ورکړو چې، ”دا بيت المقدس د جوړولو دپاره شپږ څلوېښت کاله ونيول، او تۀ به يې په دريو ورځو کښې جوړ کړې؟“ خو هغه بيت المقدس چې د هغۀ خبره وه، هغه د هغۀ بدن وو. کله چې هغه د مړو نه راژوندے شو، نو د هغۀ مريدانو ته ياد شول چې هغۀ دا وئيلى وُو، او هغوئ په کتاب مقدس او په هغه خبره ايمان راووړو چې عيسىٰ کړې وه.

کله چې هغه د فسح په وخت کښې په يروشلم کښې وو، نو ډېرو خلقو هغه نښې وليدلې چې هغۀ کولې، او د هغۀ په نوم يې ايمان راووړو.

خو عيسىٰ خپل ځان هغوئ ته ونۀ سپارلو، ځکه چې هغه په ټولو خلقو پوهېدلو. هغۀ ته د چا د ګواهۍ ضرورت نۀ وو د انسان په حقله، ځکه چې هغه پوهېدلو چې د هر يو په زړۀ کښې څۀ دى.