پلار يو څوکيدار مقررکوى
يو تښتېدلی د دې خبر سره راځي چې ښار نسکور شوی، او د حزقيال اوږده چوپتيا بالاخره ماتېږي. تر هغه دمخه زموږ د پلار د پهرهدار دنده بيا بيانېږي او دروازه پرانيستې پرېښودل کېږي، ځکه هر څوک چې راوګرځي ژوندی پاتې کېږي. اورېدونکي يې د هغه خبرې د يوې ښکلې سندرې په څېر ګڼي او هېڅ نه کوي.
33 1د زمونږ پلار کلام ما ته راغلو چې،
2”اے اِبن آدمه، خپلو خلقو ته خبرې وکړه او هغوئ ته ووايه چې، کله چې زۀ په يو مُلک باندې توره راولم، نو د هغه مُلک خلق د خپلو خلقو نه يو سړے اخلى او هغه د ځان دپاره څوکيدار جوړوى، 3او هغه وينى چې توره په مُلک باندې راروانه ده نو د خلقو خبردارى دپاره بيګل غږوى، 4نو کۀ څوک د بيګل آواز واورى خو خبردارۍ ته غوږ ونۀ نيسى، او توره راشى او هغه ووژنى، نو د هغۀ وينه د هغۀ په خپل سر وى. 5هغۀ د بيګل آواز واورېدو خو خبردارۍ ته يې غوږ ونۀ نيولو، نو د هغۀ وينه په هغۀ باندې ده. کۀ هغۀ خبردارى منلې وى، نو خپل ژوند به يې بچ کړے وو. 6خو کۀ څوکيدار توره راروانه وينى او بيګل ونۀ غږوى، او خلق بېخبره پاتې شى، او توره راشى او د هغوئ نه يو ووژنى، نو هغه د خپلې ګناه په سبب مرى، خو زۀ به د هغۀ د وينې ذمه وارى په څوکيدار باندې واچوم.
7”اے اِبن آدمه، تۀ ما د اِسرائيل د کور دپاره څوکيدار جوړ کړې. کله چې زما د خولې نه کلام واورې، نو زما له طرفه هغوئ ته خبردارى ورکړه.“ 8کله چې زۀ بدکاره ته ووايم چې، ”اے بدکاره، تۀ به خامخا مرې،“ او تۀ د هغۀ د خبردارۍ دپاره خبرې ونۀ کړې چې د خپلې لارې نه راوګرځى، نو هغه به د خپلې ګناه په سبب مرى، خو زۀ به د هغۀ د وينې ذمه وار تۀ وګڼم. 9خو کۀ تۀ بدکاره ته خبردارى ورکړې چې د خپلې لارې نه راوګرځى، او هغه د هغې نه ونۀ ګرځى، نو هغه به د خپلې ګناه په سبب مرى، او تا خپل ژوند بچ کړو.
بيا راوګرځئ او ژوندى پاتې شئ
10”اے اِبن آدمه، تۀ د اِسرائيل کور ته ووايه چې، تاسو داسې وايئ چې، ’زمونږ خطاګانې او زمونږ ګناهونه پر مونږ باندې دى، او مونږ په هغو کښې ورستيږو. نو مونږ به څنګه ژوندى پاتې شُو؟‘ 11هغوئ ته ووايه چې، مالِک پلار فرمائى، زۀ قسم په خپل ژوند کوم چې، زۀ د بدکاره په مرګ کښې هيڅ خوشحالى نۀ مومم، بلکې دا چې بدکاره د خپلې لارې نه راوګرځى او ژوندى پاتې شى. راوګرځئ، د خپلو بدو لارو نه راوګرځئ! اے د اِسرائيل کوره، ولې مرئ؟
12”اے اِبن آدمه، خپلو خلقو ته ووايه چې، د صادق سړى صداقت به يې هغه ورځ بچ نۀ کړى چې کله هغه سرکشى وکړى، او د بدکاره سړى بدى به هغه هغه ورځ ونۀ غورځوى چې کله هغه د هغې نه راوګرځى؛ او صادق به د خپل صداقت په وجه هغه ورځ ژوندے پاتې نۀ شى چې کله هغه ګناه وکړى. 13کۀ زۀ صادق ته ووايم چې، ’تۀ به خامخا ژوندے پاتې شې،‘ او هغه په خپل صداقت باندې بهروسه وکړى او بدى وکړى، نو د هغۀ هيڅ يو صادق عمل به يې نۀ راياديږى؛ هغه به د هغې بدۍ په سبب مرى چې هغۀ کړې وه. 14او کۀ زۀ بدکاره ته ووايم چې، ”تۀ به خامخا مرې،“ او هغه د خپلې ګناه نه راوګرځى او هغه څۀ وکړى چې انصاف او صداقت وى، 15کۀ بدکاره ګرو واپس کړى، او چې څۀ يې غلا کړى وى هغه واپس ورکړى، او د ژوند قانونونو پيروى وکړى، او هيڅ بدى ونۀ کړى، نو هغه به خامخا ژوندے پاتې شى؛ هغه به نۀ مرى. 16کومه ګناه چې هغۀ کړې وه د هغې نه به يې هيڅ يوه د هغۀ په خلاف نۀ راياديږى. هغۀ هغه څۀ وکړل چې انصاف او صداقت وو؛ هغه به خامخا ژوندے پاتې شى.
