د راپرېوتى اِسرائيل په حقله نوحه
پر يو قوم چې لا ولاړ دی، د جنازې سندره ويل کېږي. د وتلو لاره تکرارېږي: ما ولټوئ او ژوندي شئ، ښه ولټوئ، په دروازه کې عدالت ټينګ کړئ. زموږ پلار د هغوی اخترونو او سندرو ته له غوږ نيولو انکار کوي؛ هغه څه چې غواړي، عدالت دی چې د اوبو په څېر بهېږي.
5 1اے د اِسرائيلو کورنۍ، دا کلام واورئ چې زۀ يې ستاسو په حقله د نوحې په توګه اوچتوم: 2باکره اِسرائيل راپرېوته، چې بيا به هيڅکله پاڅيږى نه؛ هغه په خپله زمکه باندې بېکسه پرته ده، چې هيڅوک يې پاڅولو له نشته.
3ځکه چې حاکم پلار فرمائى: هغه ښار چې يو زر تنه ترې وتل، سل تنه به پکښې پاتې شى؛ هغه چې سل تنه ترې ووتل، لس تنه به پکښې پاتې شى د اِسرائيلو د کورنۍ دپاره.
4ځکه چې زمونږ پلار د اِسرائيلو کورنۍ ته داسې فرمائى: ما ولټوئ او ژوندى اوسئ. 5خو بيتايل مۀ لټوئ، جِلجال ته مۀ ځئ، بيرشبع ته پورې مۀ اوړئ؛ ځکه چې جِلجال به خامخا جلاوطن شى، او بيتايل به هيڅ نۀ پاتې کيږى. a a v5 د جِلجال خپل نوم داسې اوريدلے شى لکه ”په جلاوطنۍ کښې رغړولے شوے“ هغه زيارت چې خلقو پرې بروسه کوله، د دوئ د خپلې اسيرۍ کلمه شوه.
6زمونږ پلار ولټوئ او ژوندى اوسئ، ګنې هغه به د اوبسف په کورنۍ کښې د اور په شان راتاو شى؛ هغه به وخورى، چې د بيتايل دپاره يې مړولو له هيڅوک نشته. 7اے تاسو چې اِنصاف په تريخ زهر اوړوئ او صداقت زمکې ته غورزوئ. 8هغه چې پرويړې او جوزا يې جوړې کړې، چې کوټه تيارۀ په سحر اوړوى او ورځ په شپه تياروى، چې د سمندر اوبه راغواړى او د زمکې په مخ يې توئوى زمونږ پلار د هغۀ نوم دے. 9هغه په زورورو باندې ناګهانه تباهى راولى، او قلعه وران شى. 10هغوئ د هغه چا نه کرکه کوى چې په دروازه کښې ملامتوى، او د هغه چا نه بيزارى کوى چې رښتيا وائى. b b v10 ”دروازه“ د ښار دروازه وه چې قانونى مقدمې به پکښې اوريدلې کيدلې او اِنصاف به کيدو د پخوانۍ زمانې عدالتخانه. 11نو ځکه، چې تاسو غريبان ښکته کوئ او د دانې مالِيه ترې اخلئ، تاسو د تراشلو تيږو کورونه جوړ کړل، خو تاسو به پکښې نۀ اوسيږئ؛ تاسو ښکلى انګور باغونه کرل، خو د هغو شراب به نۀ څښئ. 12ځکه چې زۀ پوهيږم چې ستاسو خطاوې څومره ډېرې دى او ستاسو ګناهونه څومره لوئ دى اے تاسو چې صادقانو ته تکليف ورکوئ او رشوت اخلئ او محتاجان په دروازه کښې لرې کوئ. 13نو ځکه هوښيار سړے په داسې وخت کښې چپ پاتې کيږى، ځکه چې دا بد وخت دے. 14نيکى ولټوئ، نۀ بدى، دې دپاره چې ژوندى اوسئ؛ او داسې به د آسمانى لښکرو پلار ستاسو سره وى، لکه څنګه چې تاسو دعوىٰ کوئ. 15د بدۍ نه کرکه کوئ او د نيکۍ سره مينه کوئ، او په دروازه کښې اِنصاف قائم کړئ؛ کيدے شى چې د آسمانى لښکرو پلار به د اوبسف په پاتې شوو باندې فضل وکړى.
16نو د آسمانى لښکرو پلار داسې فرمائى: په هر چوک کښې به ژړا وى؛ په هره کوڅه کښې به خلق چغې وهى، ”افسوس! افسوس!“ هغوئ به کروندګر نوحې ته راوبلى، او د نوحې ماهران به ژړا ته. 17په ټولو انګور باغونو کښې به نوحه وى، ځکه چې زۀ به ستاسو په مينځ کښې تير شم، زمونږ پلار فرمائى.
د زمونږ پلار ورځ تيارۀ ده
18افسوس په تاسو چې د زمونږ پلار ورځې انتظار کوئ! تاسو د زمونږ پلار ورځ ولې غواړئ؟ هغه تيارۀ ده، نۀ رڼا. 19دا به داسې وى لکه يو سړے چې د زمرى نه وتښتيدو خو يو خرس ورته مخامخ شو، يا خپل کور ته ننوتو او خپل لاس يې په ديوال باندې کېښودو خو مار يې چيچلے. 20آيا د زمونږ پلار ورځ به تيارۀ نۀ وى، نۀ رڼا ډېره تکه تيارۀ، چې هيڅ رڼا به پکښې نۀ وى؟
21زۀ ستاسو د اخترونو نه کرکه کوم، بيزار يم؛ ستاسو په پاکو مجلسونو کښې زۀ هيڅ خوشحالى نۀ مومم. 22کۀ تاسو ما له سوزولې قربانۍ او خپلې د دانې نذرانې هم وړاندې کړئ، زۀ به يې قبول نۀ کړم؛ او ستاسو د څربو ځناورو د سلامتۍ قربانۍ ته به زۀ کتل هم نۀ کوم. 23ستاسو د سندرو شوروغوغا زما نه لرې کړئ؛ زۀ به ستاسو د ربابونو ساز ته غوږ نۀ ږدم. 24خو دې پرېږدئ چې اِنصاف د اوبو په شان راروان شى، او صداقت د تل بهيدونکى نهر په شان. 25اے د اِسرائيلو کورنۍ، آيا تاسو هغه څلويښت کاله په بيابان کښې ما له قربانۍ او نذرانې راوړې وې؟ 26تاسو خپل بادشاه سِکوت او خپل ستورىدېوتا کيون اوچت کړل، هغه بتان چې تاسو د ځان دپاره جوړ کړل. c c v26 سِکوت او کيون د اسورى او بابل ستورىدېوتې وو؛ خلقو دا بتان په پټه راوړل حال دا چې دوئ دعوىٰ کوله چې د ريښتينى خُدائ پاک عبادت کوى. 27نو زۀ به تاسو د دمشق نه هاخوا جلاوطن کړم، زمونږ پلار فرمائى د آسمانى لښکرو پلار د هغۀ نوم دے.