زمونږ پلار بيا د خپلو خلقو په مينځ کښې اوسيږى
صندوق په خپله خېمه کې ایښودل کېږي، او داؤد هر اسرائیلي ته ډوډۍ او کیک ورکوي، بیا آساف ته زموږ پلار ته د شکر یوه سندره سپاري: قومونو ته ووایاست، تړون په یاد ولرئ، تل یې لټوئ. منظمه عبادت په دوو ځایونو کې ترتیبېږي، ځکه چې خېمه لا هم په جبعون کې ولاړه ده.
16 1هغوئ د زمونږ پلار صندوق راوړو او هغه خېمه کښې کښېښو چې داؤد د دې دپاره جوړه کړے وه، او هغوئ د زمونږ پلار په وړاندې سوزاندونکى قربانۍ او د سلامتۍ قربانۍ وړاندې کړې. 2کله چې داؤد سوزاندونکى قربانۍ او د سلامتۍ قربانۍ وړاندې کولو نه فارغ شو، نو هغۀ د زمونږ پلار په نامه خلقو ته برکت ورکړو. 3او هغۀ هر اِسرائيلى ته، سړو او ښځو دواړو ته، د ډوډۍ يوه ګرده، د خرماؤ يو ټيک او د مميزو يو ټيک ووېشلو.
4هغۀ ځنې لاوى مقرر کړل چې د زمونږ پلار د صندوق په وړاندې خدمت وکړى، چې د زمونږ پلار نوم واخلى، شکر وباسى او تعريف يې وکړى. a a v4 ”نوم اخستل“ د دې معنىٰ لرى چې د خُدائ پاک نوم واخلى — هغه په دُعا او عام اعلان کښې راوبلى. 5اٰسف مشر وو، او د هغۀ نه دوېم زکريا وو، بيا يعيئيل، سميراموت، يحيئيل، متتياه، اليآب، بنياه، عوبيد اِدوم او يعيئيل وُو، چې طنبورې او ربابونه ئې لرل؛ او اٰسف به زنګونه وهل. 6بنياه او يحزيئيل کاهنانو ته دا کار وو چې د زمونږ پلار د لوظ د صندوق په وړاندې هر وخت نرسنګے وهى.
د داؤد د شکر سندره زمونږ پلار ته
7په هغه ورځ داؤد اول اٰسف او د هغۀ وروڼه مقرر کړل چې د زمونږ پلار شکر وباسى: 8د زمونږ پلار شکر وباسئ؛ د هغۀ نوم واخلئ؛ د هغۀ کارونه د قومونو په مينځ کښې اعلان کړئ! 9هغۀ ته سندرې ووايئ؛ د هغۀ ثناء ووايئ؛ د هغۀ د ټولو عجيبه کارونو خبرې وکړئ! 10د هغۀ په پاک نوم باندې فخر وکړئ؛ د هغه کسانو زړونه دې خوشحاله شى چې زمونږ پلار لټوى! 11زمونږ پلار او د هغۀ قوت ولټوئ؛ د هغۀ حضور تل لټوئ! 12هغه عجيبه کارونه په ياد ساتئ چې هغۀ کړى دى، د هغۀ معجزې او هغه فېصلې چې هغۀ اعلان کړې. 13اے د هغۀ د خادم د اِسرائيل اولاده، اے د يعقوب زامنو، د هغۀ غوره کړى کسانو! 14هغه زمونږ پلار دے؛ د هغۀ فېصلې په ټوله زمکه کښې دى. 15د هغۀ لوظ تل په ياد ساتئ، هغه خبره چې هغۀ د زرو پوښتونو دپاره حُکم کړه، 16هغه لوظ چې هغۀ د اِبراهيم سره وکړو، او هغه قسم چې هغۀ اِسحاق ته وخوړو، 17کوم چې هغۀ يعقوب ته د قانون په توګه، اِسرائيل ته د ابدى لوظ په توګه ثابت کړو، 18دا وئيلو چې، ”تاسو ته به زۀ د کنعان مُلک درکړم چې ستاسو مقرره ميراث دے.“ 19کله چې تاسو په شمار کښې لږ وئ، بې اهميته وئ، او په مُلک کښې مسافر وئ، 20د يو قوم نه بل قوم ته، د يوې بادشاهۍ نه بل قوم ته ګرزېدلئ، 21هغۀ هيچا ته اِجازت ورنۀ کړو چې په هغوئ ظلم وکړى؛ هغۀ د هغوئ په خاطر بادشاهانو ته جهړکى ورکړې،
22”زما مسح شوى کسانو ته لاس مۀ وروړئ، او زما نبيانو ته هيڅ ضرر مۀ رسوئ!“
