د سليمان مثلونه
د ورځني ژوند لپاره د حکمت لرونکو خبرو ټولګه: د خبرو، کار، پیسو، ملګرتیا، او د څښتن د وېرې په اړه چې ټول حکمت ورسره پیلېږي. عملي لارښوونه چې یو پلار یې خپل زوی ته وړاندې کوي.
1 1د اِسرائيل د بادشاه، د داؤد د زوئ، د سليمان مثلونه:
2دې دپاره چې حکمت او تربيت پېژندلے شى، د سمجه خبرې پوهېدلے شى، 3دې دپاره چې د حکمت په چال چلن، په صداقت، په اِنصاف او په برابرۍ کښې تربيت حاصل شى، 4دې دپاره چې سادو ته هوښيارى، او ځوانانو ته علم او تدبير ورکړے شى، 5دې دپاره چې هوښيار هم واورى او په علم کښې زيات شى، او هغه څوک چې پوهېږى هغه ته لارښوونه ورسى، 6دې دپاره چې مثل او تمثيل، د هوښيارانو خبرې او د هغوئ معماوې پوهېدلے شى.
7د زمونږ پلار وېره د علم شروع ده؛ خو احمقان حکمت او تربيت حقير ګڼى.
خپل زوئ ته د يو پلار آواز
8اے زما زويه، د خپل پلار تربيت ته غوږ ونيسه، او د خپلې مور د تعليم نه مۀ اوړه، 9ځکه چې دا ستا سر دپاره ښکُلے تاج او ستا غاړې دپاره هار دے.
10اے زما زويه، کۀ ګناهګار تا په لالچ کښې اچول غواړى، نو تابع مۀ کېږه. 11کۀ هغوئ ووائى، ”زمونږ سره راځه، راځئ چې د وينې دپاره په کمين کښې کښېنو، بېګناه باندې بې سببه حمله وکړو؛ 12لکه قبر، راځئ چې هغوئ ژوندى تېر کړو، او ساروم، لکه هغه کسان چې قبر ته ښکته کېږى؛ 13مونږ به هر قِسمه قيمتى مالونه ومومُو، مونږ به خپل کورونه د لُوټ د مال نه ډک کړُو؛ 14خپله حِصه زمونږ سره شريکه کړه؛ مونږ ټول به يوه کڅوړه ولرُو،“ 15اے زما زويه، د هغوئ سره په لار مۀ ځه؛ خپل قدم د هغوئ د لارو نه وساته، 16ځکه چې د هغوئ قدمونه بدۍ طرف ته منډه وهى، او د وينې تويولو دپاره تلوار کوى. 17ځکه چې د هر مُرغۀ د سترګو په وړاندې خوَر کړے شوے جال هيڅ نۀ نيسى؛ 18خو دا کسان د خپلې وينې دپاره په کمين کښې کښېنى؛ د خپل ژوند دپاره حمله کوى. 19د هر هغه چا لارې داسې دى چې د ناحقه ګټې لالچى وى؛ دا د خپلو مالکانو ژوند تباه کوى.
په کُوڅو کښې حکمت
20حکمت په کُوڅه کښې په اوچت آواز چغې وهى؛ په عام ميدانونو کښې خپل آواز اوچتوى. 21د شورماشور کُوڅو په سر کښې آواز کوى؛ د ښار د دروازو په دروازه کښې خبرې کوى:
22”اے سادو، تر کله به تاسو د سادګۍ سره مينه کوئ؟ تر کله به ملنډې وهونکى په خپلو ملنډو خوشحالېږى او احمقان به له علم نه نفرت کوى؟ 23کۀ تاسو زما تنبيه ته ځواب ورکړئ، نو زۀ، حکمت، به خپل روح پر تاسو باندې تويه کړم؛ زۀ به خپلې خبرې تاسو ته معلومې کړم. a a v23 هغه حکمت چې دلته خبرې کوى، پولوس هغه د مسيح په توګه پېژنى — د زمونږ پلار حکمت (۱ کورنتيان ۱:۲۴، ۱:۳۰؛ کولسيان ۱:۱۵-۱۷). هغه زوئ چې د کائنات د پېدايښت نه مخکښې د پلار سره وو، دغه هر چا ته آواز کوى چې بيا راوګرځى او واورى. 24ځکه چې ما بلنه وکړه او تاسو اِنکار وکړو، ما خپل لاس اوږد کړو او هيچا پام ونۀ کړو، 25او تاسو زما ټوله صلاح بېپرواه کړه او زما ټوله تنبيه رد کړه، 26نو زۀ به هم ستاسو په مصيبت پورې خاندم؛ زۀ به ملنډې وهم کله چې وېره پر تاسو راشى، 27کله چې وېره لکه طوفان پر تاسو راشى او ستاسو مصيبت لکه ګرداب راشى، کله چې تنګسه او کړاو پر تاسو راشى.
28بيا به هغوئ ما بلى، خو زۀ به ځواب نۀ ورکوم؛ هغوئ به ما په تلوار سره لټوى خو ما به نۀ مومى، 29ځکه چې هغوئ له علم نه نفرت وکړو او د زمونږ پلار وېره يې خوښه نۀ کړه، 30هغوئ زما صلاح رد کړه او زما ټوله تنبيه يې حقير وګڼله. 31نو هغوئ به د خپلې لارې مېوه وخورى او د خپلو تدبيرونو نه به مړه شى. 32ځکه چې د سادو بېلارى به هغوئ ووژنى، او د احمقانو بېپروايى به هغوئ تباه کړى؛ 33خو څوک چې زما خبرې اورى، هغه به په سلامتۍ کښې اوسېږى او آرام به وى، د آفت د وېرې نه به بېفکره وى.“