هيڅوک نشته چې نيکى کوى
د موسيقۍ د مشر دپاره، د محلت په طرز. د داؤد يو حکمت ډک زبور.
تقریباً له ۱۴م زبور سره یو شان دی. زموږ پلار ټول انسانان څاري چې یو داسې کس ومومي چې پوهېږي، او هېڅوک نه مومي. هغه څوک چې د هغه خلک خوري، په داسې ځای کې د وېرې ښکار کېږي چې د وېرې هېڅ شی نه و. په پای کې له صهیون څخه د ژغورنې ارمان کوي.
53 1بېوقوف په خپل زړۀ کښې وائى چې، ”خُدائ پاک نشته.“ هغوئ خراب شوى دى او کرکجن بدى کوى؛ هيڅوک نشته چې نيکى کوى.
2زمونږ پلار د آسمان نه په ټول انسانيت باندې کوز وکتل چې ګورى کۀ څوک پوهه ولرى، کۀ څوک د هغۀ لټون کوى. 3هغوئ ټول بې لارې شوى دى؛ ټول په يوه کښې خراب شوى دى؛ هيڅوک نشته چې نيکى کوى، يو هم نه.
4آيا د بدۍ کوونکو سره هيڅ پوهه نشته—هغوئ چې زما قوم داسې خورى لکه څنګه چې ډوډۍ خورى، او زمونږ پلار نۀ رابولى؟ 5هلته هغوئ په داسې وېره اخته شول چې هيڅ د وېرې خبره نۀ وه؛ ځکه چې زمونږ پلار د هغه چا هډوکى خواره کړل چې ستا په خلاف يې خېمه لګولې وه؛ تا هغوئ شرمنده کړل، ځکه چې زمونږ پلار هغوئ رد کړل.
6آه، کاشکې د اِسرائيل خلاصون د صيون نه راووځى! کله چې زمونږ پلار د خپل قوم حالات بحال کړى، نو دې يعقوب خوشحاله شى، دې اِسرائيل خوشحالى وکړى.