زمونږ پلار نمر ودروى
پنځه پاچایان پر جبعون حمله کوي چې ولې یې اړخ بدل کړ، او یوشع ټوله شپه مزل کوي ترڅو د هغو خلکو دفاع وکړي چې هغه یې غولولی و. د زموږ پلار ږلۍ تر تورو ډېر وژني، او لمر ودرېږي. پنځه پاچایان په یوه غار کې پیدا کېږي، او د جنوبي ښارونو ګړندی نیول ورپسې راځي.
10 1د يروشلم بادشاه ادونى صدق واورېدل چې يشوع عى فتح کړو او د تباهۍ دپاره يې جلا کړو، او چې لکه څنګه يې چې د يريحو او د هغې د بادشاه سره کړى وُو، هم هغه شان يې د عى او د هغې د بادشاه سره وکړل، او چې د جبعون خلقو د اِسرائيل سره صُلح کړې وه او اوس د هغوئ په مينځ کښې اوسېدل. 2نو د يروشلم خلق ډېر ووېرېدل، ځکه چې جبعون يو لوئ ښار وو، لکه د بادشاهۍ د ښارونو نه يو، او ځکه چې هغه د عى نه لوئ وو او د هغې ټول سړى جنګياله وُو. 3نو د يروشلم بادشاه ادونى صدق د حبرون بادشاه هوهام ته، د يرموت بادشاه فيرام ته، د لکيس بادشاه يافيع ته او د عجلون بادشاه دبير ته پېغام ولېږلو چې، 4”ما ته راشئ او زما مدد وکړئ، او راځئ چې په جبعون باندې حمله وکړو، ځکه چې هغې د يشوع او د اِسرائيل د خلقو سره صُلح کړې ده.“ 5نو د اموريانو پينځۀ بادشاهان، يعنې د يروشلم، د حبرون، د يرموت، د لکيس او د عجلون بادشاهان، سره يو شُو او د خپلو ټولو لښکرو سره وختل. هغوئ د جبعون په مقابله کښې خېمې ولګولې او د هغې خلاف يې جنګ شروع کړو. 6د جبعون سړو جلجال کمپ ته يشوع له دا پېغام ولېږلو چې، ”خپل خادمان مۀ پرېږده! جلتى راشه او مونږ بچ کړه، زمونږ مدد وکړه! د غرُونو په علاقه کښې د اموريانو هر بادشاه زمونږ خلاف يو شوے دے.“
7نو يشوع د خپلو ټولو جنګى سړو سره، يعنې د خپلو زورورو جنګيالو سره، د جلجال نه روان شو.
8او زمونږ پلار يشوع ته وفرمائيل چې، ”د هغوئ نه مۀ يرېږه، ما هغوئ ستا په لاس کښې ورکړى دى. د هغوئ نه به يو هم ستا په مخکښې ونۀ درېږى.“
9نو يشوع د جلجال نه ټوله شپه روان شو او ناڅاپه پرې ورسېدو. 10او زمونږ پلار هغوئ د اِسرائيل په مخکښې ګډوډ کړل، او د جبعون په ځائ يې په هغوئ باندې لوئ ضرب وواهلو، او د بيت حورون د لار په اوږدو يې، چې بره خيژى، هغوئ وشړل او ترعزيقه او ترمقيده يې پرې کړل. 11کله چې هغوئ د اِسرائيل په مخکښې د بيت حورون د ګودر نه ښکته تښتېدل، نو زمونږ پلار د آسمان نه په هغوئ باندې لوئ کاڼى راوغورځول، تر عزيقه پورې، او هغوئ مړۀ شُو. د اورې د کاڼو نه زيات مړۀ شُو چې د اِسرائيل خلقو په تُوره مړۀ کړل.
