هغه ذات چې بېوسو ته ګورى
د موسيقۍ د مشر دپاره. د داؤد زبور.
د ناروغۍ په بستر کې یوه دعا چې په یوه وعده تکیه لري: زموږ پلار د هغه چا ملاتړ کوي چې د بې وسو پروا کوي. لیدونکي خبرې راټولوي او بهر ځي چې خپرې یې کړي؛ دښمنان حساب کوي چې څومره ژر به مړ شي. تر ټولو سخت ګوزار د هغه باوري ملګري دی چې د ده ډوډۍ یې خوړلې وه.
41 1مبارک دے هغه څوک چې د بېوسو خيال ساتى، د مصيبت په ورځ به يې زمونږ پلار خلاص کړى. 2زمونږ پلار به يې ساتنه وکړى او ژوندے به يې وساتى، په مُلک کښې به مبارک وبللے شى. تۀ به يې د دښمنانو مرضۍ ته نۀ سپارې. 3زمونږ پلار به د هغۀ د ناروغۍ په بستر باندې مدد ورکوى، د ناروغۍ په حالت کښې به تۀ هغه بيا پوره روغ کړې.
4ما ووئيل چې، ”اے زما پلاره، په ما مهربانى وکړه، ما روغ کړه، ځکه چې ما ستا خلاف ګناه کړې ده.“ 5زما دښمنان زما په حقله بدې خبرې کوى، ”دا به کله مرى او د دۀ نوم به کله ورک شى؟“ 6کله چې څوک زما ليدو ته راځى، نو بېمانا خبرې کوى، خو په خپل زړۀ کښې بهتان راټولوى، بيا بهر ووځى او هغه بهتان خپروى.
7هغه ټول چې له ما سره نفرت کوى، زما خلاف يو ځائ پس پس کوى، هغوئ زما دپاره د نقصان تدبيرونه جوړوى. 8”يو وژونکے مرض پرې راغلے دے، هغه چرته چې پروت دے، بيا به له هغه ځايه نۀ پاڅى.“ 9حتىٰ زما هغه نزدې دوست چې ما پرې اعتبار کاوۀ، چې زما ډوډۍ يې خوړله، هغه هم زما خلاف شو. a a v9 عيسىٰ دا آيت په هغه شپه وفرمايلو کله چې هغه دوکه کړلے شو، او يهوداه يې د هغه دوست په توګه وښودو چې د هغۀ ډوډۍ يې شريکه کړه او بيا د هغۀ خلاف شو (يوحنا ۱۳:۱۸).
10خو تۀ، اے زما پلاره، په ما مهربانى وکړه او ما راپورته کړه، دې دپاره چې زۀ هغوئ ته بدله ورکړم. 11په دې زۀ پوهيږم چې تۀ په ما خوشحاله يې، دا چې زما دښمن زما په مقابله کښې د فتحې نارې نۀ وهى. 12زما په حقله، تۀ ما زما د ديانت له وجې ساتې، او ما د تل دپاره د خپل مخ په وړاندې ودروې.
13زمونږ پلار دې مبارک وى، د ازل نه تر ابد پورې. آمين او آمين.