چاپ شوی
کتاب

عيسىٰ څلور زره کسانو ته خوراک ورکوى

عيسىٰ څلور زره کسان مړوي، له نښې ورکولو انکار کوي، او د فریسیانو له خمیرې خبرداری ورکوي. یو ړوند سړی په دوو پړاوونو کې ویني. پطروس هغه مسیح بولي، بیا یې ملامتوي چې ولې وايي باید مړ شي. هغه شیطان بلل کېږي، ځکه د انسانانو په فکر کې دی نه د زموږ د پلار.

څپرکی 8.

په هغو ورځو کښې، بيا يوه لويه ګڼه راغونډه شوه او د خوراک دپاره ورسره هيڅ نۀ وُو. عيسىٰ خپل مريدان راوبلل او وفرمائيل چې،

”ما ته د دې خلقو په حال رحم راځى، ځکه چې درې ورځې کيږى زما سره دى او د خوراک دپاره ورسره هيڅ نشته. کۀ زۀ دوئ وږى کور ته واستوم، نو په لاره کښې به بې حاله شى، ځکه چې ځنې يې د لرې نه راغلى دى.“

د هغۀ مريدانو ورته جواب ورکړو چې، ”دلته په بيابان کښې دا خلق څوک له دومره ډوډۍ راوړلے شى چې مړۀ يې کړى؟“

هغۀ ترې تپوس وکړو چې، ”تاسو سره څومره ډوډۍ شته؟“ دوئ ووئيل چې، ”اووه.“

هغۀ ګڼې ته حُکم وکړو چې په زمکه کښيني، او اووه ډوډۍ يې راواخستې، شُکر يې وکړو، مات يې کړلې او خپلو مريدانو ته يې ورکړلې چې خلقو ته يې وويشى، نو هغوئ ګڼې ته ووېشلې. دوئ سره څو وړې کبان هم وُو، نو هغۀ په هغو باندې برکت وکړو او مريدانو ته يې حُکم وکړو چې دا هم خلقو ته وويشى. دوئ وخوړل او مړۀ شول. او د پاتې ټوټو نه يې اووه ټوکرۍ راغونډې کړې. هلته نژدې څلور زره کسان وُو. او هغۀ هغوئ روانه کړل.

بيا هغه سمدستى د خپلو مريدانو سره کشتۍ کښې کښيناستو او د دلمنوتها علاقې ته لاړو.

هغه نسل چې نښانې غواړى

فريسيان راغلل او د هغۀ سره يې بحث کول شروع کړل، او د هغۀ ازمائيلو دپاره يې د آسمان نه نښانه وغوښته.

هغۀ په خپل روح کښې ژوره سا واخسته او وفرمائيل چې، ”دا نسل ولې نښانه غواړى؟ زۀ تاسو ته رښتيا وايم، دې نسل ته به هيڅ نښانه ورنۀ کړے شى.“

او هغه ترې جُدا شو، بيا کشتۍ کښې کښيناستو او بلې غاړې ته لاړو.

د فريسيانو د خمير نه خبردار اوسئ

دوئ هير کړى وُو چې ډوډۍ راوړى، يواځې يوه ډوډۍ ورسره په کشتۍ کښې وه.

هغۀ دوئ ته خبردارے ورکړو چې، ”خبردار اوسئ، د فريسيانو د خمير او د هيروديس د خمير نه ځان بچ کوئ.“

دوئ په خپلو کښې خبرې کول شروع کړې چې زمونږ سره ډوډۍ نشته.

عيسىٰ دا معلوم کړل او وفرمائيل چې، ”ولې په دې خبرې کوئ چې ډوډۍ نشته؟ آيا تاسو لا تر اوسه نۀ وينئ او نۀ پوهيږئ؟ آيا ستاسو زړونه سخت شوى دى؟ سترګې لرئ خو نۀ وينئ؟ غوږونه لرئ خو نۀ اورئ؟ او څۀ هير کړى دى؟ کله چې ما پينځه ډوډۍ د پينځۀ زرو دپاره ماتې کړې، نو تاسو د ټوټو څومره ډکې ټوکرۍ راغونډې کړې؟“ دوئ ووئيل چې، ”دولس.“

