چاپ شوی
کتاب

د پلار توره په فلستين باندې راپرېوځى

د زموږ پلار سېلاب له شماله پر فلسطین راپورته کېږي، دومره ناڅاپه چې پلرونه د خپلو ماشومانو لپاره شاته نه ګوري. غزه او اشقلون ویر کوي. په پای کې له تورې پوښتنه کېږي چې تر کله به آرام نه نیسي، او ځواب یې دا دی: تر هغه چې لا امرونه لري.

څپرکی 47.

د زمونږ پلار کلام چې يرمياه نبى ته د فلستيانو په حقله راغلو، مخکښې له دې چې فرعون غزه ووهى.

زمونږ پلار داسې فرمائى چې، ”وګوره، د شمال له خوا نه اوبۀ راپورته کيږى، او د سېلاب غوندې روانيږى. دا به زمکه او هر څۀ چې پکښې دى ډوبې کړى، ښار او د هغه خلق. خلق به چغې کړى، او هر څوک چې په دې مُلک کښې اوسيږى هغه به فرياد کوى. د هغۀ د آسونو د سُمونو د برېښو په آواز، د هغۀ د رتهونو په ګړزار او د هغۀ د پايو په شور، پلاران به د خپلو بچو دپاره بيرته نۀ راګرځى، او لاسونه به يې بې‌تاوه وى، ځکه چې هغه ورځ راروانه ده چې ټول فلستيان به تباه کړى، او له صور او صيدا نه به هر هغه پاتې شوے چې مدد يې کولو شو پرې کړى. ځکه چې زمونږ پلار فلستيان تباه کوى، هغه پاتوقى چې د کفتور له ساحل نه دى. غزه به په ماتم کښې خپل سر خرئى، اشقلون به چوپ کړے شى. اے د هغوئ د درې پاتوقيه، تر کله به تۀ خپل ځان ټُکرې کوې؟ اے د زمونږ پلار توره! تر کله به آرام نۀ کوې؟ خپلې تيکۍ ته بيرته لاړه شه؛ ارامه او قراره شه. خو دا څنګه آرام کولے شى کله چې زمونږ پلار دې ته حُکم ورکړے وى؟ د اشقلون خلاف او د سمندر د غاړې خلاف، همدې خوا ته يې هغه ګمارلې ده.“