خپل چاپېره کورنۍ ته عزت ورکوئ
له کلیسا سره باید د زموږ پلار د کورنۍ په څېر چلند وشي، له مشرانو سړو سره د پلرونو په څېر او له ځوانو ښځو سره د خویندو په څېر. بیا عملي اصول: د کومو کونډو ملاتړ کلیسا کوي او کومې باید بیا واده وکړي، مشرانو ته درناوی او ساتنه، د دوامداره ګناه لپاره عامه رټنه، او د تیموتاؤس د معدې لپاره شراب.
5 1کوم سړے چې مشر وى هغۀ ته په سختۍ ملامتى مۀ ورکوه، بلکې داسې ورته سپارښت کوه لکه خپل پلار ته، او کوم سړى چې کشران وى هغوئ ته لکه خپلو وروڼو ته، 2مشرو ښځو ته لکه مورو ته، او کشرو ښځو ته لکه خوېندو ته په بشپړه پاکۍ سره.
3کومې کونډې چې په رښتيا کونډې وى هغوئ ته عزت ورکوه. 4خو کۀ د کومې کونډې اولاد يا لمسيان وى، نو هغوئ له پکار دى چې اول دا زده کړى چې د خپلې کورنۍ سره دينى فرض ادا کړى او د خپلو مور او پلار بدله ورکړى، ځکه چې دا زمونږ پلار ته خوښ دى. 5هغه رښتينې کونډه چې يوازې پاتې شوې وى، خپل اُميد زمونږ پلار باندې ايښے وى، او شپه او ورځ په عرض او دُعا کښې مشغوله وى. 6خو کومه کونډه چې د نفس په عيش و عشرت کښې ژوند کوى، هغه د ژوند سره سره هم مړه ده. 7دا حُکمونه هم ورکوه، دې دپاره چې په هغوئ باندې څوک اعتراض ونۀ شى کولے. 8کۀ څوک د خپلو خلقو او خاص کر د خپلې کورنۍ د اَفرادو خيال ونۀ ساتى، نو هغۀ ايمان نه اِنکار کړے دے او د بېايمانه نه هم بدتر دے.
9کومه کونډه د کونډو په فهرست کښې هغه وخت ليکه چې د شپېتو کالو نه کمه نۀ وى او د يو خاوند وفاداره وى، 10او د نيکو کارونو په وجه يې ګواهى ورکړے شوې وى، يعنې کۀ هغې اولاد روزلے وى، مسافرو ته يې مېلمستيا کړې وى، د مُقدسينو پښې يې مينځلې وى، په تکليف کښې خلقو سره يې مدد کړے وى او د هر نيک کار دپاره کوشش کړے وى.
11خو کشرې کونډې په فهرست کښې ليکلو نه اِنکار کوه، ځکه چې کله يې خواهشات د مسيح نه لرې کشوى، نو هغوئ واده کول غواړى، 12او داسې هغوئ په خپل ځان باندې سزا راولى ځکه چې هغوئ خپل اول لوظ تويه کړو. a a v12 ”د هغوئ اول لوظ“ هغه وعده ده چې هغوئ د کونډو په فهرست کښې د ليکلو په وخت د مسيح او د کليسا د خدمت دپاره کړې وه. 13سره د دې هغوئ بېکاره کېدل هم زده کوى او کور په کور ګرځى، نۀ يوازې بېکاره بلکې بدخبرې کوونکې او په نورو کارونو کښې لاس وهونکې هم شى، او داسې خبرې کوى چې نۀ ښايى چې يې وکړى. 14نو زۀ غواړم چې کشرې کونډې واده وکړى، اولاد وزېږوى، د کور خيال وساتى او دُښمن ته د بدۍ ويلو موقع ورنۀ کړى. 15ځکه چې ځنې خو د شيطان په پل سره مخکښې تللے هم دى. 16کۀ د کومې مؤمنې ښځې په خپلو خپلوانو کښې کونډې وى، نو هغه دې د هغوئ مدد وکړى او په کليسا دې بوجه ونۀ اچوى، دې دپاره چې کليسا د رښتينو کونډو مدد وکړى شى.
17کوم مشران چې ښۀ رهبرى کوى هغوئ دوه چنده عزت وړ دى، خاص کر هغوئ چې د منادۍ او تعليم په کار کښې سخت محنت کوى. 18ځکه چې کتابِ مُقدس فرمائى، ”کوم غوايى چې غنم چڼى هغۀ ته خوله مۀ تړه،“ او، ”مزدور د خپلې مزدورۍ حقدار دے.“
19د کوم مشر په خلاف کوم اِلزام مۀ منه، مګر هغه وخت چې د دوو يا درو ګواهانو ګواهى موجوده وى. 20کوم خلق چې په ګناه کولو کښې ټينګ وى، هغوئ د ټولو په مخکښې ملامت کوه، دې دپاره چې نور هم وويريږى.
21زۀ د زمونږ پلار، د مسيح عيسىٰ او د غوره شوو فرښتو په مخکښې تا ته په سختۍ سپارښت کوم چې دا هدايتونه بې د کوم تعصب نه وساته او هيڅ کار په طرفدارۍ سره مۀ کوه. 22په چا باندې بې له سوچه لاس مۀ ږده، او د نورو خلقو په ګناهونو کښې شريک مۀ کېږه، خپل ځان پاک ساته.
23نور يوازې اوبۀ مۀ څښه، بلکې د خپلې خېټې او د خپلو پرله پسې ناروغيو په وجه لږ شراب هم څښه.
24د ځنو خلقو ګناهونه څرګند وى او د هغوئ نه مخکښې عدالت ته رسيږى، خو د ځنو خلقو ګناهونه وروستو راځى. 25همدغه شان نيک کارونه هم څرګند وى، او کوم چې نۀ وى هغه هم پټ نۀ شى پاتې کېدلے.