خپل ځان په ديندارۍ کښې تربيه کوه
پولوس د هغو ښوونکو په اړه خبرداری ورکوي چې واده او ځینې خواړه منع کوي، په داسې حال کې چې هر هغه څه چې زموږ پلار جوړ کړي ښه دي او په شکر سره قبلیږي. تیموتاؤس باید ځان د دینداري لپاره وروزي، هیچا ته پرېنږدي چې د هغه ځوانۍ له امله یې سپک وګڼي، صحیفې په عامه توګه ولولي، او خپل ژوند او تعلیم ته له نږدې پام وکړي.
4 1روحُ القُدس په صفا الفاظو کښې وائى چې، په آخرى زمانه کښې به ځنې خلق د ايمان نه مخ واړوى او د دوکه ورکوونکو روحونو او د شيطانانو تعليماتو ته به توجو کوى، 2د دروغژنو خلقو د منافقت په وسيله چې د هغوئ خپل ضميرونه داغ شوى دى، لکه د اوسپنې په داغ سره. 3هغوئ د نکاح نه منع کوى او وائى چې د هغو خوراکونو نه ځان وساتﺉ کوم چې زمونږ پلار دا دپاره جوړ کړى دى چې هغه مؤمنان يې د شکرګذارۍ سره ومنى، کوم چې حقيقت پېژنى. 4ځکه چې هر هغه څيز چې زمونږ پلار جوړ کړے دے ښۀ دے، او چې کله د شکرګذارۍ سره ومنلے شى نو د ردولو نۀ دے، 5ځکه چې د زمونږ پلار په کلام او په دُعا سره پاک کولے شى.
6دا خبرې ورونو او خويندو ته بيان کړه، نو تۀ به د مسيح عيسىٰ يو ښۀ خادم يې، چې د ايمان په الفاظو او په هغه ښۀ تعليم باندې پالے شوے يې چې تا پېروى يې کړې ده. 7د بېدينه او بېمعنى افسانو سره هيڅ کار مۀ لره. بلکې خپل ځان دينداره کېدو ته تربيه کوه. 8د جسم تربيه لږ فائده کوى، خو د خُدائ پاک عبادت په هر لحاظ فائده کوى، ځکه چې د اوسنى او راتلونکى ژوند وعده کوى. 9دا يوه معتبره خبره ده چې د پوره قبولولو لائقه ده. 10ځکه چې مونږ دا دپاره محنت او کوشش کوو، چې مونږ په ژوندى پلار اُميد کړے دے، چې د ټولو خلقو خلاصونکے دے، او خصوصاً د مؤمنانو. 11دا خبرې حُکم کوه او تعليم ورکوه.
12هيڅوک دې ستا د ځوانۍ په سبب تحقير مۀ کړى، بلکې په وينا، په چال چلن، په مينه، په ايمان او په پاکۍ کښې د مؤمنانو دپاره نمونه شه. 13ترڅو چې زۀ راشم، تۀ د پاکو صحيفو په عام لوستلو، په تبليغ او په تعليم کښې مشغول اوسه. 14د هغه نعمت نه غفلت مۀ کوه چې په تا کښې دے، چې د پېشګوئۍ په وسيله درکړے شوے دے، کله چې مشرانو خپل لاسونه په تا باندې کښېښودل. 15په دې خبرو عمل کوه او ځان پوره ورته وقف کړه، دې دپاره چې ستا ترقى ټولو ته ښکاره شى. 16د خپل ځان او د خپل تعليم نه ښۀ خيال ساته. په دې کښې قائم اوسه، ځکه چې په داسې کولو سره به تۀ هم ځان او هم خپل اورېدونکى خلاص کړې.