دوېم موقع
د زموږ پلار کلام دویم ځل راځي او یونس ځي، یوه ورځ مزل کوي او نینوا ته ننوځي او اعلانوي چې څلوېښت ورځې پاتې دي چې ونړول شي. ټول ښار ایمان راوړي، پاچا خپل تخت پرېږدي او ټاټ اغوندي او په ایرو کې کېني، او کله چې خدای ګوري چې هغوی بېرته راګرځي، هغوی نه تباه کوي.
3 1بيا د زمونږ پلار کلام دوېم ځل يونس ته راغلو چې،
2”پاڅه، نينوه هغه لوئ ښار ته لاړ شه او هغه پېغام ورته اعلان کړه چې زۀ يې درکوم.“
3نو يونس پاڅېدو او څنګه چې زمونږ پلار فرمائيلى وُو، هم هغه شان نينوه ته لاړو. نينوه بے حده لوئ ښار وو، چې د دې تېرېدل درے ورځې نيولې. 4يونس يوه ورځ په ښار کښې لاړو او چغې يې کړې چې، ”نور څلوېښت ورځې پاتې دى او نينوه به نسکوره شى!“ a a v4 ”نسکوره شى“ په قصد سره دوه مانې لرى — دا د تباه کېدو يا د بدلون مانا ورکوى، هغه طنز چې د باب پاتې حصه يې پوره کوى.
5د نينوه خلقو په خُدائ پاک ايمان راوړو. هغوئ د روژې اعلان وکړو او د لوئ نه تر وړوکى پورې ټولو ټاټ واغوستو.
6کله چې دا خبر د نينوه بادشاه ته ورسېدو، نو هغه له خپل تخت نه پاڅېدو، خپله جامه يې وويستله، ځان يې په ټاټ کښې پټ کړو او په ايرو کښې کښېناستو. 7د بادشاه او د هغۀ د اميرانو په حُکم سره يې په نينوه کښې دا اعلان وکړو چې، نۀ هيڅ انسان، نۀ هيڅ حيوان، نۀ غله او نۀ رمه دې هيڅ شے وڅکى؛ هغوئ دې نۀ څرى او نۀ اوبۀ څښى. 8دې دپاره چې انسان او حيوان دواړه په ټاټ کښې پټ شى، او هر څوک دې په خپل ټول زور سره خُدائ پاک ته چغې کوى. هر څوک دې له خپلې بدې لارې او له هغه ظلم نه چې د هغۀ په لاسونو کښې دے، واوړى. 9څوک پوهيږى؟ کېدے شى چې خُدائ پاک واوړى او خپل خيال بدل کړى، له خپل سخت قهر نه واوړى، دې دپاره چې مونږ تباه نۀ شُو.
10کله چې خُدائ پاک د هغوئ کارونه وليدل چې هغوئ له خپلې بدې لارې واوښتل، نو خُدائ پاک د هغې مصيبت په حقله خپل خيال بدل کړو چې د هغوئ په سر راوستلو ګواښ يې کړے وو، او دا يې ونۀ کړو.