زما انصاف وکړه، اے زما پلاره
همغه شکایت دوام کوي — ولې په غم کې وګرځم، رټل شوی. د آرامۍ پر ځای هغه غواړي چې رڼا او حقیقت د لارښوونکو په توګه ورولېږل شي، چې بېرته یې قربانګاه او خپلې تر ټولو لویې خوښۍ ته راولي. بیا هماغه بند راګرځي: په زموږ پلار هیله وکړه.
43 1اے زما پلاره، زما انصاف وکړه او د يو بېوفا قوم په مقابله کښې زما طرفدارى وکړه؛ د دوکه باز او ظالم سړى نه ما وژغوره. 2ځکه چې تۀ زما پلار يې، زما قلعه يې. تا زۀ ولې رد کړم؟ د دښمن د ظلم لاندې زۀ ولې په غم کښې ګرځم؟ 3خپل رڼا او خپل حقيقت راولېږه؛ هغه دې زما لارښوونه وکړى؛ هغه دې ما ستا مقدس غر ته راولى، هغه ځائ ته چې تۀ هلته اوسېږې. 4نو زۀ به د زمونږ پلار قربانګاه ته لاړ شم، هغۀ ته چې زما تر ټولو لويه خوشحالى دے؛ او زۀ به په رباب سره د خپل پلار ثناء ووايم. 5اے زما روحه، تۀ ولې افسرده يې؟ او زما په زړۀ کښې ولې بېقراره يې؟ په زمونږ پلار اُميد ولره؛ ځکه چې زۀ به بيا هم د هغۀ ثناء ووايم، چې زما خلاصون او زما پلار دے.