زما تلل ستاسو د ګټې دپاره دى
عيسىٰ ورته په ښکاره وايي چې له کنيسو به وايستل شي او د داسې خلکو له خوا به ووژل شي چې فکر کوي د خدای خدمت کوي. بيا هم، د هغه تګ ښه دی، ځکه روح د ملامتولو او لارښوونې لپاره راځي. د هغوی غم به، د ښځې د زېږون د درد په څېر، په خوښۍ بدل شي. پلار له هغوی سره مينه لري.
16 1”ما تاسو ته دا ټول شيان دې دپاره ووئيل چې تاسو له لار ورکه نۀ شى. 2هغوئ به تاسو د عبادت خانو نه وباسى، خو هغه ساعت راروان دے چې کله به څوک تاسو قتل کوى نو دا به ګڼى چې خُدائ پاک ته خدمت وړاندې کوى. 3هغوئ به دا ځکه کوى چې نۀ يې پلار پېژندلے دے او نۀ ما. 4خو ما تاسو ته دا دې دپاره ووئيل چې کله د هغوئ ساعت راشى نو تاسو له ياد شى چې ما تاسو ته دا وئيلى وُو. ما تاسو ته دا د شروع نه ونۀ وئيل، ځکه چې زۀ ستاسو سره وم.
5”خو اوس زۀ هغۀ ته روان يم چې زۀ يې راستولے يم، او ستاسو نه هيڅوک راته نۀ پوښتى چې، ’تۀ چرته ځې؟‘ 6بلکې، ځکه چې ما تاسو ته دا شيان ووئيل، نو ستاسو زړۀ په غم ډک شوے دے. 7زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې، زما تلل ستاسو د ګټې دپاره دى. کۀ زۀ لاړ نۀ شم، نو مددګار، يعنې روحُ القُدس، تاسو له به رانۀشى. خو کۀ زۀ لاړ شم، نو زۀ به هغه تاسو ته راولېږم. 8او کله چې هغه راشى، نو هغه به د ګناه، صداقت او د عدالت په حقله دُنيا ته قائل کوى: 9د ګناه په حقله، ځکه چې هغوئ په ما ايمان نۀ راوړى؛ 10د صداقت په حقله، ځکه چې زۀ خپل پلار ته ځم او تاسو به ما بيا نۀ وينئ؛ 11د عدالت په حقله، ځکه چې د دې دُنيا حاکم باندې عدالت شوے دے.
12”لا تر اوسه زما ډېر څۀ شته چې تاسو ته يې ووايم، خو تاسو يې اوس زغملے نۀ شئ. 13خو کله چې هغه، يعنې د حق روح، راشى، نو هغه به تاسو ته د ټول حق لار وښايى. هغه به د ځان نه خبرې نۀ کوى، بلکې څۀ چې اورى هم هغه به وائى، او څۀ چې راروان دى هغه به تاسو ته وائى. 14هغه به زما لوئى څرګندوى، ځکه چې هغه به زما د څيزونو نه واخلى او تاسو ته به يې ووائى. 15څۀ چې زما پلار سره دى هغه ټول زما دى؛ ځکه خو ما ووئيل چې هغه زما د څيزونو نه اخلى او تاسو ته به يې ووائى.
