چاپ شوی
کتاب

د بېوقوف اِنکار

د موسيقۍ د مشر دپاره. د داؤد.

د احمق دا ادعا چې خدای نشته، عملي ګڼل کېږي، نه نظري. زموږ پلار ټول انسانیت لټوي چې څوک پوه شته، او هېڅوک نه مومي. هغه څوک چې د هغه خلک خوري، ناڅاپي وېره ورباندې راځي؛ زبور له صیون څخه د نجات په ارمان پای ته رسېږي.

څپرکی 14.

بېوقوف په خپل زړۀ کښې وائى چې، ”خُدائ پاک نشته.“ هغوئ خراب شوى دى، د هغوئ کارونه ناپاک دى؛ هيڅوک نشته چې نيک کار کوى.

زمونږ پلار د آسمان نه د بنى آدمو په اولاد باندې ګورى، دې دپاره چې ووينى چې آيا څوک شته چې پوهېږى، او هغه لټوى. هغوئ ټول اوړېدلى دى؛ ټول په ګډه خراب شوى دى؛ هيڅوک نشته چې نيک کار کوى، حتى يو تن هم نشته.

آيا دا ټول بدکاران په هيڅ نۀ پوهېږى، هغوئ چې زما قوم داسې خورى لکه څنګه چې ډوډۍ خورى، او هيڅکله زمونږ پلار ته سوال نۀ کوى؟ هلته هغوئ په ويره کښې ډوب شوى دى، ځکه چې زمونږ پلار د صادقانو د نسل سره دے. اے بدکارانو، تاسو د غريب تدبيرونه خرابول غواړئ، خو زمونږ پلار د هغۀ پناه ګاه دے.

کاشکې د اِسرائيل خلاصون د صيون نه راووځى! کله چې زمونږ پلار د خپل قوم حالت بحال کړى، نو دې يعقوب خوشحالى وکړى، او دې اِسرائيل خوشحاله شى.