د حِزقيا ذخيره
د حزقیاه سړو کاپي کړې، او په غیر معمولي ډول له تشبیهاتو ډکه: د سرو زرو مڼې، د لو په موسم کې واوره، خراب غاښ، په سوډا سرکه، بې دېواله ښار. مشورې یې کره دي، له دې چې د پاچا مخې ته ځان مه وړاندې کوه تر دې چې د ګاونډي کور ته دومره مه ورځه چې ستړی دې کړي.
25 1دا هم د سليمان مِثلونه دى، چې د يهوداه د بادشاه حِزقيا سړو نقل کړل. 2د کوم کار پټول د زمونږ پلار لوئى ده، خو د کوم کار تحقيق کول د بادشاهانو لوئى ده. 3لکه څنګه چې آسمانونه اوچت دى او زمکه ژوره ده، هم هغه شان د بادشاهانو زړۀ د تحقيق نه بهر دے. 4د سپينو زرو نه خيګ ليرې کړه، نو د زرګر دپاره لوښے جوړيږى. 5د بادشاه د مخې نه بدکار ليرې کړه، نو د هغۀ تخت به په صداقت باندې قائم شى. 6د بادشاه په حضور کښې خپل ځان مۀ لوئوه، او د لويانو په ځائ مۀ ودرېږه؛ 7ځکه چې دا ښۀ دى چې درته ووئيلے شى، ”دلته راختلے شه،“ د دې نه چې د داسې نواب په مخکښې ښکته کښېنولے شې چې تۀ يې وينې. 8په جګړه کښې په تلوار مۀ ورننوزه، ځکه چې کله ستا ګاونډى تا شرمنده کړى نو په آخر کښې به څۀ وکړې؟ 9خپله خبره د خپل ګاونډى سره په خپله فيصله کړه، خو د بل چا راز مۀ ښکاره کوه، 10داسې نۀ چې هغه څوک چې دا اورى تا شرمنده کړى، او ستا بدنامى هيچرې لاړه نۀ شى. 11په خپل وخت کښې وئيلے شوے خبره د سپينو زرو په خانو کښې د سروزرو مڼو په شان ده. 12د اورېدونکى غوږ دپاره د عقلمند نصيحت د سروزرو د ګوتمۍ يا د خالصو سروزرو د ګاڼې په شان دے. 13وفادار قاصد د راستوونکو دپاره د فصل په وخت کښې د واورې د يخنۍ په شان دے؛ هغه د خپلو مالِکانو روح تازه کوى. 14هغه څوک چې د هغه تحفې فخر کوى چې هيچرې نۀ وى ورکړے شوے، د بېبارانه بادلونو او هوا په شان دے. 15په صبر سره حاکم قائل کيږى، او نرمه ژبه هډوکى ماتوى. 16کۀ تۀ شات ومومې، نو يواځې د بس اندازې خوره، داسې نۀ چې ډېر وخورې او قے کړې. 17د خپل ګاونډى کور ته ډېر ګړندے مۀ ورځه، داسې نۀ چې هغه ستا نه ستړے شى او ستا نه نفرت وکړى. 18هغه څوک چې د خپل ګاونډى په خلاف دروغژنه ګواهى ورکوى، د لښتې، تورې او تېرې غشى په شان دے. 19د مصيبت په وخت کښې په بېوفا سړى باندې اعتبار د خراب غاښ يا د بېځايه شوې پښې په شان دے. 20هغه څوک چې غمژن زړۀ ته سندرې وائى، د هغه چا په شان دے چې د يخنۍ په ورځ جامې وباسى، او د سوډا باندې د سرکې اچولو په شان دے. 21کۀ ستا دُښمن وږے وى، نو هغۀ ته د خوراک دپاره ډوډۍ ورکړه، او کۀ هغه تږے وى، نو هغۀ ته د څښلو دپاره اوبۀ ورکړه؛ 22ځکه چې تۀ به د هغۀ په سر باندې د اور سکاره راغونډ کړې، او زمونږ پلار به تا ته بدله درکړى. 23د شمال هوا باران راولى، او پټه رازوره ژبه قهرجنه څېره. 24د جګړهمارې ښځې سره په ګډ کور کښې اوسېدو نه د بام په ګوټ کښې اوسېدل ښۀ دى. 25د ليرې مُلک نه ښۀ خبر د ستړى روح دپاره د يخو اوبو په شان دے. 26هغه صادق چې د بدکار په مخکښې زورېږى، د خړو شوو چينې يا د ګندو شوے سرچينې په شان دے. 27ډېر شات خوړل ښۀ نۀ دى، او نۀ خپله لوئى لټول ښۀ دى. 28هغه سړے چې په خپل روح باندې هيڅ قابو نۀ لرى، د داسې ښار په شان دے چې مات کړے شوے او بېديواله پرېښودے شوے وى.