چاپ شوی
کتاب

زما ګټ، زما پناه ګاه

د داؤد زبور.

داؤد په هغو لاسونو پیل کوي چې د جګړې لپاره روزل شوي، او سمدستي مني چې انسان څومره کوچنی دی: یوه ساه، یو تېرېدونکی سیوری. هغه له خپل پلار څخه غواړي چې آسمان ټیټ کړي او هغه له دروغجنو وژغوري. بیا هغه سوله بیانوي چې غواړي یې: ډک ګودامونه او وده کوونکي ماشومان.

څپرکی 144.

مبارک دے زما پلار، زما ګټ، چې زما لاسونه د جنګ دپاره او زما ګوتې د لړائۍ دپاره روزى، زما مينه او زما قلعه، زما پناه ګاه او زما خلاصونکے، زما ډال چې پناه پکښې اخلم، چې قومونه زما لاندې تابع کوى.

اے زما پلاره، اِنسان څۀ شے دے چې تۀ ورته پام کوې، او د اِنسان زوئ څۀ دے چې تۀ د هغۀ خيال ساتې؟ اِنسان د ساه په شان دے، د هغۀ ورځې د تېرېدونکى سيورى په شان دى.

اے زما پلاره، خپل آسمانونه ټيټ کړه او راکوز شه، غرونو ته لاس وروړه چې لوګے ترې پورته شى. خپلے برېښنا وځلوه او هغوئ وشينده، خپل غشى وولوله او هغوئ وتښتوه. د پاسه نه خپل لاس راوغزوه، ما بچ کړه او د لوئو اوبو نه او د پردو د لاس نه مې خلاص کړه، چې د هغوئ خولې دروغ وائى او د هغوئ ښى لاس دروغجن قسم خورى.

اے زما پلاره، زۀ به تا له نوے سندره وايم، په لس تاره رباب باندې به تا له ساز غږوم، هغۀ ته چې بادشاهانو ته فتح ورکوى، چې خپل نوکر داؤد د ظالمې تُورې نه بچ کوى.

ما بچ کړه او د پردو د لاس نه مې خلاص کړه، چې د هغوئ خولې دروغ وائى او د هغوئ ښى لاس دروغجن قسم خورى.

نو زمونږ زامن به د هغه بوټو په شان وى چې په خپل ځوانۍ کښې اوږده شوى وى، او زمونږ لوڼه به د ګوټ د ستنو په شان وى چې د محل دپاره توږلے شوى وى. زمونږ ګودامونه به ډک وى او هر قِسم فصل به ورکوى، زمونږ رمې به په زرهاؤ زياتې شى، په خپلو پټو کښې به په لکهاؤ شى، زمونږ غوائى به بار وړونکى وى، نۀ به د ديوالونو ماتېدل وى، نۀ به اسيرى ته تلل وى او نۀ به زمونږ په کوڅو کښې د غم نارې وى. مبارک دى هغه خلق چې دا شيان ورسره وى، مبارک دى هغه خلق چې زمونږ پلار د هغوئ خپل وى.