چاپ شوی
کتاب

يونس په ژورو اوبو کښې

د کب له خېټې یونس د ډوب شوي سړي په څېر دعا کوي، سمندري واښه یې پر سر تاو، او د ځمکې دروازې یې شاته تړل شوې، او له زموږ پلار څخه مننه کوي چې د هغه ژوند یې له کندې راپورته کړ. هغه ژمنه کوي چې څه یې نذر کړي وو ادا به یې کړي، او کب هغه وچې ځمکې ته راغورځوي.

څپرکی 2.

نو بيا يونس د کب د خيټې د ننه نه زمونږ پلار ته داسې دعا وکړه چې، په خپل تکليف کښې ما خپل پلار ته اواز وکړو، او هغۀ ما ته جواب راکړو؛ د قبر د خيټې نه ما د مدد دپاره فرياد وکړو، او تا زما اواز واورېدو. تا زۀ په ژورو اوبو کښې وغورزولم، د سمندرونو په زړۀ کښې، او بهير زما چاپېره وګرځېدل؛ ستا ټولې چپې او څپې زما د پاسه تېرې شوې. نو ما ووئيل، ”زۀ ستا د نظر نه شړلے شوے يم؛ خو بيا به زۀ ستا پاک هيکل ته وګورم.“ اوبو زۀ تر مرګه پورې راګېر کړم؛ ژورو اوبو زۀ راچاپېر کړم؛ د سمندر واښۀ زما د سر چاپېره راتاو شول. زۀ د غرونو تر بيخونو پورې ډوب شوم؛ زمکې خپلې دروازې زما د شا نه د تل دپاره بندې کړې. خو تا زما ژوند د ګړنګ نه راپورته کړو، اے زما پلاره. کله چې زما ساه ختمېدله، ما خپل پلار ياد کړو، او زما دعا تا ته، ستا پاک هيکل ته ورسېده. څوک چې په بې کاره بتانو پورې نښتى وى، هغوئ د هغې مينې نه لرې کيږى چې د هغوئ کېدے شوه. خو زۀ به تا ته د شکر او ثنا سره قربانى وړاندې کړم؛ هر هغه منت به پوره کړم چې ما منلے دے. خلاصون د زمونږ پلار دے!

نو بيا زمونږ پلار کب ته حُکم وفرمائيلو، او کب يونس وچې زمکې باندې قے کړو.