چاپ شوی

دوېم سموئيل 7 FHB Father's Heart Bible™

په لومړي فرمایش ۱۵٪ تخفیف →
کتاب

د پلار لوظ د داؤد سره

داؤد غواړي زموږ پلار ته د دیودار کور جوړ کړي. ځواب یې سرچپه کوي: زموږ پلار به داؤد ته کور جوړ کړي، یو اولاد چې تخت به یې تل پاتې وي — زه به د هغه پلار یم او هغه به زما زوی وي. داؤد کښېني او په حیرانتیا یې په دعا کې بېرته وړاندې کوي.

څپرکی 7.

کله چې بادشاه په خپل کور کښې آرام سره اوسېدو، او زمونږ پلار هغۀ ته د ګرد چاپېره ټولو دښمنانو نه سکون ورکړے وو، نو بادشاه ناتن نبى ته ووئيل چې، ”وګوره، زۀ د ديودار په کور کښې اوسېږم، خو د زمونږ پلار صندوق په خېمه کښې پروت دے.“

ناتن بادشاه ته ووئيل چې، ”لاړ شه، څۀ چې ستا په زړۀ کښې دى هغه ټول وکړه، ځکه چې زمونږ پلار ستا سره دے.“

خو په هم هغه شپه د زمونږ پلار کلام ناتن ته راغلو چې،

”لاړ شه زما نوکر داؤد ته ووايه چې، ستا پلار داسې فرمائى چې، ’آيا تۀ هغه يې چې زما دپاره د اوسېدو کور جوړ کړې؟ د هغه وخت راهيسې چې ما اِسرائيل د مِصر نه راوويستلو، تر اوسه پورې ما په کوم کور کښې ژوند نۀ دے کړے، بلکې زۀ د خپل اوسېدو دپاره په خېمه کښې د يو ځائ نه بل ځائ ته ګرځېدلے يم.‘ چرته چې زۀ د ټول اِسرائيل سره ګرځېدلے يم، آيا ما کله هم د اِسرائيل کوم مشر ته چې ما هغۀ ته د خپل قوم د څرولو حُکم کړے وو، داسې کومه خبره کړې ده چې، ’تاسو زما دپاره د ديودار کور ولې نۀ دے جوړ کړے؟‘ نو اوس زما نوکر داؤد ته ووايه چې، د آسمانى لښکرو پلار داسې فرمائى چې، ’ما تۀ د څرو ځائ نه، د رمې د شا تګ نه راوستلې، چې زما قوم اِسرائيل باندې حکومت وکړې. چرته چې تۀ لاړې، زۀ ستا سره وم، او ستا ټول دښمنان مې ستا د مخې نه ختم کړل. زۀ به ستا نوم لوئ کړم، لکه د زمکې د لويانو په شان. زۀ به خپل قوم اِسرائيل دپاره يو ځائ تيار کړم او هلته به يې کېنوم چې په خپل ځائ کښې بې فکره اوسېږى. نور به يې لکه پخوا ظالمان نۀ ځوروى، د هغه وخت راهيسې چې ما خپل قوم اِسرائيل باندې قاضيان مقرر کړل. زۀ به تا له ستا د ټولو دښمنانو نه سکون درکړم. ستا پلار تا ته دا هم اعلانوى چې هغه به پخپله ستا دپاره يو کور جوړ کړى. کله چې ستا ورځې ختمې شى او تۀ د خپلو پلرونو سره آرام وکړې، نو زۀ به ستا د تخم نه، چې ستا د بدن نه راوځى، ستا نه پس هغه راپورته کړم، او د هغۀ بادشاهى به ټينګه کړم. هغه به زما د نوم دپاره يو کور جوړ کړى، او زۀ به د هغۀ د بادشاهۍ تخت د تل دپاره ټينګ کړم. زۀ به د هغۀ پلار يم، او هغه به زما زوئ وى. کله چې هغه ګناه وکړى، نو زۀ به هغه د اِنسان په امسا سره، د اِنسانانو د لاسونو په ګوزارونو سره تنبيه کړم، خو زما مينه به هغه نۀ پرېږدى، لکه څنګه چې ما هغه د ساؤل نه واخسته، چې ما هغه ستا د مخې نه لرې کړو. ستا کور او ستا بادشاهى به زما په وړاندې د تل دپاره قائمه وى، ستا تخت به د تل دپاره ټينګ وى.‘“

ناتن داؤد ته دا ټولې خبرې او دا ټوله رويا بيان کړه.

داؤد د خپل پلار په وړاندې شکر ادا کوى

نو داؤد بادشاه ننوتو او د زمونږ پلار په وړاندې کښېناستو، او ووئيل چې، ”اے مالِکه پلاره، زۀ څوک يم، او زما کور څۀ دے، چې تا زۀ تر دې ځايه راورسولم؟ اے مالِکه پلاره، ګنى دا ستا په نظر کښې يوه وړه خبره وه، چې تا د خپل نوکر د کور په حقله د راتلونکى وخت دپاره هم فرمائيلى دى. اے مالِکه پلاره، آيا ستا د ټولو اِنسانانو سره دا دستور دے؟ داؤد تا ته نور څۀ ووائى؟ ځکه چې اے مالِکه پلاره، تۀ خپل نوکر پېژنې. د خپل کلام په خاطر او د خپل زړۀ په مطابق، تا دا ټوله لويى وکړه، او خپل نوکر ته دې څرګنده کړه. نو اے مالِکه پلاره، تۀ لوئ يې. ستا په شان بل هيڅوک نشته، او ستا نه بغير بل خُدائ نشته، څومره چې مونږ په خپلو غوږونو اورېدلى دى. ستا د قوم اِسرائيل په شان بل څوک دے، هغه يو قوم چې په زمکه باندې زمونږ پلار ولاړو چې هغه د ځان دپاره د يو قوم په توګه خلاص کړى، او د ځان دپاره نوم پېدا کړى، او ستا دپاره لوئ او هيبتناک کارونه وکړى — چې ستا د قوم د مخې نه يې قومونه او د هغوئ بتان وشړل، چې تا هغوئ د ځان دپاره د مِصر نه خلاص کړل؟ تا خپل قوم اِسرائيل د تل دپاره د ځان کړو، او تۀ، اے زمونږ پلاره، د هغوئ پلار شوې.

او اوس، اے زمونږ پلاره، هغه کلام چې تا د خپل نوکر او د هغۀ د کور په حقله فرمائيلے دے، د تل دپاره قائم وساته، او لکه څنګه چې تا وعده کړې ده هغه شان وکړه.‘ ستا نوم به د تل دپاره لوئ وى، او خلق به وائى چې، ’د آسمانى لښکرو پلار د اِسرائيل خُدائ دے.‘ او د ستا د نوکر داؤد کور به ستا په وړاندې قائم وى. ځکه چې اے د آسمانى لښکرو پلاره، اے د اِسرائيل خُدايه، تا خپل نوکر ته دا ظاهره کړه چې، ’زۀ به ستا دپاره يو کور جوړ کړم.‘ نو ستا نوکر ته جرئت پېدا شو چې تا ته دا دُعا وکړى.

او اوس، اے مالِکه پلاره، تۀ خُدائ يې، او ستا خبرې رښتيا دى، او تا خپل نوکر ته د دې ښۀ شى وعده کړې ده. نو اوس، مهربانى وکړه او د خپل نوکر کور ته برکت ورکړه، چې ستا په وړاندې د تل دپاره قائم وى. ځکه چې اے مالِکه پلاره، تا فرمائيلى دى، او ستا د برکت په وجه به د ستا د نوکر کور د تل دپاره برکتى وى.“