د اجور اِقرار
آګور خپل پلار ته مني چې ستړی ستومانه دی او خپل هېڅ حکمت نه لري، بیا یو شی غواړي: نه غربت او نه شتمني، یوازې د ډوډۍ خپله برخه. پاتې برخه په ګوتو شمېري: څلور شیان چې هېڅکله نه مړېږي، څلور ډېر عجیب، څلور واړه او هوښیار.
30 1د يقه د زوئ اجور خبرې، يعنې الهام. دا سړے وائى چې، زۀ ستړے يم، اے زما پلاره، زۀ ستړے يم، اے زما پلاره، او بېحاله شوے يم. 2بېشکه زۀ د انسان کېدو نه ډېر ناپوهه يم، او زما کښې د انسان عقل نشته. 3ما نۀ حِکمت زده کړے دے، او نۀ زما د هغه پاک ذات علم شته. 4څوک دے چې آسمان ته ختلے او بيا راکوز شوے دے؟ څوک دے چې هوا يې په خپلو موټو کښې راټوله کړې ده؟ څوک دے چې اوبۀ يې په جامه کښې راونغښتې دى؟ څوک دے چې د زمکې ټولې غاړې يې قائمې کړې دى؟ د هغۀ نوم څۀ دے، او د هغۀ د زوئ نوم څۀ دے؟ بېشکه تۀ پوهيږې! a a v4 اجور پوښتنه کوى چې دا کارونه چا کړى دى او د هغۀ د زوئ نوم څۀ دے. عيسىٰ د دې پوښتنې جواب ورکړو چې، ”د هغه چا نه سِوا چې د آسمان نه راکوز شوے دے، يعنې اِبن آدم، بل هيڅوک آسمان ته نۀ دے ختلے“ (يوحنا ۳:۱۳). پلار يو زوئ لرى. 5د زمونږ پلار هره خبره رښتينې ثابتيږى، او هغه د هغه چا دپاره ډال دے چې په هغۀ پناه مومى. 6د هغۀ په خبرو باندې څۀ مۀ ورزياتوه، ګنې هغه به تا ملامته کړى او تا به دروغژن ثابت کړى. 7زۀ له تا نه دوه څيزونه غواړم، زما د مرګ نه مخکښې دا راته مۀ منع کوه: 8دروغ او فريب زما نه ليرې ساته، نۀ راته غريبى راکوه او نۀ دولت، صرف هغه ډوډۍ راکوه چې زما برخه ده، 9ځکه کۀ زۀ موړ شم، نو کېدے شى چې تا نه مُنکر شم او ووايم چې، ”خُدائ پاک څوک دے؟“ يا کۀ زۀ غريب شم، نو کېدے شى چې غلا وکړم 10د کوم نوکر غيبت د هغۀ د مالِک په وړاندې مۀ کوه، ګنې هغه به تا ته بد دُعا درکړى او تۀ به ملامته ثابت شې. 11يوه داسې پښت شته چې خپل پلار ته بد دُعا ورکوى، او خپلې مور ته برکت نۀ ورکوى. 12يوه داسې پښت شته چې په خپلو سترګو کښې پاکه ده، خو د خپلې ګندګۍ نه نۀ ده پرېمنځلے شوې. 13يوه داسې پښت شته، د دې سترګې څومره مغرورې دى، د دې کتنې څومره حقارت ناکې دى! 14يوه داسې پښت شته چې د دې غاښونه تورې دى، د دې خوله د چاړو نه ډکه ده، چې غريبان د زمکې نه او بېوسه خلق د انسانانو د ډلې نه تېر کړى. 15د زلو دوه لوڼه دى چې وائى، ”راکړه“ او ”راکړه.“ درې څيزونه داسې دى چې هيڅکله مړيدل نۀ کوى، څلور داسې دى چې هيڅکله نۀ وائى چې، ”بس دے“: 16قبر، شنډه رحم، هغه زمکه چې د اوبو نه هيڅکله نۀ مړيږى، او هغه اور چې هيڅکله نۀ وائى چې، ”بس دے.“ 17هغه سترګه چې په پلار پورې ملنډې وهى او د مور د حُکم منلو نه حقارت کوى، د دې درې کارغان به يې راوباسى، او د کرکس بچى به يې وخورى. 18درې څيزونه داسې دى چې زما دپاره ډېر حېرانوونکى دى، څلور داسې دى چې زۀ پرې نۀ پوهيږم: 19د عقاب لار په آسمان کښې، د مار لار په ګټه باندې، د کشتۍ لار د سمندر په زړۀ کښې، او د سړى لار د يوې ځوانې پېغلې سره. 20د زناکارې ښځې لار داسې ده، هغه خورى او خپله خوله پاکه کړى او وائى چې، ”ما هيڅ بد نۀ دى کړى.“ 21د درې څيزونو نه زمکه رپيږى، د څلورو نه دا نۀ شى زغملے: 22کله چې نوکر بادشاه شى، او کله چې احمق په ډوډۍ موړ شى، 23کله چې يوه بدمرغه ښځه آخر واده وکړى، او کله چې يوه وينځه د خپلې بيبۍ ځائ ونيسى. 24په زمکه باندې څلور څيزونه وړوکى دى، خو بيا هم ډېر عقلمند دى: 25مېږيان يو داسې قوم دے چې طاقتور نۀ دے، خو بيا هم خپله خوراک د اوړو په موسم کښې جمع کوى، 26د ګټو شاربونه يو داسې قوم دے چې زورور نۀ دے، خو بيا هم خپل کورونه په ګټو کښې جوړوى، 27ملخان هيڅ بادشاه نۀ لرى، خو بيا هم ټول په قطارونو کښې مخکښې ځى، 28چرګټه چې تۀ يې په خپلو لاسونو نيولے شې، خو بيا هم د بادشاهانو په محلونو کښې موندلے شى. 29درې څيزونه داسې دى چې په چلېدو کښې باوقاره دى، څلور داسې دى چې په تلو کښې باشانه دى: 30زمرے، چې د ټولو ځنګلى ځناورو نه زورور دے، او د هيچا نه بيرته نۀ ګرځى، 31لاف زنے چرګ، نر چېلے، او هغه بادشاه چې لښکر يې ورسره وى. 32کۀ تا بېوقوفى کړې وى او ځان دې لوئ کړے وى، يا کۀ تا د بدۍ منصوبه جوړه کړې وى، نو خپل لاس په خپله خوله کېږده. 33ځکه چې د پيو ملولو نه مستې جوړيږى، د پوزې ملولو نه وينه راوځى، او د غصې راپارولو نه جګړه پېدا کيږى.