څوک د هغۀ په حضور کښې ځائ لرى؟
د داؤد يو زبور.
یوه پوښتنه چې د عبادتځای په دروازه کې کېږي — څوک زموږ د پلار په سپېڅلي غره اوسېدی شي — په عادي چلند ځوابېږي: رښتینې خبرې، نه غیبت، ګاونډي ته نه زیان، هغه قسم چې ساتل یې ګران شي بیا هم ساتل کېږي، نه بډې. داسې کس هېڅکله نه لړزېږي.
15 1اے پلاره، ستا په خيمه کښې څوک اوسېدے شى؟ ستا په پاک غرۀ باندې څوک ژوند کولے شى؟ 2هغه څوک چې په صداقت ګرزى او څۀ چې حق وى هغه کوى، او د خپل زړۀ نه رښتيا وائى. 3هغه په خپلې ژبې تهمت نۀ لګوى، خپل ګاونډى ته تاوان نۀ رسوى، او د خپل ملګرى بدى نۀ کوى. 4هغه د کمينه سړى نه نفرت کوى، خو د هغه چا عزت کوى چې زمونږ د پلار نه ويريږى؛ هغه خپله قسم ساتى، اګر کۀ ورته تاوان ورسيږى، او بيا نۀ ګرزى. 5هغه خپل پيسې په سود نۀ ورکوى، او د بېګناه خلافو رشوت نۀ اخلى. څوک چې دا کارونه کوى هغه به هيڅکله ونۀ خوزولے شى.