د زمونږ پلار لوظ د داؤد سره
داؤد غواړي چې زموږ پلار ته یو کور جوړ کړي، او ناتان له هغه څخه د اورېدو مخکې تایید کوي. ځواب یې سرچپه کوي: ستا پلار به تاته کور جوړ کړي، او ستا زوی به زما کور جوړ کړي. داؤد ځي او کېني، حیران چې دا ټول له هغه سره تړاو لري.
17 1کله چې داؤد په خپل کور کښې اوسېدو، نو هغۀ ناتن نبي ته ووئيل چې، ”ګوره، زۀ د ديار په کور کښې اوسم، خو د زمونږ پلار د لوظ صندوق د خېمې د پردو لاندې پروت دے.“
2ناتن داؤد ته جواب ورکړو، ”څۀ چې ستا په زړۀ کښې دى هغه ټول وکړه، ځکه چې زمونږ پلار ستا سره دے.“
3خو په هغه شپه د زمونږ پلار کلام ناتن ته راغلو چې،
4لاړ شه او زما خدمتګار داؤد ته ووايه چې، ”ستا پلار داسې فرمائى چې، تۀ هغه څوک نۀ يې چې زما دپاره د اوسېدو کور جوړ کړې.“ 5ما د هغې ورځې نه چې ما اِسرائيل راپورته کړو تر اوسه پورې په کوم کور کښې استوګنه نۀ ده کړې، بلکې زۀ د يوې خېمې نه بلې خېمې ته او د يو مسکن نه بل مسکن ته ګرځېدلے يم.
6هر هغه ځائ چې زۀ د ټول اِسرائيل سره ګرځېدلے يم، آيا ما د اِسرائيل کوم قاضي ته، چې ما هغوئ ته حُکم کړے وو چې زما د قوم شپانه شى، کله يوه خبره هم کړې ده چې، ’تاسو ولې زما دپاره د ديار کور جوړ نۀ کړو؟‘
7نو زما خدمتګار داؤد ته ووايه چې، ”د آسمانى لښکرو پلار داسې فرمائى چې، ما تۀ د څرګاه نه، د رمې د شا د تلو نه راواخستې، دې دپاره چې زما د قوم اِسرائيل حاکِم شې. 8هر چرته چې تۀ لاړې، زۀ ستا سره وم، او ستا ټول دښمنان مې ستا د مخې نه ختم کړل. اوس به زۀ ستا نوم د زمکې د لويو خلقو د نوم په شان کړم. 9زۀ به خپل قوم اِسرائيل ته يو ځائ مقرر کړم او هلته به يې کېنوم، دې دپاره چې په خپل کور کښې اوسېږى او بيا دې کله هم نۀ ګډوډ کيږى. بدکار خلق به يې بيا د مخکښې په شان نۀ ځوروى، 10کله چې ما خپل قوم اِسرائيل باندې قاضيان مقرر کړل. زۀ به ستا ټول دښمنان مغلوب کړم. زۀ درته وايم چې، ستا پلار به تا دپاره يو کور جوړ کړى. 11کله چې ستا ورځې پوره شى او تۀ د خپلو پلرونو سره د يو ځائ کېدو دپاره لاړ شې، نو زۀ به ستا د مرګ نه پس ستا اولاد، يعنې ستا د زامنو نه يو، راپورته کړم او د هغۀ بادشاهى به ټينګه کړم. 12هم هغه دے چې زما دپاره به يو کور جوړ کړى، او زۀ به د هغۀ تخت د تل دپاره ټينګ کړم. 13زۀ به د هغۀ پلار شم، او هغه به زما زوئ وى. زۀ به خپله مينه د هغۀ نه وانۀ خلم لکه څنګه چې ما هغه د هغه کس نه واخسته چې ستا نه مخکښې وو. 14زۀ به هغه د تل دپاره په خپل کور او خپله بادشاهۍ باندې مقرر کړم، او د هغۀ تخت به د تل دپاره ثابت وى.“
15ناتن دا ټولې خبرې او دا ټوله رويا داؤد ته بيان کړې.
داؤد د زمونږ پلار په وړاندې په حېرانۍ کښې ناست دے
16بيا داؤد بادشاه دننه لاړو، د زمونږ پلار په وړاندې کښېناستو او ووئيل چې، ”زۀ څوک يم، اے زما پلاره، او زما کور څۀ دے، چې تا زۀ دلته پورې راوستلے يم؟ 17او اے زما پلاره، دا ستا په نظر کښې يوه وړه خبره وه، نو تا د خپل خدمتګار د کور په حقله د ډېرې لرې راتلونکې زمانې خبره هم وکړه، او اے زما پلاره، تا ما ته د ټولو خلقو د لوئ کس په شان کتلى دى. 18داؤد نور تا ته څۀ وئيلے شى چې تا خپل خدمتګار ته دا عزت درکړو؟ ځکه چې تۀ خپل خدمتګار پېژنې. 19اے زما پلاره، د خپل خدمتګار دپاره او د خپل زړۀ په مطابق تا دا ټول لوئ کارونه وکړل، او دا ټولې لويې وعدې دې څرګندې کړې. 20اے زما پلاره، هيڅوک ستا په شان نشته، او ستا نه غير بل هيڅ پلار نشته، لکه څنګه چې مونږ دا ټول په خپلو غوږونو اورېدلى دى. 21د ستا د قوم اِسرائيل په شان بل څوک دے، هغه يواځينے قوم چې په زمکه باندې زمونږ پلار لاړو چې د خپل ځان دپاره يې يو قوم خلاص کړى، او چې تا د لويو او هيبتناکو کارونو په وسيله خپل نوم مشهور کړو، او د خپل قوم، چې تا هغوئ د مصر نه خلاص کړل، د مخې نه دې قومونه وشړل؟ 22تا خپل قوم اِسرائيل د تل دپاره خاص د ځان کړو، او اے زما پلاره، تۀ د هغوئ پلار شوے. 23نو اوس اے زما پلاره، هغه خبره چې تا د خپل خدمتګار او د هغۀ د کور په حقله وکړه، هغه دې د تل دپاره ثابته وى، او لکه څنګه چې تا وئيلى دى هغه شان وکړه. 24هغه دې ثابته وى، او ستا نوم دې د تل دپاره لوئ شى، دې دپاره چې خلق ووائى چې، ’د آسمانى لښکرو پلار د اِسرائيل باندې زمونږ پلار دے.‘ او د ستا د خدمتګار داؤد کور دې ستا په وړاندې ثابت وى. 25ځکه چې اے زما پلاره، تا خپل خدمتګار ته ښکاره کړه چې تۀ به د هغۀ دپاره يو کور جوړ کړې، نو ځکه ستا خدمتګار ستا په وړاندې د دُعا کولو جُرئت وموندو. 26نو اوس اے زما پلاره، تۀ زمونږ پلار يې، او تا خپل خدمتګار ته د دې ښۀ شى وعده کړې ده. 27نو اوس تا دا خوښه کړه چې د خپل خدمتګار کور ته برکت ورکړې، دې دپاره چې ستا په وړاندې د تل دپاره قائم پاتې شى، ځکه چې اے زما پلاره، تا هغه ته برکت ورکړے دے، نو هغه به د تل دپاره برکتى وى.“