زمونږ پلار داؤد ته هره فتح ورکوى
د فتوحاتو لنډیز — فلستیان، موآب، صوبه، ارام، ادوم — له خراج سره چې راروان دی او هغه برنج چې د هغه معبد لپاره ذخیره کېږي چې داؤد به یې نه جوړوي. هغه کرښه چې دوه ځله مهمه ده: زموږ پلار هغه ته هر چېرې چې لاړ بریا ورکړه، او هغه په عدالت حکومت وکړ.
18 1د دې نه پس داؤد فلسطينيان مات کړل او هغوئ يې تابع کړل، او د فلسطينيانو د لاس نه يې جات او د هغۀ ګېرچاپېره کلى ونيول. 2هغۀ موآب هم مات کړو، او موآبيان د داؤد تابع شول او هغۀ ته يې خراج راوړو.
3داؤد د ضوباه بادشاه هدد عزر ترحماه پورې مات کړو، کله چې هغه د خپل اِختيار غزولو دپاره د فرات سيند ته رهى وو. 4داؤد ترې يو زر رتهونه، اوۀ زره آسوار او شل زره پلى عسکر ونيول. هغۀ د ټولو رتهونو د آسونو رګونه پرې کړل، خو د سلو رتهونو دپاره يې کافى آس وساتل. 5کله چې د دمشق ارام د ضوباه بادشاه هدد عزر د مدد دپاره راغلو، نو داؤد دوه ويشت زره اراميان ووژل. 6داؤد په ارام دمشق کښې فوجى چوکۍ کېښودلې؛ اراميان د هغۀ نوکران شول او خراج يې ورکولو. او زمونږ پلار داؤد ته هر چرته چې لاړو فتح ورکوله. 7داؤد هغه د سرو زرو ډهالونه چې د هدد عزر افسرانو ګرځول اخستل او يروشلم ته يې راوړل. 8داؤد د هدد عزر د ښارونو طبحت او کون نه ډېر زيات پيتل واخستل؛ د دې نه سليمان د پيتلو سمندر، ستنې او د پيتلو لوښى جوړ کړل.
9کله چې د حماه بادشاه توعو واورېدل چې داؤد د ضوباه بادشاه هدد عزر ټوله فوج ماته کړې ده، 10نو هغۀ خپل زوئ هدورام بادشاه داؤد ته ولېږلو چې هغۀ ته سلام ورکړى او مُبارکى يې وکړى، ځکه چې هغۀ د هدد عزر سره جنګ کړے وو او مات يې کړے وو، او هدد عزر ډېر ځله د توعو سره په جنګ کښې وو. هدورام د سرو زرو، سپينو زرو او پيتلو هر قِسم لوښى راوړل. 11بادشاه داؤد دا د هغه سپينو زرو او سرو زرو سره چې د ټولو قومونو اِدوم، موآب، عمونيانو، فلسطينيانو او عمالِق نه يې اخستى وُو زمونږ پلار ته وقف کړل.
12د ضرُوياه زوئ ابيشے د مالګې په دره کښې اتلس زره اِدوميان ووژل. 13داؤد په اِدوم کښې فوجى چوکۍ کېښودلې؛ ټول اِدوميان د هغۀ تابع شول، او زمونږ پلار هغۀ ته هر چرته چې لاړو فتح ورکوله.
داؤد په اِنصاف او صداقت سره بادشاهى کوى
14نو داؤد په ټول اِسرائيل باندې بادشاهى وکړه، او د خپلو ټولو خلقو دپاره يې اِنصاف او صداقت جارى ساتلو. 15د ضرُوياه زوئ يوآب د فوج سالار وو؛ د اخيلود زوئ يهوسفط د حالاتو ليکونکے وو؛ 16د اخيطوب زوئ صدوق او د ابياتر زوئ اخى ملِک اِمامان وُو؛ شوشا مُنشى وو؛ 17د يهوياداع زوئ بناياه د کريتيانو او فليتيانو مشر وو؛ د داؤد زامن د بادشاه تر څنګ لوئ افسران وُو. a a v17 کريتيان او فليتيان د داؤد خاص شاهى محافظ ټولۍ وې، چې ګومان کيږى پېشه ور بهرنى عسکر وُو.