چاپ شوی
کتاب

بلدد بيا خبرې کوى

بلدد له دې خپه دی چې د څارویو په څېر شمېرل کېږي، او د بدکارانو د برخلیک په اړه په یوه چمتو وینا ځواب ورکوي: ډیوه مړه شوې، دام د پښې په پونده کې، هیڅ اولاد ژوندی نه دی پاتې. هر انځور پر هغه سړي لګېږي چې همدا اوس یې خپل اولادونه خاورو ته سپارلي دي.

څپرکی 18.

بيا بلدد شوحى جواب ورکړو چې، ”تۀ به تر کومه وخته پورې د ټکو ښکار کوې؟ لږ عقل وکړه، بيا به مونږ خبرې وکړو. ولې مونږ د څاروو په شان ګڼلے شُو، او ستا په نظر کښې کم عقله حساب شُو؟ اے هغه کس چې په خپل غصه کښې ځان ټوټې ټوټې کوې، آيا دې دپاره چې ستا خاطر وساتلے شى زمکه به پرېښودے شى، او کۀ ګټه به له خپل ځايه وخوزولے شى؟ هو، د بدکار رڼا مړه کيږى، او د هغۀ د اور لمبه تياره شى. په هغۀ خيمه کښې رڼا تياره شى، او د هغۀ دپاسه ګرهى مړه شى. د هغۀ زورور قدمونه ورو شى، او د هغۀ خپلې چلونې هغه راوغورزوى. د هغۀ خپلې پښې هغه جال ته ورسوى، او هغه سم د جال په غوټو کښې روان شى. لومه هغه له پونډۍ نه ونيسى، او ترۀ کلک ونيول شى. د هغۀ دپاره په زمکه کښې غاړۍ پټه شوے ده، او د هغۀ په لار باندې لومه انتظار کوى. ويرې هغه له هرې خوا نه چکند کړى، او د هغۀ په پونډيو پسې يې وربهى. د هغۀ زور په لوږه کمزورے شى، او آفت د هغۀ د راپرزېدو دپاره تيار ولاړ وى. دا د هغۀ د څرمنې ټوټې وخورى، او د مرګ مشر زوئ د هغۀ غړى وخورى. a a v13 ”د مرګ مشر زوئ“ د يوې مهلکې، خوړونکې رنځورئ دپاره شاعرانه اصطلاح ده — د مرګ تر ټولو خطرناکه وسيله. هغه د خپلې خيمې له سلامتۍ نه شلولے شى، او د ويرو بادشاه ته بوتلے شى. اور په هغۀ خيمه کښې مېشت شى، چې نور د هغۀ نۀ ده؛ سوزندوے ګندک د هغۀ کور باندې خپور شى. د هغۀ ريښې لاندې وچې شى، او د هغۀ څانګې پاس ووچيږى. د هغۀ يادګيرنه له زمکې نه ورکه شى، او په کوڅو کښې يې نوم نۀ وى. هغه له رڼا نه تيارې ته وربهولے شى، او له دُنيا نه ايستلے شى. هغه د خپلو خلقو په مينځ کښې نۀ اولاد پرېږدى او نۀ نسل، او چرته چې هغه ژوند کولو هلته هيڅ پاتې کېدونکے نۀ وى. هغه څوک چې لوېديځ کښې وى د هغۀ په حال باندې حيران شى، او هغه څوک چې ختيځ کښې وى په ويره کښې ونيولے شى. يقيناً د بدکارانو د کورونو حال همدا وى، او د هغۀ ځائ چې خُدائ پاک نۀ پېژنى.“