زما پلاره، زما بادشاها
د حمد زبور. د داؤد.
د داؤد یوه الفبايي ستاینه چې پراخېږي او پراخېږي: یو نسل د هغه د پلار کارونه بل نسل ته ستايي، کله چې هغه خپل لاس پرانیزي هر مخلوق ماړه کېږي، او هر هغه څوک چې لوېږي ټینګ ساتل کېږي. ویل کېږي چې د هغه مهرباني د هغه پر ټولو جوړو شویو شیانو پرته ده.
145 1زۀ به ستا لوئى بيانوم، اے زما پلاره، زما بادشاها، او زۀ به ستا نوم تل تر تله برکت وايم.
2هره ورځ به زۀ ستا برکت وايم، او زۀ به ستا نوم تل تر تله ستايم. 3زمونږ پلار لوئ دے، او د ستائنې ډېر لائق دے؛ د هغۀ لوئى څوک نۀ شى درک کولے.
4يو نسل به بل نسل ته ستا د کارونو تعريف کوى، او ستا د قدرت کارونه به بيانوى. 5زۀ به ستا د جلال په شاندار لوئۍ باندې او ستا په عجيبه کارونو باندې غور کوم. 6هغوئ به ستا د هيبتناکو کارونو د قدرت بيان کوى، او زۀ به ستا د لوئۍ اعلان کوم. 7هغوئ به ستا د ډېرې نيکۍ د شُهرت نه ډک شى، او ستا د صداقت په خوشحالۍ سره سندرې وائى.
8زمونږ پلار مهربان او د رحم نه ډک دے، په غصه کښې کم او په مينه کښې لوئ دے. 9زمونږ پلار په ټولو باندې مهربان دے، او د هغۀ د رحم زړۀ د خپلو ټولو پېدا کړو شيانو باندې دے. 10ستا ټول کارونه به ستا شُکر اداء کوى، اے زمونږ پلاره، او ستا وفاداران به ستا برکت وائى. 11هغوئ به ستا د بادشاهۍ د جلال خبرې کوى، او ستا د قدرت بيان کوى، 12دې دپاره چې د بنى آدمو بچو ته ستا د قدرت کارونه او ستا د بادشاهۍ شاندار لوئى ښکاره کړى. 13ستا بادشاهى د تل بادشاهى ده، او ستا حکومت د ټولو نسلونو په اوږدو کښې قائم وى. زمونږ پلار په خپلو ټولو خبرو کښې وفادار دے او په خپلو ټولو کارونو کښې مهربان دے. a a v13 دا کرښه د عبرانى قلمى نسخو په اکثرو کښې نشته خو د بحرِ مُردار په طومارونو او په قديمه يونانى کښې موجوده ده. دا زبور د عبرانى الفبې په ترتيب روان دے، او د دې کرښې نه بغير يو حرف کم شى.
14زمونږ پلار هغه ټول چې غورزيږى سنبالوى، او هغه ټول چې ټيټ شوى وى پورته کوى. 15د ټولو سترګې تا ته ګورى، او تۀ هغوئ ته د هغوئ خوراک په خپل وخت ورکوې. 16تۀ خپل لاس خلاصوې، او د هر ژوندى شى حاجت پوره کوې.
17زمونږ پلار په خپلو ټولو لارو کښې صادق دے او په خپلو ټولو کارونو کښې وفادار دے. 18زمونږ پلار هغه ټولو ته نژدے دے چې هغۀ ته سوال کوى، هغه ټولو ته چې په رښتيا سره هغۀ ته سوال کوى. 19هغه د هغه کسانو حاجت پوره کوى چې ترې يرېږى؛ هغه د هغوئ فرياد اورى او هغوئ ته خلاصون ورکوى. 20زمونږ پلار د هغه ټولو ساتنه کوى چې ورسره مينه کوى، خو ټول بدکاران به هلاک کړى.
21زما خوله به د زمونږ پلار ستائنه کوى؛ دې دپاره چې هر ژوندے شے د هغۀ د پاک نوم برکت ووائى تل تر تله.