پلار اِلياس آسمان ته بوزى
اليشع درې ځله له الياس څخه د جلا کېدو انکار کوي، او اورين ګاډی ويني کله چې زموږ پلار هغه پورته اخلي. هغه لوېدلې چپنه پورته کوي، اردن ته يې وهي او پوښتي چې د الياس خدای چېرته دی، او پورې وځي. يوه زهرجنه چينه روغوي، او پر ملنډې وهونکو هلکانو لعنت وايي، چې پايله يې ډېره سخته وي.
2 1کله چې زمونږ پلار اِلياس ته داسې نژدے وو چې هغه په يوۀ طوفانى باد کښې آسمان ته بوزى، نو اِلياس او اِليشع د جِلجال نه روان شول. 2اِلياس اِليشع ته ووئيل چې، ”مهربانى وکړه دلته پاتې شه، ځکه چې زمونږ پلار زۀ بيتاېل ته لېږلے يم.“ خو اِليشع ووئيل چې، ”په زمونږ پلار باندې قسم او په ستا په ژوند باندې قسم، زۀ به تا نۀ پرېږدم.“ نو دواړه بيتاېل ته لاړل.
3په بيتاېل کښې چې کوم نبيان وُو، هغوئ اِليشع ته راووتل او ترې يې پوښتنه وکړه چې، ”تا ته پته ده چې نن به زمونږ پلار ستا اُستاذ ستا د سر د پاسه بوزى؟“ هغۀ جواب ورکړو چې، ”هو، ما ته پته ده، تاسو چپ شئ.“
4بيا اِلياس ووئيل چې، ”اے اِليشع، مهربانى وکړه دلته پاتې شه، ځکه چې زمونږ پلار زۀ يريحو ته لېږلے يم.“ هغۀ جواب ورکړو چې، ”په زمونږ پلار باندې قسم او په ستا په ژوند باندې قسم، زۀ به تا نۀ پرېږدم.“ نو دواړه يريحو ته لاړل.
5په يريحو کښې چې د نبيانو ډله وه، هغوئ اِليشع ته نژدے شول او ترې يې پوښتنه وکړه چې، ”تا ته پته ده چې نن به زمونږ پلار ستا اُستاذ له تا نه بوزى؟“ هغۀ جواب ورکړو چې، ”هو، ما ته پته ده، تاسو چپ شئ.“
6بيا اِلياس هغۀ ته ووئيل چې، ”مهربانى وکړه دلته پاتې شه، ځکه چې زمونږ پلار زۀ د اُردن سيند ته لېږلے يم.“ هغۀ جواب ورکړو چې، ”په زمونږ پلار باندې قسم او په ستا په ژوند باندې قسم، زۀ به تا نۀ پرېږدم.“ نو دواړه مخکښې روان شول.
7د نبيانو د ډلې پنځوس کسان لاړل او د هغوئ په مقابل کښې لرې ودرېدل، او دواړه د اُردن سيند په غاړه ودرېدل. 8اِلياس خپله چادر راواخستله، نغښتله يې او په اوبو يې وواهله، نو اوبۀ دواړو خواؤ ته جُدا شوې، او دواړه په وچه زمکه پورې وتل. 9کله چې هغوئ پورې وتل، نو اِلياس اِليشع ته ووئيل چې، ”زما نه د جُدا کېدو نه مخکښې ما ته ووايه چې ستا دپاره څۀ وکړم؟“ اِليشع ووئيل چې، ”مهربانى وکړه، ستا د روح دوه برخې دې ما له په ميراث کښې راکړے شى.“
10اِلياس ووئيل چې، ”تا يوه ګرانه خبره وغوښته. کۀ تا ما وليدم چې زما نه جُدا کولے شم، نو دا به ستا شى، او کۀ نه، نو دا به نۀ وى.“
11او کله چې هغوئ روان وُو او خبرې يې کولې، نو ناببره د اور يوه رهکله او د اور آسونه راغلل او دواړه يې يو له بله جُدا کړل، او اِلياس په طوفانى باد کښې آسمان ته پورته شو. 12اِليشع دا وليدل او چغه يې کړه چې، ”اے زما پلاره، زما پلاره! د اِسرائيل رهکلې او آسونه سواره!“ بيا يې هغه بيا ونۀ ليدلو. نو هغۀ خپلې جامې ونيولې او په دوه ټوټو يې وشلولې.
