چاپ شوی
کتاب

هللوياه

خپله هیله په شهزادګانو مه تړئ. د هغوی پلانونه په همغه ورځ له هغوی سره مري چې هغوی مري. بدیل یې زموږ پلار دی، او هغه د خپلو رښتینو کارونو له مخې یادېږي: د مظلومانو لپاره عدالت، د وږو لپاره ډوډۍ، د بندیانو آزادي، او د پردیو، یتیمانو او کونډو ساتنه.

څپرکی 146.

هللوياه! اے زما روحه، د زمونږ پلار ثناء بيان کړه.

تر څو چې ژوندے يم، د زمونږ پلار ثناء به بيانوم؛ تر څو چې ساه لرم، د زمونږ پلار دپاره به سندرې وايم.

په اميرانو باندې اعتماد مۀ کوئ، په داسې انسان باندې چې مرګے دے او تاسو نۀ شى خلاصولے. د هغۀ روح وځى، هغه بيرته خاورو ته ورګرځى؛ په هم هغه ورځ د هغۀ ټولې ارادې ختمې شى. نيکمرغه دے هغه څوک چې د يعقوب خُدائ پاک يې مددګار وى، او اُميد يې په زمونږ پلار باندې وى.

هغه د آسمان او د زمکې پېدا کوونکے دے، د سمندر او د هغه ټولو شيانو چې په دوى کښې دى؛ هغه تل وفادارى ساتى. هغه په مظلومانو انصاف کوى؛ هغه وږو ته ډوډۍ ورکوى. زمونږ پلار بنديان آزادوى. زمونږ پلار د ړندو سترګې خلاصوى؛ زمونږ پلار هغه کسان پورته کوى چې کوزيدلى وى؛ زمونږ پلار د صادقانو سره مينه کوى. زمونږ پلار د پردو ساتنه کوى؛ هغه د يتيم او کونډې ملاتړ کوى، خو د بدکارانو لاره هغه برباده کوى.

زمونږ پلار به تل بادشاهى کوى—ستا پلار، اے صيون، د نسل په نسل. هللوياه!