23زمونږ پلار ته سندرې ووايئ، اے ټولې زمکې! د هغۀ خلاصون ورځ په ورځ اعلان کړئ. 24د هغۀ لوئيدونکى کارونه د قومونو په مينځ کښې اعلان کړئ؛ هر قوم ته هغه حېراتناک کارونه ووايئ چې هغۀ کړى دى! 25ځکه چې زمونږ پلار لوئ دے، او د تعريف وړ دے؛ هغه د ټولو بتانو نه زيات د وېرې وړ دے. 26ځکه چې د قومونو ټول بتان بېجانه دى، خو زمونږ پلار آسمانونه پېدا کړل. 27شان او شوکت د هغۀ په وړاندې دى؛ قوت او خوشحالى د هغۀ په استوګنځائ کښې دى. 28زمونږ پلار ته ادا کړئ، اے د قومونو ټولو قبيلو، زمونږ پلار ته لوئى او قوت ادا کړئ! 29زمونږ پلار ته هغه لوئى ادا کړئ چې د هغۀ نوم ته ښائى؛ نذرانه راوړئ او د هغۀ په وړاندې راشئ! د پاکوالى په شان کښې زمونږ پلار عبادت وکړئ. 30د هغۀ په وړاندې ولړزېږئ، اے ټولې زمکې! بېشکه، دُنيا پخه قائمه ده؛ هغه به هيچرې نۀ خوزيږى. 31آسمانونه دې خوشحاله شى، او زمکه دې ونازيږى، او د قومونو په مينځ کښې دې ووايى چې، ”زمونږ پلار بادشاهى کوى!“ 32سمندر دې غُرومبى، او هر څۀ چې په هغۀ کښې دى؛ پټى دې ونازيږى، او هر څۀ چې په هغوئ کښې دى! 33بيا به د ځنګل ونې د زمونږ پلار په وړاندې د خوشحالۍ نه سندرې وائى، ځکه چې هغه د زمکې د فېصلې دپاره راځى. 34زمونږ پلار شکر وباسئ، ځکه چې هغه ښۀ دے؛ ځکه چې د هغۀ مينه تل پاتې ده! 35دا هم ووايئ چې، ”اے زمونږ پلاره، مونږ خلاص کړه؛ مونږ راټول کړه او د قومونو د مينځ نه مو بچ کړه، ترڅو چې ستا پاک نوم ته شکر وباسو او ستا په ثناء باندې فخر وکړو.“ 36زمونږ پلار دې مبارک وى، د ازل نه تر ابده پورې! بيا ټولو خلقو ووئيل چې، ”آمين!“ او د زمونږ پلار ثناء ئې وکړه.
د زمونږ پلار د صندوق په وړاندې عبادت قائم شو
37نو داؤد اٰسف او د هغۀ وروڼه هلته د زمونږ پلار د لوظ د صندوق په وړاندې پرېښودل، چې د صندوق په وړاندې هر وخت خدمت وکړى لکه څنګه چې هره ورځ ضرورت وو، 38او عوبيد اِدوم د خپلو اته شپېتو وروڼو سره؛ عوبيد اِدوم چې د يدوتون زوئ وو او حوسه به دروازه بانان وُو. 39او صادوق کاهن او د هغۀ ملګرى کاهنان د زمونږ پلار د خېمګاه په وړاندې خدمت کولو، په هغه لوړ ځائ کښې چې په جبعون کښې وو، b b v39 ”لوړ ځائ“ د عبادت يو بهرنے ځائ وو، چې اکثر به په اوچته زمکه باندې جوړ شوے وو. 40ترڅو چې د زمونږ پلار دپاره د سوزاندونکى قربانۍ په قربانګاه باندې هر وخت، سحر او ماښام سوزاندونکى قربانۍ وړاندې کړى، د هر هغه څۀ مطابق چې د زمونږ پلار په شريعت کښې ليکلى دى، کوم چې هغۀ اِسرائيل ته حُکم کړے وو. 41د هغوئ سره هيمان او يدوتون او نور هغه کسان وُو چې غوره شوى وُو او په نوم مقرر شوى وُو، چې د زمونږ پلار شکر وباسى، ځکه چې د هغۀ مينه تل پاتې ده. 42هيمان او يدوتون د ځان سره نرسنګى او زنګونه لرل چې غږ ئې وکړى، او د زمونږ پلار د پاکو سندرو دپاره ساز وُو. د يدوتون زامن په دروازه باندې ولاړ وُو. 43بيا ټول خلق لاړل، هر څوک خپل کور ته، او داؤد مخ واړولو چې خپلې کورنۍ ته برکت ورکړى.