13بيا هغۀ د اِلياس هغه چادر راواخسته چې غورزېدلې وه، او بېرته راغلو او د اُردن سيند په غاړه ودرېدو. 14هغۀ د اِلياس هغه غورزېدلې چادر راواخسته، په اوبو يې وواهله او ووئيل چې، ”زمونږ پلار، د اِلياس خُدائ پاک، چرته دے؟“ کله چې هغۀ په اوبو وواهله، نو اوبۀ ښى او کيڼ لور ته جُدا شوې، او اِليشع پورې وتلو.
15په يريحو کښې چې کوم نبيان د هغۀ مخامخ وُو، هغوئ دا وليدل او ووئيل چې، ”د اِلياس روح په اِليشع باندې نازل شوے دے.“ نو هغوئ د هغۀ د ملاقات دپاره راغلل او د هغۀ په وړاندې يې په زمکه سر ټيټ کړو. 16هغوئ ووئيل چې، ”وګوره، ستا د خدمتګارانو سره پنځوس زورور سړى شته. مونږ ته اِجازت راکړه چې لاړ شُو او ستا اُستاذ ولټوُو، ښائى د زمونږ پلار روح به هغه پورته کړے وى او په کوم غر يا په کومه دره کښې به يې غورزولے وى.“ خو اِليشع ووئيل چې، ”نه، هغوئ مۀ لېږئ.“
17خو هغوئ دومره په هغۀ باندې زور راووستو چې هغه د نۀ کولو نه شرمنده شو. نو هغۀ ووئيل چې، ”هغوئ ولېږئ.“ نو هغوئ پنځوس کسان ولېږل، چا چې درې ورځې لټون وکړو خو هغه يې ونۀ موندلو.
18کله چې هغوئ اِليشع ته بېرته راغلل، چې هغه لا په يريحو کښې پاتې وو، نو هغۀ هغوئ ته ووئيل چې، ”آيا ما تاسو ته نۀ وو وئيلى چې مۀ ځئ؟“
پلار د يريحو اوبۀ روغوى
19د ښار خلقو اِليشع ته ووئيل چې، ”وګوره، اے زمونږ مالِکه، دا ښار ښۀ ځائ کښې پروت دے، لکه څنګه چې تۀ وينې، خو اوبۀ يې خرابې دى او زمکه بنجره ده.“
20هغۀ ووئيل چې، ”ما ته يو نوے کاسه راوړئ او مالګه پکښې واچوئ.“ نو هغوئ هغه ورته راوړو.
21بيا هغه د اوبو چينې ته لاړو، مالګه يې پکښې واچوله او ووئيل چې، ”زمونږ پلار داسې فرمائى چې، زما دا اوبۀ روغې کړې دى، نور به دا هيڅ کله د مرګ يا بنجرتيا سبب نۀ ګرځى.“
22او تر نن ورځې پورې دا اوبۀ پاکې پاتې دى، لکه څنګه چې اِليشع هغه خبره کړې وه.
23اِليشع د هغه ځائ نه بيتاېل ته پورته شو. کله چې هغه په لار روان وو، نو د ښار نه وړکى هلکان راووتل او ملنډې يې پرې وهلې چې، ”اے کټو، پورته شه! اے کټو، پورته شه!“ 24هغۀ مخ راواړولو، هغوئ ته يې وکتل او د زمونږ پلار په نوم يې په هغوئ باندې لعنت واچولو. نو د ځنګل نه دوه رېږې راووتلې او په هلکانو کښې يې دوه څلوېښت څيرې کړل. 25بيا اِليشع د کرمل غر ته لاړو او د هغه ځائ نه بېرته سامريه ته راغلو.