17”خو ستا خلق وايى چې، ”د مالِک پلار لار سمه نۀ ده،“ خو د هغوئ خپله لار ده چې سمه نۀ ده. 18کله چې صادق د خپل صداقت نه راوګرځى او بدى وکړى، نو هغه به د هغې په سبب مرى. 19او کله چې بدکاره د خپلې بدۍ نه راوګرځى او هغه څۀ وکړى چې انصاف او صداقت وى، نو هغه به د هغې په سبب ژوندے پاتې شى. 20بيا هم تاسو وايئ چې، ”د مالِک پلار لار انصاف والا نۀ ده.“ اے د اِسرائيل کوره، زۀ به تاسو نه هر يو د هغۀ د خپلو لارو مطابق عدالت کوم.“
يروشلم ونړېدو
21زمونږ د جلاوطنۍ په دوولسم کال کښې، په لسمه مياشت کښې، په پنځمه ورځ، د يروشلم نه يو تختيدونکے ما ته راغلو او ورته يې ووئيل چې، ”ښار ونړېدو.“ 22د زمونږ پلار لاس په ما باندې وو، د هغه تختيدونکى د راتلو نه مخکښې په ماښام، او زمونږ پلار زما خوله خلاصه کړه، مخکښې له دې چې هغه سړے ما ته سحر راشى. زما خوله خلاصه شوه، او زۀ نور چپ پاتې نۀ شوم.
23نو د زمونږ پلار کلام ما ته راغلو چې،
24اے اِبن آدمه، هغه کسان چې د اِسرائيل په مُلک کښې په دغو کنډرو کښې اوسيږى، هغوئ دا وايى چې، ”اِبراهيم خو يوازې يو سړے وو، بيا هم هغۀ دا مُلک قبضه کړو؛ مونږ ډېر يُو، نو خامخا دا مُلک به زمونږ د ملکيت دپاره مونږ ته راکړے شوے وى.“ 25نو هغوئ ته ووايه چې، مالِک پلار فرمائى، تاسو د وينې سره غوښه خورئ، خپلې سترګې خپلو بتانو ته اوچتوئ، او وينه تويوئ؛ نو آيا تاسو به دا مُلک قبضه کوئ؟ 26تاسو په خپلو تورو باندې بهروسه کوئ، تاسو کرکجن کارونه کوئ، او تاسو نه هر يو د خپل ګاونډى د ښځې سره زنا کوى؛ نو آيا تاسو به بيا دا مُلک قبضه کوئ؟
27هغوئ ته ووايه چې، مالِک پلار داسې فرمائى چې، ”زۀ قسم په خپل ژوند کوم چې، هغه کسان چې په کنډرو کښې دى هغوئ به په توره مرى، او هغه کسان چې په کُلا ميدان کښې دى هغوئ به زۀ ځنګلى ځناورو ته د خوراک دپاره ورکوم، او هغه کسان چې په قلعو او غارونو کښې دى هغوئ به د وبا نه مرى. 28زۀ به دا مُلک ويران او بربادوم؛ د هغۀ د غرور طاقت به ختم شى؛ د اِسرائيل غرونه به ويران پراتۀ وى، او هيڅوک به ترې نۀ تېريږى. 29بيا به هغوئ پوهه شى چې زۀ د هغوئ پلار يم، کله چې زۀ دا مُلک د هغو ټولو کرکجنو کارونو په سبب ويران او برباد کړم چې هغوئ کړى وُو.“
30اے اِبن آدمه، ستا خلق د دېوالونو په خوا کښې او د کورونو په دروازو کښې ستا په حقله خبرې کوى، يو د بل سره، هر يو د خپل ورور سره چې، ”راځئ، اوس واورئ چې کوم کلام د زمونږ پلار له طرفه راځى. 31هغوئ تا ته داسې راځى لکه څنګه چې خلق راځى، او ستا په وړاندې داسې کښينى لکه زما قوم، او ستا خبرې اورى، خو په هغو عمل نۀ کوى. ځکه چې د خپلو خولو نه هغوئ د مينې خبرې کوى، خو د هغوئ زړونه د خپل فائدې پسې منډې وهى. 32ګوره، د هغوئ دپاره تۀ د مينې د يو سندرې په شان يې، چې په ښکلى آواز وئيلے شى، او ښۀ غږولے شى؛ هغوئ ستا خبرې اورى خو په هغو عمل نۀ کوى. 33کله چې دا رښتيا شى، او دا به رښتيا شى، نو بيا به هغوئ پوهه شى چې د هغوئ په مينځ کښې يو نبى وو.“