د پېمائش د تار سره يو سړے
يو اندازه کوونکی وځي چې يروشلم اندازه کړي او ورته ويل کېږي چې زحمت مه باسه — ښار به له هر دېوال څخه بهر ډک شي. زموږ پلار پخپله به د هغې شاوخوا د اور دېوال وي او په منځ کې يې جلال، او ډېر قومونه به ورسره يو ځای شي او د هغه اولادونه به شي.
2 1بيا ما پورته وکتل او يو سړے مې وليدو چې په خپل لاس کښې يې د پېمائش تار نيولے وو. 2ما پوښتنه وکړه، ”تۀ چرته ځې؟“ هغۀ راته ووئيل، ”د يروشلم ناپ کولو ته، چې ووينم دا څومره پلن او څومره اوږد دے.“
3هغه فرښته چې ما سره يې خبرې کولې، لاړه، او بله فرښته د هغې د ملاقات دپاره راووته، 4او ورته يې ووئيل، ”په منډه شه، دې ځوان ته ووايه چې، ’يروشلم به د خلاصې مېدانى ځمکې په شان آباد شى، چې په دې کښې به دومره ډېر خلق او څاروى وى.‘
5زمونږ پلار فرمائى، زۀ به پخپله د هغې چاپېره د اور يو ديوال شم، او زۀ به د هغې دننه جلال شم.‘“
6”راشئ! راشئ! د شمال د ملک نه وتښتئ، زمونږ پلار فرمائى، ځکه چې ما تاسو د آسمان د څلورو هواګانو په شان خواره کړئ، زمونږ پلار فرمائى. 7اے صيون، راشه! اے تۀ چې د بابل د لور سره اوسېږې، وتښته.
8د آسمان د لښکرو پلار داسې فرمائى—د هغۀ د جلال نه پس چې هغۀ زۀ هغه قومونو ته ولېږلم چې تاسو يې لوټ کړئ: څوک چې تاسو ته لاس وروړى، هغه د هغۀ د سترګو تور ته لاس وروړى:
9ځکه وګورئ، زۀ به خپل لاس په هغوئ باندې وخوځوم، او هغوئ به د خپلو خدمتګارانو دپاره لوټ شى چې هغوئ ته يې خدمت کولو. بيا به تاسو پوهه شئ چې د آسمان د لښکرو پلار زۀ لېږلے يم.
10اے د صيون لورې، سندرې ووايه او خوشحالى وکړه! ځکه وګوره، زۀ راځم چې ستا په مينځ کښې اوسېږم، زمونږ پلار فرمائى.
11”په هغه ورځ به ډېر قومونه زمونږ پلار سره يوځائ شى او زما بچى به شى. زۀ به ستاسو په مينځ کښې اوسم، او تاسو به پوهه شئ چې د آسمان د لښکرو پلار زۀ تاسو ته لېږلے يم. 12او زمونږ پلار به يهوداه په مقدس ملک کښې د خپلې برخې په توګه خپل کړى، او يروشلم به بيا غوره کړى.
13اے ټول بشر، د زمونږ پلار په مخکښې چوپ شئ، ځکه چې هغه د خپل مقدس استوګنځائ نه راپورته کيږى.“