چاپ شوی
کتاب

په عبرانى ژبه کښې د پولوس دفاع

پولس د سربازځای پر زينو ولاړ، په عبراني ژبه خبرې کولو سره ګڼه ګوڼه چوپ کوي او خپله کيسه بيانوي: يو فريسي چې د ګمالائيل تر لاس روزل شوی، يو ځورونکی، چې په لاره کې ړوند شو. هغوی غوږ نيسي تر هغه چې وايي غيريهوديانو ته لېږل شوی دی. کله چې د دُرو لپاره غځول کېږي، خپله رومي زوکړه يادوي.

څپرکی 22.

”اے وروڼو او پلارانو، اوس زما هغه دفاع واورئ چې زۀ يې ستاسو په وړاندې کوم.“ کله چې هغوئ واورېدل چې هغه ورسره په عبرانى ژبه خبرې کوى، نو نور هم غلى شول. بيا هغۀ ووئيل چې،

”زۀ يو يهودى يم، چې د کِليکيا په ترسُس کښې پېدا شوے يم، خو په دې ښار کښې لوئ شوے يم. ما د ګملى‌اېل په پښو کښې د خپلو مشرانو د سختې شريعت تعليم حاصل کړو، او زۀ د خُدائ پاک دپاره هم هغه شان پرجوشه وم څنګه چې تاسو ټول نن ورځ ياست.

ما د دې لارې پېروان د مرګ تر حده ځورول، او سړى او ښځې دواړه مې تړل او قېدخانې ته مې سپارل، لکه څنګه چې مشر کاهِن او د مشرانو ټوله مجلس هم ګواهى ورکولے شى. ما د هغوئ نه د دمشق وروڼو ته چِټُونه واخستل، او زۀ لاړم چې هلته موجود کسان د سزا دپاره بنديان کړم او يروشلم ته يې راولم.“

”کله چې زۀ په لار روان وم او د غرمې په شاوخوا کښې دمشق ته نزدې شوم، نو ناڅاپه د آسمان نه يوه لويه رڼا زما چاپېره وځلېده.“

زۀ په زمکه راوغورځېدم او يو آواز مې واورېدو چې ماته يې وفرمائيل، ”ساؤل، ساؤل، تۀ ولې په ما ظلم کوې؟“

ما جواب ورکړو، ”مالِکه، تۀ څوک يې؟“ هغۀ راته وفرمائيل، ”زۀ عيسىٰ ناصرى يم، چې تۀ پرې ظلم کوې.“

”زما ملګرو هغه رڼا وليده، خو د هغه چا په آواز پوهه نۀ شول چې ماسره يې خبرې کولې.“

ما ووئيل، ”مالِکه، زۀ څۀ وکړم؟“ مالِک راته وفرمائيل، ”پاڅه او دمشق ته لاړ شه. هلته به درته هغه ټول څۀ وئيلے شى چې د کولو دپاره ټاکلے شوى يې.“

”ځکه چې د هغې رڼا ځلا زۀ ړوند کړم، نو زما ملګرو زۀ په لاس ونيولم او دمشق ته يې بوتلم.“

”هلته حنانياه نومې يو سړے وو چې د شريعت مطابق ديندار وو، او هغه ټولو يهوديانو چې هلته اوسېدل د هغۀ ستائينه کوله، هغه راغلو، زما خوا کښې ودرېدو او ووئيل، ’اے ساؤل وروره، بيا بينا شه.‘ نو په هم هغه ساعت کښې ما سر پورته کړو او هغه مې وليدو.“

”هغۀ ووئيل، ’زمونږ د پلرونو خُدائ پاک تۀ د دې دپاره ټاکلے يې چې د هغۀ په مرضى پوه شې، د صادق کس ديدن وکړې، او د هغۀ د خولې نه آواز واورې؛ a a v14 ”صادق کس“ د نوى عهدنامې هغو لقبونو نه يو دے چې د عيسىٰ دپاره استعمالېږى — هغه بې‌ګناه ذات چې پولوس ورسره د دمشق په لار کښې مخامخ شو. ځکه چې تۀ به د هغۀ ګواه يې، او ټولو خلقو ته به هغه څۀ بيانوې چې تا ليدلى او اورېدلى دى. نو اوس ولې انتظار کوې؟ پاڅه، بپتسمه واخله، د هغۀ نوم په اخستلو سره خپل ګناهونه ووينځه.‘“

”کله چې زۀ بيا يروشلم ته راستون شوم او په بيتُ المُقدس کښې مې دُعا کوله، نو زۀ بې‌خوده شوم،“

او هغه مې وليدو چې ماته يې فرمائيل، ”ژر کوه او په بيړه يروشلم نه ووځه، ځکه چې دوئ به ستا هغه ګواهى قبوله نۀ کړى چې زما په حقله ده.“

ما ووئيل، ”مالِکه، دوئ پخپله پوهيږى چې زۀ به په عبادت خانو کښې ګرځېدم او هغه کسان به مې قېدول او وهل چې په تا يې ايمان راوړے وو. کله چې ستا د ګواه اِستِفنُس وينه تويېدله، نو زۀ هم هلته ولاړ وم، او زۀ پرې راضى وم او د هغه قاتلانو چپنې مې ساتلې.“

”بيا هغۀ ماته وفرمائيل، ’لاړ شه، ځکه چې زۀ به تا لرې د غېر يهوديانو طرف ته ولېږم.‘“

خلقو تر دې خبرې پورې د هغۀ خبرې اورېدلې، خو بيا يې آوازونه پورته کړل او په چغو چغو يې وې وئيل، ”داسې سړے دې د زمکې نه ورک کړې شى! دا خو ژوندے پاتې کېدو جوګه نۀ دے!“

هغوئ چغې وهلې، خپلې چپنې يې غورځولې او هوا ته يې خاورې الوزولې، نو کمانډر حُکم وکړو چې هغه دې قلعه ته بوتلے شى او کوړې دې ورته ووهلے شى، دې دپاره چې پته ولګى چې خلق ولې د هغۀ خلاف داسې چغې وهى.

کله چې هغوئ هغه د تسمو سره وتاړو، نو پولوس هغه صوبېدار ته چې هلته ولاړ وو ووئيل، ”آيا تاسو ته دا روا دى چې يو رومى شهرى ته د سزا د فېصلې نه مخکښې کوړې ووهئ؟“

کله چې صوبېدار دا واورېدل، نو کمانډر ته لاړو او خبر يې ورکړو چې، ”تۀ څۀ کول غواړې؟ دا سړے خو رومى شهرى دے.“

نو کمانډر راغلو او تپوس يې وکړو، ”ماته ووايه، آيا تۀ رومى شهرى يې؟“ هغۀ ووئيل، ”آو.“

کمانډر ووئيل، ”ما د دې شهريت دپاره ډېرې پېسې ورکړې دى.“ خو پولوس ووئيل، ”زۀ خو په پېدائش سره شهرى يم.“

نو هغه کسان چې هغۀ ته يې تپوس کول غوښتل سمدستى ترې لرې شول، او کمانډر ووېرېدو کله چې پوه شو چې هغۀ يو رومى شهرى تړلے دے. بل ورځ، کمانډر غوښتل چې ٺيک ٺيک پته ولګوى چې يهوديان ولې د هغۀ خلاف اِلزام لګوى، نو هغۀ پولوس خلاص کړو، او حُکم يې وکړو چې مشران کاهِنان او ټوله مجلس دې راجمع شى، او پولوس يې راکوز کړو او د هغوئ په مخکښې يې ودراوو.