”او کله چې ما اووه ډوډۍ د څلورو زرو دپاره ماتې کړې، نو تاسو د ماتو ټوټو څومره ډکې ټوکرۍ راغونډې کړې؟“ دوئ ووئيل چې، ”اووه.“

هغۀ دوئ ته وفرمائيل چې، ”آيا تاسو لا تر اوسه نۀ پوهيږئ؟“

يو ړوند سړے بينا کيږى

دوئ بيت صيدا ته راغلل، چرته چې خلقو يو ړوند سړے هغۀ له راوستو او عيسىٰ ته يې زارى وکړه چې هغۀ ته لاس ورتېر کړى.

هغۀ د ړوند سړى لاس ونيولو، د کلى نه يې بهر بوتلو، د هغۀ په سترګو يې تُوکل، لاسونه يې پرې کښيښودل او تپوس يې وکړو چې، ”آيا څۀ وينې؟“

هغۀ پورته وکتل او ووئيل چې، ”زۀ خلق وينم، خو داسې ښکارى لکه ونې چې روان وى.“

بيا عيسىٰ د سړى په سترګو باندې خپل لاسونه بيا کښيښودل، نو هغۀ په غور وکتل، روغ شو او هر څۀ يې صفا وليدل.

او هغۀ هغه خپل کور ته واستولو او وفرمائيل چې، ”کلى ته هم مۀ ننوځه.“

تاسو وايئ چې زۀ څوک يم؟

عيسىٰ او د هغۀ مريدان د قيصريه فيلپى کليو ته لاړل. په لاره کښې يې د هغوئ نه تپوس وکړو چې، ”خلق وائى چې زۀ څوک يم؟“

دوئ ورته ووئيل چې، ”يوحنا بپتسمه ورکوونکے، او ځنې وائى چې الياس، او ځنې چې د نبيانو نه يو.“

بيا هغۀ د دوئ نه تپوس وکړو چې، ”خو تاسو وايئ چې زۀ څوک يم؟“ پطروس جواب ورکړو چې، ”تۀ مسيح يې.“

او هغۀ دوئ ته سخت خبردارے ورکړو چې د هغۀ په حقله چا ته هيڅ ونۀ وائى.

اِبن آدم ته بايد تکليف ورسيږى

هغۀ دوئ ته ښودل شروع کړل چې اِبن آدم ته بايد ډېر تکليف ورسيږى، د مشرانو، د مشرانو کاهنانو او د شرعى عالمانو له لاسه رد کړے شى، ووژلے شى او د درې ورځو نه پس بيا راژوندے شى. هغۀ دا خبره صفا صفا وفرمائيل. نو پطروس هغه يو طرف ته بوتلو او هغۀ له ملامتول يې شروع کړل.

خو هغۀ وګرځېدو، خپلو مريدانو ته يې وکتل او پطروس يې ملامت کړو چې، ”زما د مخې نه لرې شه، اے شيطانه! ځکه چې تۀ د زمونږ پلار په خبرو فکر نۀ کوې، بلکې د اِنسان په خبرو.“

هغۀ ګڼه او خپل مريدان راوبلل او دوئ ته يې وفرمائيل چې، ”کۀ څوک زما پسې راتلل غواړى، نو هغه دې ځان نټه کړى، خپل سولۍ دې راواخلى او زما پسې دې راشى. څوک چې خپل ژوند بچ کول غواړى، هغه به يې له لاسه ورکړى، او څوک چې زما او د زيرى دپاره خپل ژوند له لاسه ورکړى، هغه به يې بچ کړى. اِنسان ته څۀ فائده رسيږى کۀ هغه ټوله دُنيا ګټى خو خپل روح له لاسه ورکړى؟ ځکه چې اِنسان د خپل روح په بدل کښې څۀ ورکولے شى؟ ځکه چې څوک چې په دې زناکار او ګناهګار نسل کښې زما او زما د خبرو نه شرميږى، نو اِبن آدم به هم د هغۀ نه شرميږى، کله چې هغه د خپل پلار په لوئى کښې د پاکو فرښتو سره راځى.“