12بيا يشوع زمونږ پلار ته وغږېدو په هغه ورځ چې زمونږ پلار امورى د اِسرائيل د خلقو په لاس کښې ورکړل، او د ټول اِسرائيل په مخکښې يې ووئيل چې، ”اے نمره، د جبعون د پاسه ودرېږه، او اے سپوږمۍ، د ايالون د ناو د پاسه.“ 13نو نمر ودرېدو او سپوږمۍ ودرېده، ترڅو چې قوم په خپلو دښمنانو باندې بدله واخسته. آيا دا د ياشر په کتاب کښې نۀ دى ليکلى؟ نمر د آسمان په مينځ کښې ودرېدو او تقريباً د پوره يوې ورځې دپاره د لوېدو دپاره ونۀ منډل. a a v13 د ياشر کتاب د نظمونو او سندرو يوه پخوانۍ عبرانى ټولګه وه، چې اوس ورکه ده. 14نۀ د دې نه مخکښې او نۀ د دې نه پس داسې ورځ هيچرې نۀ ده راغلې چې زمونږ پلار د يو سړى خبره ومنله، ځکه چې زمونږ پلار د اِسرائيل دپاره وجنګېدو.
15بيا يشوع او د هغۀ سره ټول اِسرائيل جلجال کمپ ته بېرته راغلل.
پينځۀ بادشاهان ذليل کړے شُو
16خو دا پينځۀ بادشاهان تښتېدلى وُو او په مقيده کښې د غار په مينځ کښې پټ شوى وُو. 17او يشوع ته ووئيلى شُو چې، ”دا پينځۀ بادشاهان موندلى شوى دى، چې په مقيده کښې په غار کښې پټ دى.“
18نو يشوع ووئيل چې، ”د غار په خُله باندې لوئ کاڼى وغورځوئ او د هغه خوا ته سړى مقرر کړئ چې د هغوئ نګهبانى وکړى. 19خو تاسو خپله هلته مۀ درېږئ. د خپلو دښمنانو تعاقب وکړئ او د شا نه پرې حمله وکړئ. هغوئ ته د خپلو ښارونو تر رسېدو مۀ پرېږدئ، ځکه چې ستاسو پلار هغوئ ستاسو په لاس کښې ورکړى دى.“
20کله چې يشوع او د اِسرائيل خلقو په هغوئ باندې يو لوئ کُشنده ضرب وواهلو او هغوئ يې تباه کړل، خو څو ژوندى پاتې شوى تښتېدل او قلعه بند ښارونو ته ننوتل. 21بيا ټول خلق په سلامتۍ سره مقيده کمپ ته يشوع له بېرته راغلل، او هيچا جرائت ونۀ کړو چې د کوم اِسرائيلى خلاف خبره وکړى. 22بيا يشوع ووئيل چې، ”د غار خُله خلاصه کړئ او هغه پينځۀ بادشاهان ما ته راوباسئ.“ 23نو هغوئ هغه پينځۀ بادشاهان د غار نه هغۀ ته راوويستل، يعنې د يروشلم، د حبرون، د يرموت، د لکيس او د عجلون بادشاهان. 24کله چې هغوئ دا بادشاهان يشوع ته راوويستل، نو هغۀ د اِسرائيل ټول سړى راوغوښتل او د هغۀ سره چې کوم د جنګ سرلښکر تللى وُو، هغوئ ته يې ووئيل چې، ”رانزدې شئ، د دې بادشاهانو په څټونو باندې خپل پښې کېږدئ.“ نو هغوئ رانزدې شُو او د هغوئ په څټونو باندې يې خپل پښې کېښودلې.
25يشوع هغوئ ته ووئيل چې، ”مۀ يرېږئ او مۀ ډارېږئ. مضبوط او زړوَر اوسئ، زمونږ پلار به د هغو ټولو دښمنانو سره هم دا شان وکړى چې د چا سره تاسو جنګ کوئ.“
26د دې نه پس يشوع بادشاهان ووهل، مړۀ يې کړل او په پينځو ونو يې وځړول، چې هلته تر ماښامه پاتې وُو. 27د نمر په لوېدو يشوع حُکم وکړو چې لاښونه د ونو نه ښکته کړى شى او هغه غار کښې وغورځوى شى چرته چې بادشاهان پټ شوى وُو. هغوئ د غار په خُله باندې لوئ کاڼى کېښودل، چې نن ورځ هم هلته دى.