16”لږ وخت پس به تاسو ما بيا نۀ وينئ؛ بيا لږ وخت پس به تاسو ما ووينئ.“
ستاسو غم به په خوشحالۍ بدل شى
17نو د هغۀ ځنې مريدانو يو بل ته ووئيل چې، ”د دې څۀ مطلب دے چې وائى، ’لږ وخت پس به تاسو ما نۀ وينئ، او بيا لږ وخت پس به تاسو ما ووينئ،‘ او، ’ځکه چې زۀ پلار ته ځم‘؟“ 18نو هغوئ به بيا بيا وئيل چې، ”د دې څۀ مطلب دے چې وائى، ’لږ وخت‘؟ مونږ ته نۀ معلوميږى چې هغه د څۀ خبره کوى.“
19عيسىٰ ته معلومه شوه چې هغوئ غوښتل چې هغۀ ته پوښتنه وکړى، نو هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”آيا تاسو يو بل ته د دې پوښتنه کوئ چې ما د دې څۀ مطلب اخستو چې، ’لږ وخت پس به تاسو ما نۀ وينئ، او بيا لږ وخت پس به تاسو ما ووينئ‘؟
20”رښتيا رښتيا زۀ تاسو ته وايم چې، تاسو به ژاړئ او ماتم به کوئ، خو دُنيا به خوشحاله وى. تاسو به غمژن شئ، خو ستاسو غم به په خوشحالۍ بدل شى. 21کله چې ښځه د بچى زيږولو په درد کښې وى نو درد لرى، ځکه چې د هغې ساعت راغلے وى؛ خو کله چې يو ځل بچے پېدا کړى، نو هغه ټوله تکليف هېروى، ځکه چې خوشحاله وى چې يو انسان په دُنيا کښې پېدا شوے دے. 22نو تاسو ته هم اوس غم دے، خو زۀ به تاسو بيا ووينم، او ستاسو زړۀ به خوشحاله شى، او هيڅوک به ستاسو نه ستاسو خوشحالى وانۀ خلى.
23په هغه ورځ به تاسو زما نه هيڅ نۀ غواړئ. رښتيا رښتيا زۀ تاسو ته وايم چې، څۀ چې به تاسو زما په نوم زما د پلار نه وغواړئ، هغه به يې تاسو له درکړى. 24تر اوسه پورې تاسو زما په نوم هيڅ نۀ دى غوښتى. وغواړئ، او تاسو ته به درکړے شى، چې ستاسو خوشحالى پوره شى.
25ما تاسو ته دا شيان په مثالونو کښې وئيلى دى. هغه ساعت راروان دے چې کله به زۀ په مثالونو کښې خبرې نۀ کوم، بلکې زۀ به تاسو ته د خپل پلار په حقله صفا صفا ووايم. 26په هغه ورځ به تاسو زما په نوم غواړئ، او زۀ تاسو ته دا نۀ وايم چې زۀ به ستاسو دپاره زما د پلار نه غواړم؛ 27ځکه چې پلار پخپله له تاسو سره مينه کوى، ځکه چې تاسو له ما سره مينه کړې ده او ايمان مو راوړے دے چې زۀ د زمونږ پلار نه راغلے يم. a a v27 عيسىٰ مريدانو ته وائى چې پلار پخپله ورسره مينه کوى — نۀ د لرې نه، او نۀ د عيسىٰ په ذريعه د بېزړۀ منځګړى په شان. د هغوئ مينه د عيسىٰ سره او ايمان يې د پلار نه د هغۀ په راتلو، هغوئ د پلار په خپله مينه کښې ننويستى دى. 28زۀ زما د پلار نه راغلم او دُنيا ته ننوتم؛ بيا، زۀ دُنيا پرېږدم او زما پلار ته ځم.“
29د هغۀ مريدانو ووئيل چې، ”اوس تۀ صفا صفا خبرې کوې او هيڅ مثال نۀ استعمالوې! 30اوس مونږ ته معلومه شوه چې تۀ هر څۀ پوهېږې او ستا دا ضرورت نشته چې څوک تا نه پوښتنه وکړى؛ نو مونږ ايمان راوړو چې تۀ د زمونږ پلار نه راغلے يې.“
31عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”آيا تاسو اوس ايمان راوړئ؟
32”ګورئ، هغه ساعت راروان دے — بلکې راغلے دے — چې کله به تاسو خواره واره شئ، هر يو به خپل کور ته ځى، او ما به يوازې پرېږدئ. خو بيا هم زۀ يوازې نۀ يم؛ زما پلار زما سره دے. 33ما تاسو ته دا دې دپاره ووئيل چې تاسو ته په ما کښې سلامتى وى. په دُنيا کښې به تاسو له تکليف ورسيږى، خو زړۀ قوى ساتئ — ما په دُنيا باندې غلبه کړې ده.“