چاپ شوی
کتاب

تږے روح

د موسيقۍ د مشر دپاره. د قورح د زامنو د حکمت زبور.

له معبد څخه بېل شوی او په دې پېغور ورکول شوی چې 'ستا خدای چېرته دی؟'، سندرغاړی هغه وخت رایادوي چې د اختر ګڼه یې مخکې بیوله، هغه ګڼه چې اوس ورسره یوځای کېدای نه شي. دوه ځله له خپل خپه زړه څخه پوښتنه کوي، او دواړه ځله یې یو شان ځواب ورکوي: په زموږ پلار هیله وکړه، زه به یې بیا ستاینه کوم.

څپرکی 42.

لکه څنګه چې هوسۍ د اوبو د نهرونو دپاره تږه وى، هم هغه شان زما روح ستا دپاره تږے دے، اے زما پلاره.

زما روح زما د پلار دپاره تږے دے، د ژوندى پلار دپاره. زۀ به کله راشم او د هغۀ په مخکښې حاضر شم؟ زما اوښکې په ورځ او شپه کښې زما خوراک شوې دى، کله چې هغوئ ما ته ټوله ورځ وائى، ”ستا خُدائ پاک چرته دے؟“

دا شيان زۀ رايادوم، کله چې خپل روح توئوم: چې زۀ به د خلقو د ګڼې سره تلم او هغوئ مې د زمونږ پلار کور ته په قطار کښې بوتلل، د خوشحالۍ په نارو او د ثناء په سندرو سره، يوه لويه ګڼه چې جشن يې کولو.

اے زما روحه، تۀ ولې غمژن يې، او زما په دننه کښې ولې بې قراره يې؟ په زمونږ پلار اُميد ولره، ځکه چې زۀ به بيا د هغۀ ثناء وايم، هغه چې زما خلاصون او زما پلار دے.

اے زما پلاره، زما روح زما په دننه کښې غمژن دے، ځکه نو زۀ تا د يردن او د حرمون د علاقې نه، د مِضعار د غرۀ نه رايادوم.

ژوره ستا د ابشارونو د اواز سره بلې ژورې ته اواز کوى، ستا ټولې موجونه او څپې ما باندې تېرې شوې. په ورځ کښې زمونږ پلار خپلې وفاداره مينې ته حُکم کوى، او په شپه کښې د هغۀ سندره زما سره وى، زما د ژوند پلار ته يوه دُعا.

زۀ خپل پلار ته، چې زما تيږه دے، وايم، ”تا زۀ ولې هېر کړم؟ د دُښمن د ظلم په سبب زۀ ولې په ماتم کښې ګرځم؟“ لکه زما په هډوکو کښې يو مرګونے زخم، زما مخالفين ما طعنه راکوى، کله چې هغوئ ما ته ټوله ورځ وائى، ”ستا خُدائ پاک چرته دے؟“

اے زما روحه، تۀ ولې غمژن يې، او زما په دننه کښې ولې بې قراره يې؟ په زمونږ پلار اُميد ولره، ځکه چې زۀ به بيا د هغۀ ثناء وايم، هغه چې زما خلاصون او زما پلار دے.