28په هغه ورځ يشوع مقيده ونيولو، هغه او د هغې بادشاه يې په تُوره وواهلو، او هر څوک چې په هغې کښې وُو تباه يې کړل، هيڅوک ژوندے پاتې نۀ شو. لکه څنګه يې چې د يريحو د بادشاه سره کړى وُو، هم هغه شان يې د مقيده د بادشاه سره وکړل.
زمونږ پلار د جنوبى ښارونه ورکوى
29بيا يشوع او د هغۀ سره ټول اِسرائيل د مقيده نه لبنه ته لاړل او د لبنه خلاف وجنګېدل. 30او زمونږ پلار هغه هم د هغې د بادشاه سره اِسرائيل ته ورکړو. يشوع هغه او هر څوک چې په هغې کښې وو د تُورې په دم وواهلو، هيڅوک ژوندے پاتې نۀ شو. لکه څنګه يې چې د يريحو د بادشاه سره کړى وُو، هم هغه شان يې د هغې د بادشاه سره وکړل.
31بيا يشوع او د هغۀ سره ټول اِسرائيل د لبنه نه لکيس ته روان شُو، د هغې په مقابله کښې يې خېمې ولګولې او د هغې خلاف وجنګېدل. 32او زمونږ پلار لکيس اِسرائيل ته ورکړو، او يشوع هغه په دوېمه ورځ ونيولو، هغه او هر څوک چې په هغې کښې وو يې په تُوره وواهلو، لکه څنګه يې چې د لبنه سره کړى وُو. 33بيا د جزر بادشاه هورام د لکيس مدد دپاره راغلو، خو يشوع هغه او د هغۀ خلق ووهل، هيڅوک ژوندے پاتې نۀ شو.
34يشوع او د هغۀ سره ټول اِسرائيل د لکيس نه عجلون ته روان شُو، د هغې په مقابله کښې يې خېمې ولګولې او د هغې خلاف وجنګېدل. 35هغوئ هغه په هغه ورځ ونيولو او د تُورې په دم يې وواهلو. په هغه ورځ هغۀ هر څوک چې په هغې کښې وو د تباهۍ دپاره وقف کړل، لکه څنګه يې چې د لکيس سره کړى وُو.
36بيا يشوع، د ټول اِسرائيل سره، د عجلون نه حبرون ته وختل او په هغې يې حمله وکړه. 37هغوئ هغه ونيولو، د تُورې په دم يې وواهلو، د هغې بادشاه، د هغې ټول کلى او هر څوک چې په هغې کښې وو يې ووهل. هغۀ هيڅوک ژوندے پرېنۀ ښودو، لکه څنګه يې چې د عجلون سره کړى وُو، او هغه او هر څوک چې په هغې کښې وو يې د تباهۍ دپاره وقف کړل.
38بيا يشوع او د هغۀ سره ټول اِسرائيل دبير ته بېرته واوختل او د هغې خلاف وجنګېدل. 39هغۀ هغه، د هغې بادشاه او د هغې ټول کلى ونيول، په تُوره يې ووهل او هر څوک چې په هغې کښې وو يې د تباهۍ دپاره وقف کړل، هيڅوک ژوندى پاتې نۀ شُو. لکه څنګه يې چې د حبرون، د لبنه او د هغې د بادشاه سره کړى وُو، هم هغه شان يې د دبير او د هغې د بادشاه سره وکړل. 40يشوع ټوله علاقه ووهله، يعنې د غرُونو علاقه، نجب، ښکته زمکه او ګودرُونه، او د هغوئ ټول بادشاهان. هغۀ هيڅوک ژوندے پرېنۀ ښودو، هر هغه څۀ چې ساه يې لرله تباه يې کړل، لکه څنګه چې زمونږ پلار، د اِسرائيل خُدائ پاک، حُکم کړے وو. 41يشوع هغوئ د قادِس برنيع نه ترغزه پورې ووهل، او د جوشن ټوله علاقه، ترجبعون پورې. 42يشوع دا ټول بادشاهان او د هغوئ علاقه په يو وخت کښې ونيوله، ځکه چې زمونږ پلار، د اِسرائيل خُدائ پاک، د اِسرائيل دپاره وجنګېدو. 43بيا يشوع او د هغۀ سره ټول اِسرائيل جلجال کمپ ته بېرته راغلل.