هغه بلنه چې يونس ترې وتښتېدو
يو نبي د پلار له هغې بلنې تښتي چې د اسرائيلو دښمنانو ته تبليغ وکړي، يو لوی کب يې تېروي، او — په زړهنازړه — زده کوي چې زموږ د پلار رحم د هغه له خپل رحم ډېر پراخ دی.
1 1نو د زمونږ پلار کلام د اموتى زوئ يونس ته راغلو چې،
2”پاڅه، نينوه، هغه لوئ ښار ته لاړ شه او د هغۀ خلاف اوازه پورته کړه، ځکه چې د هغوئ بدى زما مخکښې راپورته شوې ده.“
3خو يونس د زمونږ پلار د حضور نه ترشيش ته د تښتېدو دپاره روان شو. هغه يافا ته ښکته شو، يو بېړۍ يې وموندله چې ترشيش ته روانه وه، کرايه يې ورکړه او په کښې سور شو چې د هغوئ سره د زمونږ پلار د حضور نه ترشيش ته لاړ شى.
4بيا زمونږ پلار په سمندر باندې يو سخت باد راوغورزولو. يو زورور طوفان راپورته شو او داسې ښکارېدل چې ګوندې بېړۍ به ماته شى. 5مَلاح سخت ووېرېدل او هر يو خپل خپل بت ته په چغو شو. هغوئ د بېړۍ سامان سمندر ته وغورزولو چې هغه سپکه کړى. خو يونس د بېړۍ لاندې برخې ته ښکته شوے وو، چرته چې هغه په ګرانه خوب ويده وو. 6د بېړۍ ناخدا راغلو او ورته يې ووئيل چې، ”تۀ څنګه ويده يې؟ پاڅه، خپل بت ته چغې کړه! کېدے شى چې هغه زمونږ خيال وساتى او مونږ هلاک نۀ شُو.“
7هغه سړيو يو بل ته ووئيل چې، ”راځئ، چې پچې واچوو چې معلومه کړو چې دا آفت په مونږ باندې د چا په سبب راغلو.“ هغوئ پچې واچولې او پچه په يونس باندې ولوېده. 8هغوئ هغۀ ته ووئيل چې، ”مونږ ته ووايه چې تۀ چې دا آفت په مونږ راوستلو، ستا کار څۀ دے؟ تۀ د کومه راځې؟ ستا وطن کوم دے؟ تۀ د کوم قوم نه يې؟“
9هغۀ جواب ورکړو چې، ”زۀ عبرانے يم او زۀ د زمونږ پلار، د آسمان د پلار نه وېرېږم چې سمندر او وچه زمکه يې جوړه کړې ده.“
10بيا هغه سړى سخت ووېرېدل او ورته يې ووئيل چې، ”تا دا څۀ وکړل؟“ ځکه چې هغوئ ته معلومه وه چې هغه د زمونږ پلار د حضور نه تښتېدو، دا ځکه چې هغۀ دا هغوئ ته وئيلى وُو.
11بيا هغوئ هغۀ ته ووئيل چې، ”مونږ ستا سره څۀ وکړو چې زمونږ دپاره سمندر ارام شى؟“ ځکه چې سمندر نور هم په طوفانى کېدو وو.
12هغۀ ورته ووئيل چې، ”ما پورته کړئ او سمندر ته مې وغورزوئ، نو ستاسو دپاره به ارام شى. زۀ پوهيږم چې دا لوئ طوفان زما په سبب په تاسو باندې راغلے دے.“
13خو هغو سړيو سخت بېړۍ وچلوله چې وچې ته ورسيږى، خو ونۀ توانېدل، ځکه چې سمندر د هغوئ خلاف نور هم سرکش کېدو. 14نو هغوئ زمونږ پلار ته چغې کړې چې، ”اے خُدايه، مونږ ته اجازت مۀ راکوه چې د دې سړى د جان په سبب مړۀ شُو. زمونږ په سر د بېګناه وينې الزام مۀ راوړه، ځکه چې تا هغه څۀ وکړل څنګه چې ستا خوښه وه.“ 15بيا هغوئ يونس پورته کړو او سمندر ته يې وغورزولو او هغه جوش وهونکے سمندر ارام شو. 16نو بيا هغه سړى د زمونږ پلار نه ډېر ووېرېدل، زمونږ پلار ته يې قربانى وړاندې کړه او وعدې يې وکړې.
17نو زمونږ پلار يو لوئ کب مقرر کړو چې يونس تېر کړى او يونس د دريو ورځو او دريو شپو دپاره د کب په خېټه کښې وو.