اے ټول مخلوقاته، د هغۀ ثنا وکړئ
له پورته څخه ښکته د ستاینې نوملړ: پرښتې، لمر او سپوږمۍ، بیا سمندري ژوي، هوا، غرونه، ونې، څاروي، پاچایان او ماشومان. هر هغه څه چې نوم یې اخیستل شوی د امر په واسطه جوړ شوي، او له هر څه غوښتل کېږي چې په یوه نوم ځواب ورکړي: زموږ پلار.
148 1هللويا! د آسمانونو نه زمونږ د پلار ثنا وکړئ؛ په اوچتو ځايونو کښې يې ثنا وکړئ. 2اے د هغۀ ټولو فرښتو، د هغۀ ثنا وکړئ؛ اے د هغۀ ټولو لښکرو، د هغۀ ثنا وکړئ. 3اے نمره او سپوږمۍ، د هغۀ ثنا وکړئ؛ اے ټولو ځلېدونکو ستورو، د هغۀ ثنا وکړئ. 4اے تر ټولو اوچتو آسمانونو، د هغۀ ثنا وکړئ، او اے د آسمانونو نه پورته اوبو. 5دوئ دې زمونږ د پلار د نوم ثنا وکړى، ځکه چې هغۀ حُکم وکړو او دوئ پېدا شول. 6هغۀ دوئ د تل دپاره قائم کړل؛ هغۀ داسې حُکم ورکړو چې هيڅکله به ختم نۀ شى.
7د زمکې نه زمونږ د پلار ثنا وکړئ، اے د سمندر مخلوقاتو او د سمندرونو ټولو ژورو، 8اے اوره او ږلۍ، واوره او دُوند، اے طوفانى بادِه چې د هغۀ کلام پوره کوې، 9اے غرونو او ټولو غونډيو، اے مېوه دارو ونو او ټولو د ديار ونو، 10اے ځنګلى ځناورو او ټولو څارويو، اے خزنده ژويو او الوتونکو مرغانو، 11اے د زمکې بادشاهانو او ټولو قومونو، اے شهزادګانو او د زمکې ټولو حاکمانو، 12اے ځوانانو او ځوانو جينکو، اے بوډاګانو او ماشومانو.
13دوئ دې زمونږ د پلار د نوم ثنا وکړى، ځکه چې يواځې د هغۀ نوم سرلوړے دے؛ د هغۀ شان و شوکت د زمکې او آسمان نه پورته دے. 14هغۀ د خپلو خلقو دپاره طاقت پورته کړو، د خپلو ټولو وفادارو دپاره ثنا، د اِسرائيل د خلقو دپاره چې هغۀ ته نزدې دى. هللويا!