چاپ شوی

اول کورنتيان 2 FHB Father's Heart Bible™

په لومړي فرمایش ۱۵٪ تخفیف →
کتاب

هيڅ شے نه مګر مسيح په سولۍ شوے

پولوس په قصد سره له کوم اغېزناک خطابت پرته راغی، يوازې د صليب شوي مسيح سره، ترڅو د هغوی ايمان د زموږ پلار په قدرت ولاړ وي، نه د ويناوال په مهارت. هغه حکمت چې هغه يې ښوونه کوي پټ دی، د وخت له پيله مخکې تيار شوی، او يوازې هغه وخت پېژندل کېږي چې د زموږ پلار روح يې څرګند کړي.

څپرکی 2.

اے وروڼو او خويندو، کله چې زۀ تاسو له راغلم، نو ما د زمونږ پلار ګواهى په ښائسته خبرو يا حکمت سره تاسو ته بيان نۀ کړه. ځکه چې ما دا اراده وکړه چې زۀ به ستاسو په مينځ کښې د عيسىٰ مسيح نه سوا، چې هغه په سولۍ شوے وو، بل هيڅ نۀ پېژنم. او زۀ تاسو له په کمزورۍ، په وېره او په ډېر لړزيدو سره راغلم. زما پيغام او زما وعظ د حکمت په قائل کوونکو خبرو باندې نۀ، بلکې د روحُ القُدس او د قُدرت په ثبوت باندې قائم وو، دې دپاره چې ستاسو ايمان د اِنسان په حکمت باندې نۀ، بلکې د زمونږ پلار په قُدرت باندې قائم وى.

خو مونږ د پاخۀ کسانو په مينځ کښې حکمت وايُو، نۀ د دې زمانې حکمت، او نۀ د دې زمانې د حاکمانو چې له مينځه ځى. نه، مونږ د زمونږ پلار حکمت وايُو، يو پټ راز چې زمونږ پلار د زمانې د شروع نه مخکښې زمونږ د لوئۍ دپاره مقرر کړے وو. د دې زمانې هيڅ يو حاکم دا ونۀ پېژندلو، ځکه کۀ چرې يې پېژندلے وَى نو هغوئ به د لوئۍ مالِک په سولۍ نۀ وو کړے. لکه څنګه چې ليکلے شوے دے، ”هغه څۀ چې نۀ کوم سترګو ليدلى دى، نۀ کوم غوږونو اورېدلى دى او نۀ د کوم اِنسان په زړۀ کښې راغلى دى، دغه شيان زمونږ پلار د هغو کسانو دپاره تيار کړى دى چې د هغۀ سره مينه کوى.“

خو زمونږ پلار دا شيان مونږ ته د روح په وسيله څرګند کړل، ځکه چې روح ټول شيان، حتىٰ د زمونږ پلار ژور شيان هم ګورى. د اِنسان خيالونه د هغۀ د خپل روح نه سوا، چې د هغۀ په دننه کښې دے، بل څوک پېژنى؟ هم دغه شان د زمونږ پلار خيالونه د زمونږ پلار د روح نه سوا بل څوک نۀ پېژنى. مونږ د دې دُنيا روح نۀ دے موندلے، بلکې هغه روح چې د زمونږ پلار له دے، دې دپاره چې مونږ هغه شيان پوهه شُو چې زمونږ پلار مونږ ته په مفت کښې راکړل. مونږ دا شيان په هغو خبرو کښې نۀ وايُو چې د اِنسان حکمت يې ښايى، بلکې چې روح يې ښايى، او روحانى حقيقتونه روحانى خلقو ته بيانوو. هغه سړے چې روح نۀ لرى، هغه څۀ نۀ قبلوى چې د زمونږ پلار د روح نه راځى، هغه هغۀ ته بې‌وقوفى ښکارى او هغه پرې نۀ شى پوهېدلے، ځکه چې دا روحانى پرکه غواړى. هغه سړے چې روحانى دے، هغه د ټولو شيانو پرکه کوى، خو پخپله د هيچا د فېصلې لاندې نۀ دے. ځکه چې ”د زمونږ پلار ذهن چا پېژندلے دے چې هغۀ ته لارښوونه وکړى؟“ خو زمونږ سره د مسيح ذهن دے.