چاپ شوی
کتاب

آسمانونه څيرې کړه

دا يوه دعا ده چې زموږ پلار دې آسمان څيرې کړي او ښکته راشي. د خلکو دفاع نه کوي، د هغوی غوره کړنې ناپاکه جامه بولي او مني چې هیڅوک يې نه نيسي. معبد سوځول شوی. په يوې بې ځوابه پوښتنې پای ته رسېږي.

څپرکی 64.

اے، کاشکې چې تۀ آسمانونه څيرې کړې او راکوز شې، چې ستا د حضور نه غرونه ولړزيږى، لکه څنګه چې اور بوټو ته لمبه ورکوى او اوبۀ اېشوى — دې دپاره چې ستا نوم ستا دښمنانو ته ښکاره شى، چې قومونه ستا د حضور نه ولړزيږى! کله چې تا داسې حيرانوونکى کارونه وکړل چې مونږ يې هيله نۀ لرله، تۀ راکوز شوې، او ستا د حضور نه غرونه ولړزيدل. د پخوا زمانې نه، نۀ چا اورېدلى او نۀ په غوږ درک کړى، نۀ کوم سترګې ستا نه بغير بل څوک ليدلے، چې هغه د هغه چا دپاره کار کوى څوک چې د هغۀ انتظار کوى. تۀ هغه کسان خوشحالى ته راولې څوک چې په خوشحالۍ سره صداقت کوى، څوک چې تا يادوى کله چې هغوئ ستا په لارو روان وى. خو تۀ غصه شوې، او مونږ ګناه وکړله؛ مونږ ډېره موده په خپلو ګناهونو کښې يُو — ايا مونږ خلاصون موندلے شُو؟ مونږ ټول د داسې چا په شان شوى يُو څوک چې ناپاک وى، او زمونږ ټول صادقانه کارونه د ناپاکې جامې په شان دى. مونږ ټول د پاڼې په شان وچيږو، داسې هيڅوک نشته چې ستا نوم رايادوى، څوک چې ځان راپاڅوى چې تۀ ونيسى؛ ځکه چې تا خپل مخ زمونږ نه پټ کړے دے او مونږ دې زمونږ ګناهونو ته سپارلى يُو.

خو اوس، تۀ زمونږ پلار يې؛ مونږ خټه يُو، او تۀ زمونږ کوزه ګر يې؛ مونږ ټول ستا د لاس کار يُو. دومره سخته غصه مۀ کوه، زمونږ پلاره، او زمونږ ګناه تل مۀ يادوه. مهربانى وکړه، وګوره — مونږ ټول ستا قوم يُو. ستا پاک ښارونه بيابان شوى دى؛ صيون بيابان شوے دے، يروشلم ويجاړه شوے دے. زمونږ پاک او ښائسته کور، چرته چې زمونږ پلارونو ستا ثناء بيانوله، په اور سوزولے شوے دے، او هر څۀ چې مونږ عزيز ګڼل هغه ويجاړ شوى دى. د دې ټولو نه پس، ايا تۀ به ځان ونيسې، زمونږ پلاره؟ ايا تۀ به خاموش پاتې شې او مونږ ته به دومره سخت عذاب راکړې؟