چاپ شوی
کتاب

د ثنا ويل څومره ښۀ دى

زموږ پلار ستوري شمېري او هر یو ته نوم ورکوي، او همدارنګه د زړه ماتو ټپونه تړي. هغه واوره او ږلۍ رالېږي، بیا هغه کلمه رالېږي چې ویې ویلي کوي. هغه څه چې هغه خوشحالوي د آسونو زور یا د انسان ځواک نه دی، بلکې هغه خلک دي چې د هغه په مینه هیله لري.

څپرکی 147.

هلليلويا! زمونږ پلار ته د ثنا ويل څومره ښۀ دى؛ د هغۀ ثنا ويل څومره خوندور او مناسب دى.

زمونږ پلار يروشلم آبادوى؛ هغه د اِسرائيل خواره واره خلق راجمع کوى. هغه د مات زړۀ خلقو شفا ورکوى او د هغوئ زخمونه تړى. هغه ستوري شمېرى؛ هغه هر يو په نوم بولى. زمونږ حاکم پلار لوئ دے او په قُدرت کښې زورور دے؛ د هغۀ فهم د اندازې نه زيات دے. زمونږ پلار عاجزان اوچتوى؛ هغه بدکاران زمکې ته راغورزوى.

زمونږ پلار ته د شکر سندرې ووايئ؛ هغۀ ته په رباب باندې مُوسيقى غږوئ. هغه آسمان په وريځو پټوى؛ هغه زمکې ته باران رالېږى؛ هغه په غرونو باندې واښۀ زرغونوى. هغه حيواناتو ته د هغوئ خوراک ورکوى، او د کارغۀ بچو ته کله چې هغوئ چغې وهى. د هغۀ خوشحالى د آس په زور کښې نۀ ده، او نۀ د هغۀ خوند د سړى په پښو کښې دے. د زمونږ پلار زړۀ په هغه کسانو خوشحالېږى چې د هغۀ نه يرېږى، په هغه کسانو چې د هغۀ په مينه اُميد لرى.

اے يروشلمه، زمونږ پلار ثنا ووايه! اے صيونه، خپل پلار ثنا ووايه! ځکه چې هغه ستا د دروازو ارغلکونه مضبوطوى؛ هغه ستا په دېوالونو کښې ستا بچو ته برکت ورکوى. هغه ستا سرحدونو ته سلامتى راولى؛ هغه تا په اعلىٰ غنمو موړوى. هغه خپل حُکم زمکې ته لېږى؛ د هغۀ کلام په تېزۍ سره منډه وهى. هغه واوره د وړۍ په شان ورکوى؛ هغه پالا د ايرو په شان خوروى. هغه خپل ږلۍ د ټوټو په شان راغورزوى؛ د هغۀ د يخنۍ مخکښې څوک ولاړېدے شى؟ هغه خپل کلام لېږى او يخ وېلے کوى؛ هغه خپله هوا ګرځوى، او اوبۀ بهيږى. هغه خپل کلام يعقوب ته بيانوى، خپل قانونونه او حُکمونه اِسرائيل ته. هغه دا کار د بل هيڅ قوم دپاره نۀ دے کړے؛ هغوئ د هغۀ حُکمونه نۀ پېژنى. هلليلويا!