تۀ به تر کله ځان پټوے؟
د نغمو د مشر دپاره. د داؤد يو زبور.
داؤد څلور ځله پوښتي چې تر کله — تر کله هېر، تر کله ترې پټ، تر کله د غم بار وړل، تر کله دښمن بر لاسی. د هغه په حالت کې هېڅ نه بدلېږي. بیا هم زبور د هغه د پلار په مینه اوړي، او د هغې نېکۍ په سندرو پای ته رسېږي چې دمخه یې ترلاسه کړې.
13 1اے پلاره، تۀ به ما تر کله هېروې؟ د تل دپاره؟ تۀ به خپل مخ تر کله زما نه پټوے؟
2زۀ به تر کله د خپلو خيالونو سره جنګېږم او ټوله ورځ به په خپل زړۀ کښې غم ګرځوم؟ زما دښمن به تر کله په ما باندې غالب وى؟ 3اے پلاره، ما ته وګوره او ځواب راکړه؛ زما سترګو ته رڼا ورکړه، ګنې زۀ به د مرګ په خوب وېده شم.
4زما دښمن به ووائى چې، ”ما پرې غلبه وکړه،“ او کله چې زۀ راوغورځم نو زما دښمنان به خوشحاله شى. 5خو ما ستا په وفاداره مينه باندې بهروسه کړې ده؛ زما زړۀ به ستا په خلاصون کښې خوشحالى وکړى. 6زۀ به خپل پلار ته سندرې ووايم، ځکه چې هغۀ په ما ډېر احسان کړے دے.