هيروديس کليسا ته زيان رسوى
هيرودېس يعقوب وژني او پطروس بندي کوي. د زمونږ پلار يوه پرښته د شپې زنځيرونه ماتوي او دروازې پخپله خلاصېږي؛ پطروس ګومان کوي چې خوب ويني. د دعا په غونډه کې يوې وينځې ته ويل کېږي چې لېونۍ ده. هيرودېس، چې د يوه خدای په توګه ستايل کېږي، مري.
12 1نږدې هم په هغه وخت کښې بادشاه هيروديس په کليسا کښې په ځنو کسانو باندې حمله وکړه او غوښتل يې چې هغوئ ته زيان ورسوى. 2هغۀ د يوحنا ورور يعقوب په تُوره ووژلو. 3کله چې هغۀ وليدل چې دې کار يهوديان خوشحاله کړل، نو د فطير په ورځو کښې يې پطروس هم ونيولو. 4هغۀ ونيولو، قېد يې کړو او د ساتنې دپاره يې د څلورو سپاهيانو څلور ډلو ته وسپارلو، او غوښته يې چې د فسح د اختر نه پس هغه د خلقو مخکښې راوباسى.
5نو پطروس په قېدخانه کښې ساتلے کېدو، خو کليسا د هغۀ دپاره زمونږ پلار ته په زړۀ سوزى دُعا کوله. 6په هغه شپه چې کله هيروديس غوښتل چې هغه راوباسى، پطروس د دوو سپاهيانو په مينځ کښې ويدۀ وو، په دوو زنځيرونو تړلے وو، او د دروازې مخکښې پهره دارانو د قېدخانې پهره کوله. 7ناڅاپه د زمونږ پلار يو فرښته د هغۀ سره ودرېدو او په کوټه کښې رڼا شوه. هغۀ د پطروس په اړخ باندې وواهلو، راويښ يې کړو او ورته يې ووئيل چې، ”ژر پاڅه.“ نو زنځيرونه د هغۀ د لاسونو نه راولوېدل. 8فرښتې ورته ووئيل چې، ”کپړې واغونده او خپلې څپلۍ په پښو کړه.“ پطروس همداسې وکړل. بيا فرښتې ورته ووئيل چې، ”خپله چادر پر ځان راتاؤ کړه او زما پسې راشه.“ 9نو پطروس ووتلو او د هغۀ پسې روان شو، خو هغۀ ته پته نۀ وه چې د فرښتې دا کارونه حقيقى دى، هغۀ ګڼله چې کوم خواب وينم. 10هغوئ اول او دوېم پهرې نه تېر شول او د ښار اوسپنيزې دروازې ته ورسېدل چې هغه په خپله ورته پرانستے شوه. هغوئ ووتل، د يوې ناحيې نه لاړل او ناڅاپه فرښته د هغۀ نه بېله شوه.
11بيا پطروس په هوش راغلو او ووئيل يې چې، ”اوس زۀ په يقين سره پوهه شوم چې زمونږ پلار خپل فرښته راولېږلو او زۀ يې د هيروديس د لاس نه او د يهودى قوم د هر هغه څۀ نه خلاص کړم چې د هغوئ اُميد وو.“ 12کله چې هغۀ په دې پوهه شو، نو د مريم کور ته لاړو چې هغه د هغه يوحنا مور وه چې مرقوس هم ورته وئيلے کېدو، او هلته ډېر خلق راټول شوى وو او دُعا يې کوله. 13کله چې پطروس د دروازې د ور ټکوهلو، نو روده په نامه يوه نوکرانۍ جواب ورکولو ته راغله. 14کله چې هغې د پطروس اواز وپېژندلو، نو د خوشحالۍ نه يې دروازه پرانسته نه، بلکې مينځ ته منډه کړه او خبر يې ورکړو چې پطروس د دروازې مخکښې ولاړ دے.
15هغوئ ورته ووئيل چې، ”تۀ لېونۍ يې.“ خو هغې ټينګار وکړو چې دا رښتيا دى. نو هغوئ ووئيل چې، ”دا به د هغۀ فرښته وى.“ 16خو پطروس برابر ور ټکوهلو او کله چې هغوئ دروازه پرانسته او هغه يې وليدو، نو حېران پاتې شول. 17هغۀ په خپل لاس اشاره وکړه چې خاموشه شئ او ورته يې وښودل چې زمونږ پلار څنګه هغه د قېدخانې نه راوويستلو. هغۀ ووئيل چې، ”دا خبره يعقوب او نورو وروڼو ته وکړئ.“ بيا هغه بل ځائ ته لاړو.
18کله چې سحر شو، نو د سپاهيانو په مينځ کښې ډېر ګړبړ شو چې پطروس به څۀ شوے وى. 19هيروديس هغه ولټولو او کله چې يې ونۀ موندلو، نو پهره داران يې وپوښتل او حُکم يې ورکړو چې هغوئ دې ووژلے شى. بيا هغه د يهوديه نه قيصريه ته کوز لاړو او هلته پاتې شو.
زمونږ پلار هيروديس هلاکوى
20هيروديس د صور او صيدا په خلقو ډېر غصه وو. نو هغوئ ټول په يوه کښې هغۀ ته راغلل، او کله چې يې د بادشاه د خاص خادم بلاستوس په خپل طرف کړلو، نو سلامتى يې وغوښته، ځکه چې د هغوئ ملک د خوراک دپاره د بادشاه په ملک پورې تړلے وو. 21نو په ټاکلې ورځ هيروديس شاهى جامې واغوستلې، په تخت باندې کښېناستو او هغوئ ته يې خطاب وکړو. 22او خلقو چغې وهلې چې، ”دا د کوم بت اواز دے، نۀ د انسان!“ 23همدغه وخت د زمونږ پلار يو فرښته هغه ووهلو، ځکه چې هغۀ زمونږ پلار ته جلال ورنۀ کړو، نو چينجو هغه وخوړلو او هغه مړ شو.
24خو د زمونږ پلار کلام برابر لوئېدو او خپرېدو. 25برنباس او ساؤل خپله خدمت پوره کړو او د يروشلم نه بيرته راستانه شول، او هغه يوحنا يې هم د ځان سره راوستلو چې مرقوس هم ورته وئيلے کېدو.